Add new comment

د بلخ د لسو حکومتي ادارو مسوولين له تېرو لسو کلونو راهيسې نه دي بدل شوي

مزارشريف ( پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٤ ) : د بلخ ولايت د ځينو حکومتي ادارو مسوولين له تېرو لسو کلونو نه تبديل شوي او نه هم له دندې ګوښه کړای شوي دي.
د بلخ ولايتي شورا چارواکي د دغو رياستونو د مسوولينو په اړه وايي، چې يا فاسد دي او يا هم قوي واسطې لري؛ خو د مدني ټولنې فعالين بيا وايي،که چېرې د رياستونو مسوولين له ارزونې وروسته هم د ښو خدمتونو وړاندې کوونکي کسان وي؛ نو بايد نورو سيمو ته د خدمت په موخه تبديل کړای شي.
پژواک خبري اژانس د راټولو شويو معلوماتو پر بنسټ، د بلخ ولايت د عامې روغتيا رياست، ښاروالي، مستوفيت، اقتصاد، کليو او پراختيا رياست، د چاپيريال ساتنې رياست، د والي د دفتر رييس، د والي وياند، د ولايت د مقام سکتوري او تخنيکي رياست، برېښنا رياست، د فوايد عامې رياست، د اطلاعات او فرهنګ رياست او د حيرتان بندر ښارګوټي عمومي رياست مسوولين د تېرو لسو کلونو شاوخوا موده کې په خپله دنده کار کوي.
پژواک، د بلخ ولايت د والي له وياند منير فرهاد سره د دغو دولتي ادارو ليست شريک کړ او هغه يې پخلی وکړ، چې مسوولين يې له تېرو لسو کلونو را هيسې په خپلو دندو کار کوي.
نوموړی هم يو له هغو کسانو څخه دی، چې نږدې له تېرو لسو کلونو د بلخ د والي د وياند په توګه دنده ترسره کوي.
د کليواو پراختيا رييس باسط عيني، چې له تېرو ۱۳کلونو د دغه رياست د مسوول په توګه دنده ترسره کوي، په دنده کې د پاتې کېدو راز، خلکو ته د خدمت وړاندې کول په ګوته کوي.
نوموړي پژواک ته وويل، چې د کليو او پراختيا رياست له لارې يې په تېرو ديارلسو کلونو کې په بلخ ولايت کې تر دې رڼې او کاري چارې تر سره کړي، چې څوک ترې سترګې نه شي پټولی.
هغه د ملي پيوستون پروسې يادونه وکړه، چې سلګونه ټولګټې پروژې يې بشپړې کړي او سلګونه يې تر کار لاندې دي.
باسط عيني خپل يو شمېر نورې لاسته لاوړنې هم په ګوته کړې او ويې ويل چې لسګونه نورې پروژې هم بشپړې شوې او ځينې يې تر کار لاندې دي.
هغه په خپل رياست کې د فساد شتون رد نه کړ؛ خو زياته يې کړه چې تل يې هڅه کړې چې په جدي توګه يې مخنيوی وکړي.
د نوموړي په وينا، هر کله چې حکومت دی د خپلې دندې د پر مخ بېولو لپاره وړ کس ونه بولي؛ نو چمتو دی چې خپله دنده پرېږدي.
د بلخ د برېښنا رييس انجنير محمد ناصر، چې له تېرو ۱۲کلونو راهيسې د دغه رياست د رييس په توګه دنده تر سره کوي، تر دې مهاله په خپله دنده کې د پاتې کېدو راز د برېښنا په برخه کې ښه خدمتونه تر سره کول بولي.
نوموړي زياته کړه،چې ۱۲کاله وړاندې د بلخ ولايت برېښنا يواځې مزارشريف ښار او حيرتان بندر پورې محدوده وه چې کميت او کيفيت يې هم خورا ټيټ و.
د هغه په وينا، تر څلور کاله مخکې پورې د بلخ ولايت د برېښنا توانايي ۲۴ميګا واټه وه؛ خو اوس د دوی د هڅو له امله بلخ ولايت ۹۰مېګاواټه برېښنا لري او د مرکز په ګډون په ډېرو ولسواليو کې خلک د برېښنا له نعمت څخه برخمن دي.
انجنير ناصر خوښ و چې حکومت ورباندې تر دې دمه د کار کولو باور کړی دی.
د هغه په وينا، نږدې درې کاله وړاندې يې د برېښنا شرکت له خوا د بلخ ولايت د برېښنا رياست لپاره په ازادو سياليو کې له پنځو نورو کسانو سره برخه واخيسته او دی په کې يو ځل بيا د دغه رياست لپاره وړ تن وپېژندل شو.
عنايت الله ظفر چې له تېرو ۱۲کلونو راهيسې د بلخ ولايت د فوايد عامې د رييس په توګه دنده تر سره کوي، وايي چې په دنده کې پاتې کېدل يې خلکو ته د خدمت له امله دي.
د هغه په وينا، د خپلې دندې له پيل څخه تر دې دمه يې په بلخ ولايت کې ۴۰۰کيلومتره سړکونه قير کړي او په۲۰۰کيلومتره سړکونو باندې يې کرېړ اچولی دی، همداراز په مزارشريف ښار کې يې ۴۰کيلومتره نوي سړکونه جوړ او قير کړي دي.
ظفر وويل، چې حکومت يې هر کال چارې ارزوي او دی خوښ دی  چې خلکو ته د خدمت په لاره کې ترې هم خلک خوښ دي او هم حکومت.
خو د بلخ ولايت د اطلاعات او فرهنګ رييس صالح محمد خليق، چې اوس يې په دغه دنده کې لس کاله پوره شوي، پژواک ته وويل چې د يو ليکوال په توګه د خپلې سيمې د فرهنګ د ساتنې د دندې په ترسره کولو خوښ دی؛ خو هېڅکله يې په غير قانوني توګه هڅه نه ده کړې  چې په دغه دنده کې پاتې شي.
د هغه په وينا، د اطلاعات او فرهنګ رياست، د هغه رياستونو په توګه چې ملکی خدمتونه ډېر تر سره کوي، د فساد شونتيا په کې د نشت برابره ده.
خليق زياته کړه : ((د رسنيو د جواز د ثبت چارې ترسره کول او د باختر اژانس چارې د دوی د ورځنيو عمده کړنو څخه دي، چې په دواړو کې د غير قانوني عوايدو شونتيا د نشت برابره ده.))
د بلخ ولايت د مدني ټولنې فعالين که څه هم په دولتي دنده کې تر ډېره وخته د يو تن پاتې کېدل غير قانوني عمل نه بولي؛ خو اندېښنه لري چې د افغانستان په څېر هېواد کې دغه ډول کړنې فساد او ناوړه کړنو ته زمينه برابروي.
دوی وايي، که چېرې په يو ولايت کې دغه ډول کسان، چې په يو اداره کې يې ډېر وخت تېر کړی وي او ښه خدمتونه يې هم وړاندې کړې وي؛ نو د هېواد نورو څنډو ته دې د خدمت کولو لپاره تبديل کړای شي.
د بلخ مدني ټولنو د مجتمع رييس استاد حميد صفوت پژواک ته وويل، چې په نړۍ کې د ښې حکومتدارۍ لپاره د دولتي ادارې د مسوول تبديلول اساس نه دي، بلکې د هغو ارزيابي او خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې کول اساس بلل کېدای شي.
خو نوموړي زياته کړه، په افغانستان کې دا قاعده صدق نه کوي چې کوم شخص په کومه دنده کې ډېره موده تېره کړې وي؛ نو ډېر خدمت به يې هم کړی وي.
هغه په ځانګړې توګه د بلخ ولايت د دولتي ادارو په اړه وويل، چې خلک ممکن  ترې شکايت ونه لري، چې ولې له ډېره وخته يو تن د يوې ادارې د رييس په توګه پاتې شوی؛ بلکې د ځينو ادارو د مسوولينو له کمزوري کار څخه ګيله لري.
صفوت وويل،دا بايد ونه وايوو  څوک چې له ډېره وخته د يوې ادارې د رييس په توګه کار کوی؛ نو په فساد کې به ضرور ښکېل وي؛ بايد د کار پايلو ته يې وکتل شي.
خو نوموړي زياته کړه: ((له بده مرغه د افغانستان په څېر هېواد کې چې اداري فساد په کې چغې وهي، دغه ټول پوستونه په کې په يو ډول پېرل کېږي او بيا د يو شخص او يا د يوې ډلې په ولکه کې پاتې کېږي.))
د هغه په وينا، دغه ډول چارې يواځې په بلخ کې نه، بلکې د افغانستان په ډېری ولايتونو کې تر سره کېږي.
صفوت وويل،بايد د ښې حکومتدارۍ په موخه هغه رييسان چې په دنده کې يې ډېر وخت شوی او خلک يې له ملکی خدمتونو څخه راضي هم نه دي، بايد تبديل کړای شي.
نوموړي زياته کړه، چې د ښو خدمتونو وړاندې کولو لپاره د سيستم نوي کولو ته هم اړتيا ده، چې د خدمتونو نه وړاندې کوونکی تن په کې ډېر وخت تېر نه شي کړای.
خو د مدني ټولنې فعال او د خط نو ټولنې مسوول عبدالقادر مصباح پژواک ته وويل، چې د رياستونو د مسوولينو تبديلول او له دندې ګوښه کول، د ښې حکومتدارۍ له بنسټونو څخه شمېرل کېږي.
نوموړي زياته کړه، که چېرې داسې فکر وکړای شي، چې يو رييس په خپله اداره کې د ډېر وخت پاتې کېدو تر څنګ ښه ملکي خدمتونه هم وړاندې کړي؛ نو اړينه ده چې نورو ولايتونو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو لپاره تبديل کړای شي.
مصباح له ډېره وخته په يوه اداره کې د يو مشخص تن د رييس په توګه د دندې تر سره کولو په اړه وويل: ((زموږ جدي اندېښنې همدا دي، چې مسوولين ځينو خاصو خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي او ځينو نورو سره بيا دوه ګونی چلند کوي، يا نو دلته له مرکز سره په همغږۍ کې فساد شتون لري او يا هم له سيمه ييزو دولتي ادارو سره قوي اړيکې لري.))
نوموړي زياته کړه، چې دا خپله د فساد د شتون يوه ښکاره بېلګه ده، چې د يوې دولتي ادارې رياست دې له يو مشخص تن او يا هم له يوې ډلې سره د قبالې په توګه د هغه په ولکه کې وي.
د هغه په وينا، د بلخ ولايت په عامې روغتيا رياست، ښاروالۍ، حيرتان بندر، فوايد عامې رياست، کليو او پراختيا رياست، مخابرات او کمرګونو چارو کې ستونزې شته دي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد ابراهيم خيراندېش هم په دغه ولايت کې د ډېری دولتي ادارو رييسانو د کار د مودې پر زياتوالي نيوکه وکړه.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته تاييد کړه، چې د بلخ ولايت ډېر ی دولتي رييسان له شاوخوا لسو کلونو  راهيسې له خپلې دندې نه ګوښه کړای شوي او نه هم تبديل شوي دي.
د هغه په وينا، د دولتي کارمندانو په ګومارنه کې بايد له رښتينولۍ څخه کار واخيستل  شي.
خيراندېش زياته کړه : (( هر دولتي رييس چې له لسو کلونو ډېره په يوه دنده کې پاتې کېږي؛ نو يا فاسد دی او يا هم قوي واسطه لري.))
ده وويل، چې په ټولو دولتي ادارو کې فساد شته؛ خو په ځينو کې کم او په ځينو کې ډير وي.
نوموړي زياته کړه: ((کله چې له دولتي ادارو پوښتنه کوې، نو وايي چې هر څه ګل ګلزار دي؛ خو چې کله د فساد په اړه له خلکو واورې نو په ټولو دولتي ادارو کې د فساد له شتون څخه انکار نه شي کېدی.))
خو د بلخ ولايت مطبوعاتي مسوول منير فرهاد وايي، چې د ډېرې مودې لپاره په دولتي رياست کې د يوتن په دنده پاتې کېدل، مرکزي دولت پورې اړه لري.
هغه پژواک ته وويل، چې د رياستونو د مسوولينو ټاکل او له دندې ګوښه کول دوی پورې نه، بلکې مرکز پورې اړه لري.
نوموړي زياته کړه، چې مرکزي دولت د خپلو حکومتي چارو په ترڅ کې هر کال د خپلو رييسانو چارې ارزوي؛ که چېرې يې کړنې منفي وي او يا يې ښه ملکي خدمتونه وړاندې کړې نه وي نو بايد تبديل شوي وای.
د هغه په وينا، د بلخ ولايت دغه رييسان، چې پژواک يې يادونه کوي، نه يواځې چې د مرکزي دولت له خوا ارزول شوي؛ بلکې د خپلو مثبتو چارو له امله د خپلو اړوندو مرکزي ادارو له خوا ستايل شوي هم دي.
فرهاد زياتوي: ((تر دې مهاله پر خپلې څوکۍ د دغو رييسانو پاتې کېدل د دې مانا نه لري، چې فساد به يې کړی وي، بلکې مرکزي ادارې  لازمه ګڼلې، چې له دوی پرته بل وړ کس د دغه رياست لپاره نشته؛ نو پر خپله څوکۍ دې پاتې شي.))
نوموړي زياته کړه، چې د ځينو دولتي ادارو مسوولين د اداري اصلاحاتو د پروسې له لارې راغلي ، چې په دنده کې پاتې کېدل يې ډېره ستونزمنه مسئله نه ده.
هغه د والي د دفتر رييس، د ولايت تخنيکي او سکتوري رياست مسوول او  د خپل ځان يادونه وکړه، چې د اداري اصلاحاتو له پروسې څخه تېر شوي دي.
فرهاد وويل، چې د دغه ډول رياستونو مسوولين، تر هغه چې په خپله استعفا وړاندې نه کړي او يا دا چې د خپل مستقيم مسوول له لارې يې چارې له ارزونې وروسته منفي ونه ګڼل شي؛ دغه کس بايد په خپله دنده پاتې وي.
ده په دولتي ادارو کې د فساد  شتون په اړه د ولايتي شورا د رييس څرګندونې د هغه شخصي نظر وګاڼه او دا يې رد کړه، چې له تېرو لسو کلونو راهيسې په خپلو دندو کې د رياستونو د مسوولينو پاتې کېدو فساد ته لاره هواره کړې ده.خو نوموړي په ادارو کې فساد په ټيټه کچه وباله.
د ده په وينا، که چېرې د اداري اصلاحاتو د ازادو سياليو له لارې د بلخ ولايت رياستونو ته نوي مسوولين ټاکل کېږي؛ نو نه يواځې چې دوی يې مخالفت نه کوي، بلکې ورته هيله من به وي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.