د بلخ  د مدني ټولنو فعالان د برېښنايي تذکرو پر وېش اختلاف لري

مزارشريف (پژواک، ٧ چنګاښ ٩٤): د الکترونکي تذکرو د وېش په اړه د بلخ د بېلابېلو مدني ټولنو فعالين سره يوه خوله نه دي.
د دغه ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د مدني ټولنو يو شمېر فعالينو د غونډې په ترسره کولو په هېواد کې د الکترونيکي تذکرو د ژر وېش غوښتنه وکړه.
خو د همدغه ولايت ځينو نورو مدني فعالينو چې په ياده غونډه کې يې برخه نه وه اخيستې د شته امنيتي ستونزو له امله د الکترونيکي تذکرو وېش په هېواد کې د سياسي جنجالونو د راپيدا کېدو لامل وباله.
ياده غونډه د چنګاښ په ۷مه د بلخ ولايتي شورا په انګړ کې جوړه شوه چې د ځينو مدني ټولنو لسګونو فعالينو په کې برخه اخيستې وه.
د مدني ټولنې فعالې شمسيه ازرمهر چې په دې غونډه کې يې برخه اخيستې وه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي يووالي حکومت د کمپاينيزو چارو پر مهال خلکو ته وعده ورکړې وه، چې لومړۍ چاره به يې د الکترونيکي تذکرو وېش وي.
نوموړې زياته کړه چې د اوسني حکومت له خوا د برېښنايي تذکرو ازمايښتي وېش دوى ته اندېښنه پيدا کړې چې ممکن دغه لړۍ د هېواد په کچه په سمه توګه پيل نه شي.
هغې وويل: ((موږ ته شک پيدا شوی چې د الکترونيکي تذکرو ازمايښتي پيل به تر کاسې لاندې د نيم کاسې د پيدا کېدو په معنا وي.))
ازرمهر زياته کړه، که چېرې يې حکومت غوښتنې ونه مني؛ نو دوی د الکترونيکي تذکرو د وېش د لړۍ د پيل په موخه په پراخه کچه مدني حرکتونه پيل کړي دي.
د نهاد مردمي ټولنې مشر نجيب پيکان چې په ياده غونډه کې يې برخه اخيستې وه، د الکترونيکي تذکرو د وېش پلوی دی.
نوموړي پژواک ته وويل، تر هغې چې الکترونيکي تذکرې ورنه کړل شي، د خلکو شمېر نه په ډاګه کېږي او د راتلونکي حکومت روڼتيا نه شو تثبيتولی.
د هغه په وينا، دمګړۍ چې په حکومت کې کومې نيمګړتياوې شته؛ يو ستر لامل يې د الکترونيکي تذکرو نشتوالی دی.
پيکان وويل، تر هغه چې الکترونيکي تذکرې ونه وېشل شي؛ د ټاکنو روڼتيا به تر پوښتنې لاندې وي او د دې توپير به ستونزمن وي چې څوک افغان دی او څوک نه دی.
خو د ياد ولايت د ځينو مدني ټولنو فعالين چې په دې غونډه کې يې برخه نه وه اخيستې، پژواک ته وويل چې په اوسني حالت کې د الکترونيکي تذکرو وېش به حکومت او خلکو ته شته هر اړخيزې ستونزې لا پسې ډېرې کړي.
د بلخ ادبي خوځښت مرستيال جاوېد واک پژواک ته وويل، په دې کې شک نشته چې د تذکرو د نشتوالي له امله له تېرو څو کلونو له بېلابېلو سياسي او ستونزو سره مخ يو.
خو نوموړي زياته کړه چې د هېواد په شته امنيتي حالاتو کې حکومت د دې وس نه لري چې په ټول هېواد کې تذکرې ووېشلی شي.
د هغه په وينا، تذکره د هر افغان حق دی؛ خو که چېرې دغه نيمو ته ورکړل شي او نيم ترې بې برخې پاتې شي نو تر ټولو ستر ناورين به له همدغه ټکي پيل شي.
واک وويل، ښکاره ده چې د تذکرو د نشتوالي له امله د تېرو ټاکنې سمې ترسره نه شوې او د راتلونکو ټاکنو حالت هم د اندېښنې وړ دی؛ خو دا هم بايد هېره نه شي چې که د هېواد ټولو اوسېدونکو ته تذکرې ورنه کړل شي نو بيا هم د ډېرو خلکو نه ګډون د ټاکنو هويت تر پوښتنې لاندې راولي.
د ام البلاد ټولنې مشر غلام علي پژواک ته وويل چې که چېرې دولت په ټول هېواد کې د تذکرو د وېش ضمانت کولی شي نو له پيل کېدو سره يې مخالفت نه لري.
نوموړي زياته کړه چې دمګړۍ د هېواد د شمال ډېری سيمې د دې جوګه نه دي چې د الکترونيکي تذکرو وېش دې په کې پيل شي.
هغه د کندوز او بدخشان ولايتونه او همداراز د بغلان، فارياب، سرپل، جوزجان ولايتونو د ځينو ولسواليو يادونه وکړه چې د تذکرو وېش په کې شونی نه دی.
غلام علي وويل چې بلخ په نسبي ډول په امنو ولايتونو کې شمېرل کېږي؛ خو د دغه ولايت په ټولو سيمو کې هم حکومت د تذکرو د وېش د لړۍ ضمانت نه شي کولی.
خو د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد ابراهيم خيراندېش بيا وايي چې د برېښنايي تذکرې د افغانستان د اوسېدونکو حق دی؛ خو حکومت بايد په ټاکنو کې د خلکو د ګډون په برخه کې هم فکر وکړي.
نوموړي پژواک ته وويل چې که د دې په تمه پاتې کېږو چې لومړی دې امنيت راشي او بيا دې الکترونيکي تذکرې ووېشل شي؛ نو دا چاره هم ناشونې ده.
خو هغه زياته کړه چې د الکترونيکي تذکرو لړۍ دې پيل شي؛ خو تر څنګ دې په هغو سيمو کې چې دغه لړۍ دمګړۍ نه شي پيل کېدی، اوسېدونکي يې بايد حق ولري چې د ټاکنو د کارتونو له لارې د رايې ورکولو حق ولري.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.