د هلمند ولايتي شورا امنيتي ځواکونه پر نه همغږۍ تورن کړل

لښکرګاه (پژواک، ۸ زمری ۹۴): د هلمند ولايتي شورا وايي چې په امنيتي ځواکونو کې د نه همغږۍ له امله نوزاد ولسوالۍ سقوط کړى دى.
د دغه ولايت د ولايتي شورا  مرستيال عبادالله  عليزي د زمري په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو له څو ورځو راهيسې پر نوزاد ولسوالۍ  بريدونه پيل کړي وو.
نوموړي زياته کړه،که چېرې امنيتي ځواکونه په خپلو کې همغږي ونه کړي  او ژر تر ژره نوزاد ولسوالي بېرته  له وسله والو ونه نيسي، نو نږدې ده چې نورې شمالي ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته ولويږي.
د عليزي په وينا، همدا اوس په موسی کلا  او کجکي ولسواليو کې هم طالبانو خپل تشکيلات زيات کړي دي او دغه ولسوالي تر سخت ګواښ لاندې دي.
نوموړى وايي، ځيني امنيتي مسوولينو په خپلو دندو کې بې پروايي کړې او بايد ترې  پوښتنې وشي.
د ولايتي شورا يو بل غړي، عبدالمجيد اخند زاده  هم وايي چې په نوزاد او په ټوله کې په شمالي ولسواليو کې يواځې پوليس له  طالبانو سره جګړه کوي، ملي اردو او نور ارګانونو يې تماشا کوي او نه يې هم مرستې ته ورځي.
د ده  په وينا، د تېرو څو مياشتو  پر مهال پوليسو وښوده چې د خپل ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې جنګېږي او همدا لامل دی چې ډېره مرګ ژوبله هم پوليسو ته اوړي.
دى وايي، همدا پوليس دي چې د وسله والو مخالفينو مخه يې نيولې ده.
اخندزاده وويل چې پوليس ٢٤ ساعته جګړه کوي، خوب او خوړو ته هم وخت نه لري .
په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازی، محمد هاشم الکوزي هم په نوزاد کې د ملي اردو  د ځواکونو بې پروايي او له پوليسو سره د مرستې نه کولو خبره کوي.
هغه زياتوي چې پوليس  امکانات او وسلې نه لري، او ملي اردو بيا ورسره مرسته نه کوي.
د الکوزي  په وينا، په نوزاد کې په تېرې دوه ورځنۍ جګړه کې ۹ پوليس او ۷ د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.
خو يوې امنيتي سرچينې وويل چې تر دې مهاله په دې جګړه کې ١٨ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي دفتر بيا وايي چې د نوزاد  ولسوالي تر دې مهاله طالبانو نه ده نيولې او ځواکونو يې له سيمو څخه تکتيکي شاتګ کړى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په نوزاد کې يې ١٥ تنه د دولت وسله وال مخالفين وژلي دي.
قول اردو د ولايتي شورا او الکوزي خبرې ردوي او زياتوي  چې دوى د امنيتي ځواکونو بدنامۍ پسې را اخيستې ده.
بل خوا مسوولين وايې چې د همدې ستونزو د حل په موخه د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق هم هلمند ته راغلى دى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.