د بلخ ولايتي شورا يو پخوانى وکيل له ځانمرګو سره د مرستې په تور نيول شوى

مزارشريف (پژواک، ٦ زمرى ٩٤): د  بلخ د ولايتي شورا ځيني غړي وايي چې د دې شورا يوه پخواني غړي د ولايتي شورا پر ودانۍ د وسله والو مخالفينو پر مرسته د بريد پلان درلود چې شنډ کړای شو.
د يادې شورا غړي محمدامين دره صوفي د زمري په ۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايتي شورا پخواني غړي چې په دې دوره کې ولايتي شورا ته لاره پيدا نه شوه کړای؛ نو پر شورا يې د بريد پلان درلود.
نوموړي زياته کړه چې دوی ته د رسېدلو او راټول شوو معلوماتو پر بنسټ د ولايتي شورا پخواني غړي عبدالرشيد دوران هڅه کوله چې د وسله والو مخالفينو پر مټ د ځانمرګو په مرسته د بلخ د ولايتي شورا پر ودانۍ بريد وکړي.
د هغه په وينا، عبدالرشيد نن سهار د همدې هڅې په تور د بلخ د ملي امنيت له خوا نيول شوی دی.
د ولايتي شورا غړي محمدامين وويل چې څه موده وړاندې د پخواني وکيل عبدالرشيد د ولايتي شورا نږدې ټولې خونې د انګړ منځ او په کې ولاړ موټر په شکمنه توګه ليدلي وو چې د پلان کړي بريد لپاره عملي ګام پورته کړي.
نوموړي زياته کړه، دوی ته معلومات رسېدلی وو چې عبدالرشيد د وسله والو مخالفينو په مرسته ځيني ځانمرکي بريدګر د بلخ پر ولايتي شورا د بريد لپاره چمتو کړي خو پلان يې له عملي کېدو مخکې شنډ شو.
د هغه په وينا، نږدې لس ورځې وړاندې په کابل کې ځيني کسان د ځانمرګو بريدګرو په تور ونيول شول چې ملي امنيت رياست ته يې د عبدالرشيد دوران په مرسته د بلخ پر ولايتي شورا د بريد کولو پخلی کړی و.
محمد امين وويل چې له همدې امله نن د ولايتي شورا پخوانی وکيل عبدالرشيد دوران د بلخ د ملي امنيت له خوا نيول شوی دی.
د بلخ له ملي امنيت سره په اړيکه نيولو کې بريالي نه شوو؛ خو د بلخ امنيتي مسوولين وايي چې له دې پېښې څخه په پوره توګه معلومات نه لري.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمنوال عبدالرزاق قادري پژواک ته وويل چې له يادې موضوع د خبريالانو د اړيکو نيولو له لارې خبر شوی او بس.
نوموړي زياته کړه چې که ممکن ملي امنيت د ولايتي شورا پخوانی وکيل عبدالرشيد دوران د دغه بريدګر پلان په تور نيولی و، نو دوی يې په اړه معلومات نه لري.
خو د بلخ د ولايتي شورا رييس محمدابراهيم خيراندېش بيا د دې مسئلې پخلی وکړ چې د ولايتي شورا پخواني وکيل د ولايتي شورا پر ودانۍ د بريد پلان درلود او له همدې امله د ملي امنيت له خوا نيول شوی دی.
پژواک بار بار هڅه وکړه چې د يادې مسئلې په تړاو د عبدالرشيد دوران نظر ترلاسه کړي؛ خو د ټيلېفون شمېره يې بنده وه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.