خيراندېش: د بلخ په ټولو دولتي ادارو کې فساد شته

مزارشريف (پژواک، ٢٦ غبرګولى ٩٤): د بلخ د ولايتي شورا رييس وايي چې د دغه ولايت په ټولو دولتي ادارو کې فساد شته؛ خو کچه يې توپير کوي.
د ولايتي شورا رييس محمد ابراهيم خيراندېش د غبرګولي په ۲۶مه په مزارشريف کې د ښځو او ځوانانو د ملاتړ ټولنې له خوا د اداري فساد پر وړاندې د خپلې ترسره شوې سروې د راپور وړاندې کولو د غونډې په څنډه کې دغه څرګندونې پژواک خبري اژانس ته وکړې.
د ښځو او ځوانانو د ملاتړ ټولنې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د فساد او د فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه د ټولنې د بېلابېلو اړخونو له ۳۰۰ کسانو سره خبرې اترې کړې دي.
د دې ټولنې مشره مېرمن نيلوفر سيار پژواک ته وويل چې له دغو خبرو اترو څخه چمتو کړای شوی، راپور په ډاګه کوي چې په ټولو دولتي ادارو کې په بېلابېلو بڼو فساد شته.
نوموړې رشوت، اختلاس، له مقام څخه ناوړه ګټه پورته کول، د ځمکو غصب او باج اخيستنه په دولتي ادارو کې د فساد د بېلګو د ياد وړ بڼې وګڼلې.
د بلخ د ولايتي شورا رييس محمدابرهيم خيراندېش د ښځو او ځوانانو د ملاتړ ټولنې له خوا د فساد پر اړه د وړاندې شوي راپور د پخلي تر څنګ، د دغه ولايت په ټولو دولتي ادارو کې د فساد پخلی کوي.
هغه پژواک ته وويل چې په ټولو دولتي ادارو کې فساد شته؛ خو توپير دومره دی چې کچه يې فرق کوي.
نوموړي زياته کړه: ((کله چې له دولتي ادارو پوښتنه کوې، نو وايي، چې هر څه ګل ګلزار دي؛ خو چې کله د فساد په اړه له خلکو واورې نو په ټولو دولتي ادارو کې د فساد له شتون څخه انکار نه شي کېدی.))
د هغه په وينا، له کومې دولتي ادارې سره چې خلک ډېر سروکار لري، همالته فساد هم ډېر دی.
خيراندېش د عامې روغتيا، پوهنې، څارنوالي او محکمه له هغو دولتي ادارو وګڼلې چې اداري فساد په کې ډېر دی.
نوموړي د بلخ د پوهنې رياست په اړه وويل چې د ښوونکو په اخيستل شوې ازموينه کې داسې کسان بريالي شوي چې له سلو يې ۴۵ نومرې وړي؛ خو داسې کسان په کې بيا ناکام ښودل شوي،  چې له ۹۰ تر سلو نومرو پورې يې وړې دي.
هغه د فساد پر وړاندې د روانې مبارزې د سستوالي يو لامل د ولايتي شورا، مدني ټولنو او د رسنيو نا انډوله چارې په ګوته کړې.
د ولايتي شورا رييس وويل: ((کله چې هم ولايتي شورا، مدني ټولنو او رسنيو په رښتيني توګه د دولتي ادارو په اړه راپورونه چمتو کړل او د خلکو ستونزې يې په ډاګه کړې نو د فساد کچه هم را کمېږي.))
نوموړي زياته کړه چې د دولتي کارمندانو په ګومارنه کې بايد له رښتينولۍ څخه کار واخيستل شي.
د هغه په وينا، هر دولتي رييس چې له لسو کلونو ډېره په يوه دنده کې پاتې کېږي؛ نو يا فاسد دی او يا هم قوي واسطه لري.
د بلخ دولتي مسوولين د دغه ولايت په دولتي ادارو کې د فساد له شتونه انکار نه کوي؛ خو وايي چې پر وړاندې جدي چارې هم روانې دي.
د ولايت مقام سکتوري او تخنيکي رييس ذبيح الله اختري وويل چې د اداري فساد په اړه د ښځو او ځوانانو د ملاتړ ټولنې وړاندې شوې راپور تر يو ځايه ښه راخيستل شوی دی.
نوموړي زياته کړه چې بلخ هم د افغانستان يوه برخه ده او دلته هم په دولتي ادارو کې له فساد څخه انکار نه شي کېدی.
اختري هم د دې مسئلې پخلی وکړ چې په هغو دولتي ادارو کې د فساد کچه لوړه وي، چېرې چې خدمتونه وړاندې کېږي.
نوموړي زياته کړه چې د بلخ په همدغه ډول ادارو کې د فساد له شتون څخه انکار نه کوي؛ خو دا هم وايي چې پر وړاندې يې چارې هم ترسره کړې دي.
د هغه په وينا، کله چې د فساد له شتون څخه خبري شوي، نو پر وړاندې يې قانوني چلند کړی دی.
د بلخ ولايت مقام سکتوري رييس اختري د اداري فساد د مخنيوي لپاره دغه ډول ټولنيزې هڅې تاييدوي او نېک ګام يې بولي.
نوموړي زياته کړه چې د اداري فساد پر وړاندې روانه مبارزه بايد د هېواد په کچه سراسري بڼه غوره کړي چې له مدني ټولنې پرته د ټولنې ټولې خواوې په کې برخه واخلي.
د ښځو او ځوانانو د ملاتړ ټولنې مسوولې مېرمن نيلوفر سيار وويل چې په راپور کې خلکو د فساد د مخنيوي لپاره لارې چارې هم وړاندې کړې دي، که حکومت يې د عملي کېدو هڅې وکړی؛ نو لرې نه ده چې د فساد کچه ورسره خورا کمه شي.
مېرمن سيار د قانون حاکميت، د وړ کسانو په دندو ګومارل، د خپلو خپلوانو پر دندو له ګومارنې مخنيوی، د دولتي کارمندانو د معاشونو په اړه فکر او د حکومتدارۍ په سيستم کې جدي بدلون د فساد د مخنيوي لپاره لومړنۍ او اړينې چارې وبللې.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.