يک افغان کهن سال : نيروهاى مسلح تقويه شوند

يو ٥٢ کلن افغان حاجي ستانه ګل وايي : (( نيمه ډوډۍ بايد وخورو، خو خپل پوځ پياوړى کړو، ترڅو بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او افغانان خپل کور په خپله وساتي .))
د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ د ښوېندې د کلي اصلي اوسېدونکي، حاجي ستانه ګل د روسانو پر وړاندې د افغانستان د خلکو په جهاد کې ونډه لرله، خو دا مهال د  پاکستان د سرحد ايالت په اکوړه خټک  کمپ کې اوسي او هلته دشاتو د مچيو کاروبار کوي .
نوموړي د تلې په ٥مه، له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې که د افغانستان د ستونزې د هواري غوښتونکې وي، نو له افغانانو سره دې د وسلوال پوځ په پياوړي کېدو کې مرستې وکړي .
دغه راز هغه له افغان حکومت او ولسمشر څخه هم غواړي، چې د پوځ پياوړتيا ته ډېره پاملرنه وکړي او د داسې تنخواګانو لارې چارې ورته ولټوي، چې د هغوى ورځنۍ اړتياوې پوره کړي.
دده په اند، که افغان وسلوال پوځ پياوړى نه شي، په هېواد کې امنيت نه شي ټينګېداى او بهرني ځواکونه هم، د امنيت په ټينګښت کې موثريت نه لري.
دى زياتوي : (( بهرني پوځونه په ملک کې نه منل کېږي، که د اسلامي هېوادونو پوځونه هم راشي نه منل کېږي، خپل کور به  زه په خپله ساتم . ))
دا مهال په افغانستان کې له څلوېښتو نه د ډېرو هېوادونو شاوخوا ١٠٠ زره پوځيان، د افغان دولت د وسلوالو مخالفينو ( طالبانو او د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي) پر وړاندې پر جګړه بوخت دي .
د حاجي ستانه ګل په اند، که افغان وسلوال پوځ لکه څنګه چې ښايي پياوړى نه شي، نو د بيا ودانولو کارونه هم ځکه موثريت نه لري، چې د امنيت د نه ټينګښت او جګړو په صورت کې که هرڅه جوړ هم شي، بېرته ورانېږي .
نوموړى د افغانستان جغرافيايي موقعيت او ګاونډيو هېوادونو ته په اشارې سره وايي، چې افغانستان پرته له پوليسو او د ملي امنيت له ځواکونو، بايد لږ تر لږه ٥سوه زره په ښو وسلو سمبال د ملي اردو ځواک ولري.
د ده په خبره، که نړيواله ټولنه په رښتيا وغواړي، نو دا کار شونى دى، چې افغانستان ډېر ژر د يوه ځواکمن پوځ لرونکى شي او په دغه هېواد کې د بهرنيو پوځونو د شتون اړتيا لرې شي .
ستانه ګل د وسلوال پوځ ياده شوې شمېره ياده کړه او ويې وويل : ((  زموږ حکومت بايد متوجه شي، ٣٤ ولايتونه او له ګاونډيو هېوادونو سره دومره اوږدې پولې په دې پوځ نه کنټرولېږي.))
د هغه په باور، که افغان پوځ پياوړى شي او بهرني ځواکونه له هېواده ووځي، د دولت وسلوال افغان مخالفين به هم له مخالفت څخه لاس واخلي .
د هغه په وينا، که بهرني پوځونه له افغانستان څخه ووځي او اسلامي قانون په هېواد کې نافذ وي، نو د دولت وسلوال مخالفين به ولې او د څه لپاره جګړه کوې؟
دى زياتوي : (( طالب او حکمتيار د افغانستان سړي دي، په مېز به سره کېنو او دا مشکل به حل کړو.))
نوموړى د بهرنيو لاس وهنو په اړه وايي چې که افغانستان پياوړى پوځ ولري، سرحدونه به يې وساتل شي او بهرنۍ لاس وهنې به بندې شي .
هغه د بېلګې په توګه وايي : (( کور چې دروازه ونه لري، نو څيروونکي حيوانات به راځي او چرګان به يې وړي، خو که دروازه ولري، هر څه به يې امن وي . ))
خو د ستانه ګل په خبره، که له افغانستان څخه بهرني ځواکونه ووځي او دغه هېواد پياوړى پوځ ونه لري، نو نه يواځې دا چې افغانستان به پر کنډواله بدل شي، بلکې ګاونډي هېوادونه به يې هم ورسره د اور په لمبو کې وسوځي.
نوموړي د مرکې په پاى کې له ټولو افغانانو وغوښتل، چې د خپل هېواد د جوړېدو لپاره ګډ کار وکړي