Charbulak chief says situation improving

مزارشريف (پژواک ١٩ ورى ٩٢): د بلخ د چهاربولک ولسوال وايي، چې دغه ولسوالۍ بيارغونې ته اړتيا لري او له همدې لارې د ولس او حکومت تر منځ د شته واټن د کمېدو په هڅه کې دی.
د چهاربولک ولسوال ذبيح الله زاهد د وري په ۱۹مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې په دې ولسوالۍ کې د تېرو ناامنيو او د بيارغونې د ټکني توب له امله د ولس او حکومت تر منځ واټن پيدا شوی و.
نوموړی، چې له تېرو دوه نيمو مياشتو راهيسې ولسوال ټاکل شوی، زياته کړه، چې د ولسوالۍ په ادارو کې د فساد د شتون او د امنيتي ځواکونو د کمښت له امله امنيتي حالت هم ډاډمن نه وو او دوى يې اوس د سمون په هڅه کې دي.
د هغه په وينا، په دې وروستيو کې د سيمه ييزو پوليسو د ۳۰۰ کسيز تشکيل له جوړېدو او په دولتي ادارو کې د فساد پر وړاندې د پيل شوې مبارزې له امله د خلکو او دولت ترمنځ په شته واټن کې څه ناڅه لږوالى راغلى دى.
زاهد وويل، چې له همدې امله دمګړۍ د دې ولسوالۍ امنيت په نسبي توګه د ډاډ وړ دی.
خو نوموړي زياته کړه، چې ياده ولسوالۍ په هراړخيزه توګه بيارغونې ته اړتيا لري.
د هغه په وينا، د تېرو څو کلونو په ترڅ کې د تېرو ولسوالانو د ناسمو خدمتونو د وړاندې کولو له ا مله، د کرنې، روغتيا او پوهنې په برخو کې شوي کارونه د نشت برابر دي.
د چهاربولک ولسوال د يادې ولسوالۍ د کرنې پر وړاندې د شته ستونزو په اړه وويل، چې کروندګر د کرنيزو اوبو د کمښت له جدي ستونزې سره مخ دي.
ذبيح الله زاهد زياته کړه، چې په دې اړه يې د بلخ ولايت له سيمه ييزو چارواکو سره خپلې ستونزې او وړانديزونه شريک کړي دي.
د هغه په وينا، که چېرې د اوبو د ستونزې د حل په موخه له ژورو څاګانو ګټه واخيستل شي او له کروندګرو سره د باغونو جوړولو په برخه کې، چې کمو اوبو ته اړتيا لري، مرسته وشي، نو د کرنې په برخه کې به شته ستونزې يو څه کمې شي .
زاهد همداراز په چهاربولک ولسوالۍ کې د روغتيا په برخه کې د کمو خدمتونو له وړاندې کولو سر وټکاوه.
نوموړي زياته کړه، چې په دې ولسوالۍ کې ۱۲۰ کلي دي؛ خو يواځې ۷ کلينيکونه لري، چې عامو خلکو ته د روغتيا په برخه کې لومړنۍ اسانتياوې هم نه شي برابرولی.
د هغه په وينا، د ټولې ولسوالۍ په کچه يو روغتون ته جدي اړتيا لري، چې د لرې پرتو کليو اوسېدونکي ورته لاسرسۍ ولري.
د چهاربولک ولسوال د يادې ولسوالۍ د پوهنې په برخه کې شوې چارې نيمګړې وبللې او له سيمه ييزې ادارې يې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
نوموړي زياته کړه، په ټوله ولسوالۍ کې ۴۰ ښوونځي لري، چې ۲۵سلنه يې ودانۍ نه لري.
د هغه په وينا، په دې ولسوالۍ کې د زده کړو بهير د کيفيت له پلوه هم خورا کمزوری دی، چې له امله يې په سمه توګه زده کوونکو ته درسي اسانتياوې نه دي برابرې شوي.
د چهاربولک اوسېدونکي هم په دې ولسوالۍ کې د بيارغونې د چارو د ګړنديتوب غوښتنه کوي.
د چهاربولک ولسوال وويل، چې په ولسوالۍ کې د ناامنيو د پيدا کېدو له ټولو ستر لامل د بيارغونې د چارو ټکني توب دى.
نوموړي زياته کړه، که چېرې د دې ولسوالۍ د خلکو ستونزې تر يو ځايه حل شي؛ نو د خلکو او حکومت تر منځ به شته واټن په پوره توګه له منځه ولاړ شي او ورسره به امنيت هم په بشپړه توګه ښه وي.
چهاربولک د مزارشريف او شبرغان پر لويه لاره پرته ولسوالۍ ده، چې تېر کال د بلخ ولايت له ناامنو ولسواليو ګڼل کېده؛ خو له څه مودې راهيسې د يادې ولسوالۍ امنيتي حالت يو څه ډاډمن دی.