Governor;

غزني ښار (پژواک ٢٢ ورى ٩١): د غزني والي وايي، چې د ولسي جرګې له لوري د کلنۍ بودجې له تصويبېدو وروسته به په غزني کې د ٢٠١٣ زېږديز کال لپاره لويې پراختيايي او پرمختيايي پروژې پيل شي.
د غزني والي موسى خان اکبر زاده له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې د دغو پروژو لومړنۍ چارې بشپړې شوې او د روان کال د غويي مياشتې په لومړيو کې به يې عملي کارونه هم پيل شي.
د ده په خبره، په دغو کې تر ټولو لويه پروژه د اسلامي ثقافت مرکز او په هغې کې د جامع جومات، سرپټى بازار، جمنازيوم، مېلمستون، هوايي ډګر،پنځه ستوريز هوټل، ۲۷دوه پوړيزې ودانۍ او يو شمېر نورې لويې او کوچنۍ پروژې شاملې دي.
نوموړي زياته کړه،چې پر دغو ټولو پروژو به په يو مهال کار پيل شي او تر ٣٠ ميليونه ډالرو پورې به لګښت پرې راشي.
والي وويل: ((په دغو پروژو كې به ٢زره بې روزګارو كسانو ته د كار زمينه برابره شي او دا چې وخت لږ دى، نو د قرارداديانو له لوري به پرې د ورځې او شپې كار كېږي.))
اکبرزاده زياته کړه، پر کوم ځاى چې د اسلامي ثقافت مرکز جوړيږی، هلته دغه مهال د ملي اردو قرارګاه پرته ده او د ملي دفاع له وزارت څخه يې وغوښتل، چې هر څومره ژر چې کېږي د ملي اردو سرتېري خپلې نوې جوړې شوې قرارګاه ته ولېږدوي.
د هغه په وينا، د دې ترڅنګ به تر ۲۰۱۳ کال پورې په ښار کې ۷۰ کيلومتره سړکونه هم پاخه کړي، چې ۳۰ کيلومتره يې په ۱۳۹۰ کال کې پوخ شوى دى.
د ده په خبره،دغه راز به په ښار کې د موټرو تم ځايونه، عصري حمامونه، پارکونه هم ورغول شي.
دى وايي، چې د دغو پروژو لپاره لس ميليونه ډالر افغان دولت، اوه ميليونه په غزني کې مېشت د پولنډ هېواد او درې ميليونه د امريکا هېواد د ولايتي بيارغونې ډلو له لوري ورکول کېږی.
والي د ماليې پر وزارت نيوکه وکړه، چې بودجه پر خپل وخت نه ورلېږدوي او زياته يې کړه: (( په تېر ۱۳۹۰ کال کې په غزني کې تر ۱۵ ميليونه ډالرو ډېرې پيسې نه دې لګېدلې او علت يې د بودجې پر وخت نه لېږدول و.))
د ده په خبره، په ۲۰۱۰ زېږديز کال کې د غزني لپاره د ولسمشر کرزي له خوا لس ميليونه ډالر منظور شوي وو،خو تراوسه هغه پيسې د ماليې وزارت نه دې ورلېږلي او سږ کال هم لس ميليونه د ولسمشر له خوا ورته منظور شوي دي.
د غزني والي هيله وښوده، چې که چېرې د ماليې وزارت دغه ټولې پيسې پر وخت غزني ته ولېږدوي، نو دوى به په غزنی کې د ۲۰۱۳ کال لپاره ۸۰ سلنه کارونه ترسره کړي.
نوموړي د اطلاعاتو کولتور وزارت هم په نه پاملرنې تورن کړ او ويې ويل، چې دغه وزارت پر لسو تاريخي ابدو کار پيل کړی و، خو په نيمايي کې يې چارې پرېښودې.
غزني په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې د ليبيا په طرابلس ښار کې د اسلامي هېوادونو د کلتوري وزيرانو په ګډه غونډه کې د ٢٠١٣ کال لپاره د اسلامي نړۍ د تمدن او فرهنګ پلازمېنه ونومول شو.
خو بل پلو د غزني ښار يو شمېر اوسېدونکي بيا پر افغان دولت نيوکه کوي او وايي، چې دولت يواځې ژمنې کوي او د عملي کېدو څرک يې نه لېدل کېږي.
د غزني د ولايتي شورا يو شمېر غړي وايي، له کله چې غزني په ۲۰۰۷ زېږديز کال کې د اسلامي هېوادونو پلازمېنه ونومول شو، له هغه وخته راهيسې د افغان دولت او بهرنيو موسسو له خوا يواځې ژمنې اورېدل کېږي.
د ولايتی شورا يو غړی جمعه خان تره کي پژواک اژانس ته وويل: ((دا منم چې غزني ته د افغان دولت او بهرنيو موسسو پام را اوښتی، خو يواځې راځي ژمنې کوي او دا ژمنې همداسې د کاغذ پر مخ پاتې کېږي او هېڅ عمل نه پرې کېږي.))
د ده په خبره، له هغه وخته راهيسې اوه کاله تېر شول، خو تر اوسه داسې کار نه دی شوی، څومره چې تمه کېده.
د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع هم دولت په دې تورنوي، چې د دغه ولايت د بيارغونې، روغتيا او امنيت په برخو کې يې ګټور ګامونه نه دي اخيستي.
د هغه په وينا، دغه مهال د ولسواليو اوسېدونکي پوره روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري، ولسواليو ته غځېدلي سړکونه خام دي او له تېرو پنځو کلونو راهيسې د ناوې ولسوالۍ د وسلوالو مخاليفينو په لاس کې ده.
د ده په خبره، ۲۰۱۳ کال ته يواځې لس مياشتې وخت پاتې دی، په اوو کلونو کې چې څه ونه شول، په لسو مياشتو کې هم نه کېږي.
د يو شمېر خلکو په وينا، که چېرته د غزني بيارغونې، امنيت او روغتيا ته دولت پوره پاملرنه ونه کړي، تر ۲۰۱۳ زېږديز کال پورې به وخت په ژمنو تېر شي او دا وېره شته، چې غزني به د اسلامي هېوادونو د پلازمېنې وياړ له لاسه ورکړي.