governor

غزني ښار (پژواک د ٣٠ لړم ٨٩): د غزني والي موسى خان اکبرزاده وايي، چې د دولت د وسلوالو مخالفينو يوې ډلې ورسره منلې، چې نور به له جګړې لاس اخلي او خپلې وسلې به حکومت ته وسپاري.
اکبرزاده، دغه څرګندونې د لړم په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.
هغه، د دې وسلوالو کسانو کره شمېره ونه ښوده، خو زياته يې کړه، چې دغه ډله به په راتلونکيو نږدې ورځو کې رسنيو ته ښکاره کړي.
والي، د طالبانو د دې ډلې را اوښتل اغېزمن بولي او زياتوي، چې د سولې د پرمختګ او په غزني کې د ناامنۍ د ګراف په راټيټېدو کې به ښه اغېز ولري.
د غزني والي موسى خان اکبرزاده، د لړم په ١٢مه، د خلکو او قومي مخورو يوې غونډې ته ويلي و، چې د طالبانو له درېيو قوماندانانو سره يې مخامخ ليدلي دي.
د ولايتي شورا مرستيال امان الله کامراني هم له حکومت سره د وسلوالو يو ځاى کېدل، د جګړې په کمېدو کې اغېزمن بولي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د دې طالبانو راتګ به نور وسلوال دې ته وهڅوي، چې له جګړې لاس واخلي او خپل عادي ژوند غوره کړي.
خو د ولايتي شورا مرستيال وايي، هغو مخالفينو ته چې له جګړې لاس اخلي، بايد د کار زمينه برابره شي او په راتلونکي کې په ټولنه کې ورګډ شي.
کامرانى زياتوي، چې تر دې مهاله له طالبانو سره د خبرو او دغه راز له حکومت سره د وسلوالو د يوځاى کېدو په اړه، رسمي خبر نه دى ورته رسېدلى.
دغه راز عام خلک او قومي مشران هم، له جګړې څخه د وسلوالو د لاس اخيستو هرکلى کوي.
د قره باغ ولسوالۍ د ځايي شورا يو غړى حاجي وکيل، د حکومت او وسلوالو ترمنځ د خبرو او له جګړې څخه د وسلوالو لاس اخيستل، د سولې پر لور يو ښه ګام بولي.
ډېرى خلک په دې باور دي، که د دولت وسلوالو مخالفينو ته د ژوند تضمين ورکول شي او په ټولنه کې ورګډ شي، ناکراري به راکمه شي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه د يادې شوې ډلې د تسليمېدو په اړه، څه نه دي ويلي.