د بغلان اوسېدونکى اته ويشت کلن امين مياخېل وايي:" د زراعت پوهنځي فارغ يم يو نيم کال کېږي چې کار لټوم، له ډېرو دولتي او غير دولتي ادارو مې د کار غوښتنه کړې، خو د کاري تجربې او نورو پلمو په نوم لا هم وزګار پاتې يم، زه څه وکړم؟" له فقر، لوږې او بې کارۍ سره زياتره افغانان لاس او ګريوان دي، لامل يې په څه کې وينئ او له دغه افته څنګه خلک ژغورلى شئ ؟
وزګارتيا او بېوزلي زموږ د ملي حيات له افتونو او ګواښونو څخه شمېرل کېږي او علت يې هم د کره پلان او د افغانستان له د پراختيا له پلان سره نه همغږي ده. زموږ په پروګرامونو کې" اقتصادي پراختيا" او " اشتغال" د اقتصادي کړنلارې په زړه کې ځای شوي. له دې لارې به له وزګارتيا، بې وزلۍ او محروميت سره مبارزه وکړو او د اقتصادي بنسټونو لوړول، د ‌طبيعي سرچينو لوړول او بنسټيزو خدماتو ښه کولو شاخصونه به په پياوړې بڼه اهتمام کړو.
د کاري فرصتونو په برخه کې مو د نوو کاري کدرونو او ځوانانو لپاره لاندې فعاليتونه په نظر کې نيولي دي: - د ځوانانو لپاره د کاري بوختياوو رامنځته کول. - په ټولنيزو، سياسي او فرهنګي چارو کې د ځوانانو پراخ ګډون ته زمينه مساعدول. - د فکري او رواني پياوړتيا او د علمي کچې او عامه پوهاوي د لوړولو په برخه کې ځوانانو ته د علمي او ټولنيزو مرکزونو رامنځته کول. - د قوميت پر ځاى دوړتيا له مخې په بېلابېلو کچو د کارکوونکو ګومارنه. - د سياسي، مذهبي، ژبنيو او مليتي اړيکو په نظر کې نيولو نه پرته هېوادوالو ته خدمات وړاندې کول.
لومړی لامل یې دیوداسې باثباته نظام نشتوالی دی، چې هغه کاري فرصتونه اوبرنامه ولري.عادل وي اوکارپه کې داهیلت اوکفایت له مخې وي.ددې لپاره چې دفقر اوبې وزلۍ کچه راټیټه شي ،دغه اقدامات په کاردي. دغوره اقتصادي حکومتوالۍ لپاره اقدامات -مشخصو سکتورونو ته دودې شرایط برابرول -دیوتولیدي نظام لپاره سیاسي ،اقتصادي اوتخنیکي اجماع جوړول -دکارموندنې لپاره مشخصې ژمنې اوپروګرامونه داهغه برخې دي، چې په ترسره کولوسره یې دبې وزلۍ اوفقر مخه نیول کېږي.هربرخه بیاځانته تشریح غواړي.دیومتحرک ،ملي اوتولیدي اقتصادي نظام په رامنځته کېدو سره پانګه والو په تېره ځوانانو ته ګټور کار پیداکړي.
پورتهاقداماتچېمایادکړلکهعمليشينودزراعتدمتخصیصنولپارهبهاړتیاهموياودویتهبهکارپیداشي. دزراعتيموادواوتخمونودتولیدپروژې،دزراعتيفارمونوجوړښت،دزراعتيحشراتواودهرزهبوټودلهمنځهوړلولپارهددواګانوواردول. دفقر،لوږې اوبېکاریڅخهدژغورنېلارې:  دزراعتعصريکېدل  دلویواووړو صنعتيفابریکوجوړښت.  دبګرامیواودګلبهاراوپلخمريد رختجوړولودفابریکواحیا.  دکندوزدسپینزرشرکتاحیااوپاملرنهاودپنبې تولید،پروسساوصادرولولپارههڅې.  دافغانستانلهلارې نوروملکونوتهدخدماتولپارهبایدمواقعفراهمشي.  داوبودنهرونولویواووړوبندونوجوړښت.  پهشمالکېدتېلواوګازودڅاګانوترمیم.  دمعادنوداستخراجپههکلهدبهرنۍپانګونېلپارهشرایطاوزمینهبرابرول  وړولاسيصنایعوتهودهورکول.  دفسادمخنیویترڅولهبهرنیومرستواودداخليبودیجېګټهواخيستلشی.  دفېشنياوغیرضروريموادود واردولومخنیوىاویادزیاتګمرګوضعکول.  دکورنيوتولیداتواستعمالاودهغویپرځایدخارجيشیانودواردولومخنیوی.زموږتولیداتبهخرڅلاوولريهمبه دکاردپیداکېدولاملشي.  داسېډېرنوراقداماتدکاردپیداکېدو لپاره مرسته کوي،فقراولوږه ختموي.
ستاسې پوښتنه تقريباً سره ورته ده، په افغانستان کې د وزګارتيا لوړه کچه ستاسې په څېر ما هم ځوروي، هيله لرم چې ستاسې کوښښونه نتيجه ورکړي او په کار کې شامل شي،د بېوزلۍ کمښت او دکار پيدا کول زموږ په کاري پروګرامونو کې شته. موږ به انشاءالله کوښښ وکړو چې په دولت کې هم فرصتونه او هم د تمويل امکانات پيدا شي او هم په خصوصي برخه کې د ځوانانو د کارموندنې لپاره همغږي تر سره کړو، په دې برخه کې زموږ پروګرام دا دى چې له ځوانانو سره کاري زمينې وپلټو. موږ به سرچينې او کاري فرصتونه په عادلانه ډول ووېشو، زموږ د خلکو اقتصادي وضعيت خراب دى، پوهېږو، خو په دې برخه کې عدالت هم ددې لامل ګرځي، چې د شخصي عايداتو په برخه کې د افراط او تفريط مخه ونيول شي، په دې برخه کې موږ پر خصوصي سکتور، کورنـۍ او بهرنۍ پانګونې حساب کوو، چې نوېکاري فرصتونه او دندې پيدا کوي.