د لغمان اوسېدونکى بزګر ٣٨ کلن محمد شعيب وايي:" کله چې زموږ کرنيز حاصلات بازار ته راشي قيمت يې ډېر ارزانه وي او په ارزانه بيه له افغانستان څخه بهر ته صادرېږي، هلته په سړو خونو کې ساتل کېږي او بېرته پر موږ په لوړه بيه خرڅېږي. حکومت په تېرو دوولسو کلونو کې موږ ته سړې خونې جوړې نه کړې." افغانستان د خلکو د ژوند مهمه سرچينه کرنه ده، د کرنيز سيستم د عصري کولو لپاره به ستاسو د حکومت پلان څه وي؟
کرنه او مالداري زما د کاري پروګرام په لومړيتوبونو کې ده. دا چې زموږ د هېواد ډېرى خلک بزګران دي او د هېواد له مهمو اقتصادي سرچينو څخه ګڼل کېږي، موږ په خپل اقتصادي پروګرام کې "د کليوالو سيمو په پراختيا کې ښه والى ستراتيژي " کې کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ او د صادراتو او وارداتو تر منځ تعادل ته پاملرنه، د خصوصي، دولتي او مختلط سکتور همکاري، چې دا ډول مو د کرنې په مکانيزه کېدو، د کرنيزو محصولاتو د کيفيت لوړولو، بڼوالۍ، مالدارۍ او همدارنګه د غوره بازار موندنې په برخه کې د يادو شوو محصولاتو لپاره رهبري کوو.
د کرنې په برخه کې لاندې پروګرامونه لرو: - د کورني توليد ملاتړ. - کروندګرو ته د کرنيزو او اصلاح شوو تخمونو او کيمياوي سرو ورکول. - دکرنيزو کوپراتيفونو رامنځته کول او ملاتړ. - په ټولو ولايتونو کې د سړو خونو جوړول او پراختيا. - د کرنې په برخه کې له خصوصي سکتور ملاتړ او د اړينو اسانتياوو رامنځته کول.
دافغانستاندتازهمېووپههکلهزیاتېستونزېشتهچېباغدارانهمورسرهمخدي. بایددالاندېکارونهوشی: • لهتازهمېووڅخهدجایزومشروباتودتولیدلپارهدولتياوخصوصيسکتورفعالشي. • بایددمېوولپارهسړېخونېجوړېشي. • دمېوودصادرولولپارهجديپاملرنهوشياوپه دېهکلهزارعیناوباغدارانتشویقشي.دمېوودخرڅلاولپارهنړیوالمارکېټتهشرایطمساعدشي. دکرنېدعصریکولوپهبرخهکېلانـدېچارېدپاموړدي: • داصلاحشووتخمونوپیداکولاوپهلږهبیهیاوړیادکرنیزوموادووېشل. • په داخلکېدسرېدفابریکوپراختیااودنووفابریکوجوړښت. • دزراعتدتراکتورونواوعصريماشینونوراوړل. • داوبواوبرېښنادبندونوپههکلهجدياقدامات. • داوبو دلویواووړوبندونوخورازیاتامکاناتشته. د جوړولو له لارېپهداخلکېدبرېښنااړتیاپورهکېږياوبهرتهدصادرېدوامکانپيدا کېږي؛چېدابهدښواړیکویولاملهمشياودبریښناواردولواړتیاپایته رسېږي. • دمخدرهموادوپرځایدزعفرانوکښتته ودهورکړل شي.په هېواد کې دننه ورته کوچنۍکارخانېجوړېشياودصادرولولپارهيې اقداماتوشي. • شېرینبویېتهبایدپاملرنهوشي. • دننګرهاردزیتونوباغونوپروسس اوصادرولولپارهجدياقداماتپهلارهواچولشياودونودغوڅولومخنیویوشي.
له تاسې سره موافق يم، چې کرنه زموږ يوه مهمه اقتصادي سرچينه ده، په حقيقت کې افغانستان يوکرنيز هېواد دى، په ښارونو کې په مصنوعي ډول د ژوند کچې اوچتېدلو، د لومړنيو توکو، د اړتيا وړ کاليو کرايو او د بيو صعود زموږ د هېواد د کروندګرو او مالدارو ژوند له اقتصادي مضيقې سره مخ کړى دى. زموږ هڅه داده چې په لومړي ګام کې د پلور له اړخه د کرنيزو محصولاتو او کروندګرو د کورنيو د عايداتو يو ټاکلى تناسب رامنځته شي،لکه څرنګه چې کرنيز محصولات د کروندګرو د کورنيو د اړتياوو يوه برخه پوره کوي. لا هم تر وخت وړاندې ده، چې د کرنې په عصري کولو خبرې وکړو، په دې برخه کې کار کول کلونه وخت نيسي، خو بايد کار له دې برخې پيل شي او ترې وړاندې له کروندګرو سره مرسته وشي، چې د ځمکو نه د ګټې اخيستنې چاره غوره شي. د خړوبولو سيستم تنظيم شي، د غوره کيفيت لرونکې سرې ووېشل شي، له نباتي ناروغيو سره مقابله وشي،موږ په خپل پروګرام کې صنعتي توليد له کرنيزو محصولاتو څخه په نظر کې نيولى دى، د بېلګې په ډول، د سردرختۍمحصولات د مربا پر ډولونو او نورو بدلول؛ په دې برخه کې هم خلکو ته کار پيدا کېږي او هم کولى شو چې ددغو توليداتو يوه برخه له هېواده بهر صادره کړو.
موږ به د کرنې میکانيزه کولو لپاره کار وکړو او مالداري به له دوديزې بڼې عصري بڼي ته واړوو. د عرب پانګوالو پام به خپلو ميوو ته راواړو. دا ځکه چې زموږ میوې په بهرنیو هېوادونو په تېره عربو کې زیات بازار لري . د سبو په برخه کې پانګونه هم همدا ډول ده . د سبو ، میوو او لبنیاتو د تولید له لارې کولای شو، چې لسګونو زرو خلکو ته کار هم پیداشي . هڅه کوو چې زراعتي ځمکې د غاصبینو له منګولو وژغورو او هم د استوګنې لپاره ځانګړي ځایونه برابر کړو، چې د زراعتي ځمکو د له منځه وړلو مخه ونيول شي . د ملي مارکیټ په رامنځته کیدو سره کلی او ښار تړل کیږي او هېوادوال ځان د کرنې سکتور په ګټه او زیان کې شریک بولي .د دوه میليونو ټنو په ظرفیت سیلوګانورامنځته کول، دځمکو منازعاتو حل ،دولتي ځمکو ،ځنګلونو اوورشوګانو ساتلو لپاره یولس کلن ملي کادستر اودجایدادونو شرعي کولو لپاره پروګرام عملي کول زموږ برنامه ده.