ستاسوپهاند،ديوهښهولسمشرځانګړنېکومېدي؟اولهدغوځانګړنوڅخهکومېپهخپلځانکېوينئ؟
زما په نظر د يوه ښه ولسمشر ځانګړتياوې دا دي، چې بايد با تقوا مسلمان، صادق، عادل، خدمتګار، پوه، مدير او مدبر، خلاق او نوښتګر، د هېواد په اقتصادي ترقۍ، پر بيارغونه او امنيت زړه سواند او په ملي حافظه کې د ځای ځايګي خاوند وي. زما په اړه بايد د افغانستان شريف خلک قضاوت وکړي.
موږ باوري او ژمن يو، چې يو ولسمشر بايد تر ټولو کورنيو او بهرنيو ستونزو ورسېږي، ستونزو او ننګونو ته حل لارې پيدا کړي، نورې غوره ځانګړتياوې يې په لاندې ډول څرګندوم: - د وړتيا او لياقت د اصل پر بنسټ په بېلابېلو کچو د کارکوونکو ګومارل. - ټولو هېوادونو ته د خدماتو چمتو کول ،پرته له دې چېمذهبي، ژبني او مليتي اړيکې په نظر کې ونيسي. - دهېواد ټولو وګړو ته په حکومت کې د ګډون زمينه برابرول. - په ټولو برخو کې د اداري فساد سره مبارزه. - ملت ته د دولتي چارواکو د ځواب ورکونې د اصل تعميم او ملاتړ او هم د هېوادوالو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول. په پاى کې له ستر څښتن تعالى څخه غواړم، چې د اتلانو او شهيدانو ددغه ټاټوبي، چې شهيدانو يې ځانونه د غرور او وياړ لپاره قربان کړي، په خدمتګارانو کې راشم.
دیوه ښه ولسمشرځانګړنې زماله انده دادي: -عادل وي ،په تاوتریخوالي اوفاجعو کې لاس ونه لري.. -دروغ صحت خاوند وي. -ملي ګټو اوملي یووالي ته ژمن وي. -اخلاقي جراات اوکفایت ولري. - داغېزناک مدیریت وړتیا ولري. -پوره حوصله ولري. - ولسي اوهېواد شموله پوهه ولري. -دهېواد پرکورني اوبهرني سیاست برلاسی وي. - دولسمشرۍ لید یاوېژن ولري. - دهېواد له ملي شتمنیو اوظرفیتونو څخه باخبره اودمدیریت صلاحیت یې ولري. ما دخپل ماموریت په دوره کې دا ثابته کړې، چې زه دکار حوصله ،کفایت ،اخلاقي جراات اودښه مدیریت وړتیا لرم.په فساد،تاوتریخوالي ،هېڅ ډول فاجعو اووینې توېدو کې لاس نه لرم.دواړه لاسونه مې پاک دي.ولسي اوهېواد شموله پوهه مې هم جوته ده.له رسنیو سره په مرکواومناظرو کې مې علمي پوهه اواخلاقي ژمنتیا جوته شوې ده.دهېواد پرکورني اوبهرني سیاست پوهېږم. دهېواد له ملي شتمنیو اوظرفیتونو څخه باخبره یم ،دخبرتیاله مخې یې دمدیریت صلاحیت هم لرم.ملي ګټواوملي یووالي ته مې ژمنتیادژوند یواصل دی.زه ۱۸ساعته کارکوم ،نو ۱۸ساعته کارکول زما دروغتیاښکارندوي کوي.له الله (ج) څخه شکرګذاره یم ،هېڅ ډول روغتیايي ستونزه نه لري.دخپل فکر،هیلې اوهغه تعهد له مخې، چې له خلکواوهېواد سره مې لاره ولسمشرۍ ته راوړاندې شوی یم.همدا مې لید دی.
ښهولسمشرهغهدىچې: ١-دپاکواوازادوټاکنولهلارېولسمشرشي. ٢- اسلاماومليګټوتهمتعهدوي. ٣-تېرتاریخیيپاکوي،پرفسادتورننهوي. ٤-لاسونهیېپهوینوسرهنهوي. ٥-تریوهحدهعلميزدهکړېولري. ٦-دخپلوذاتيترجیحاتوپرځایمليمصالحغورهوګڼي. ٧-ښهمدیرتاودپرېکړوکولوصلاحیتولري. ٨- د ټولوپرېکړوپههکلهدالله (ج) حکمونواومليمصالحوتهاهمیتولري. ٩-دملکیووالياومليوحدتاودهېواددپرمختګاوترقۍلپارههڅهوکړي. ١٠- پهچاروکېمشورهوکړياوداکثریتپرېکړهفوراًعملي کړي.دمشورواورېدو اونیوکېحوصلهولري. ١١- له ګاونډیانواونړۍسرهدمتقابلاحترامپهروحیهښېاړیکې وساتي. ١٢- دشرعياوقانونيپرېکړودتعمیلپههکلهيېخپلولي،رفاقتونه،ستمياوتنظیمېترجیحاتمخهډبنهکړي. ١٣- دچلندمعیاريې افغانیتاواسلامیتوي. خدایپاکدېوکړيچېداذکرشويځانګړتیاوېولرم،هېڅوکهمبېلهانبیاوومعصومنه دي. نیتمېدادیاوله اللهجڅخهغواړمچهغورهملياواسلاميصفاتاوځانګړتیاوېولرم.دافغانانودعاوېاولهالله (ج) څخهدځاناوخپلکاريټېملپارهمرستهغواړم. دهېواددخدمتکلکعزملرماوپه دېډاډهیمچېداسلاماووطنمینهمېپهوینهکېشتهاوپرېاعترافکوم.
غواړم، چې په پروګرامونو او ستاسې پر پوښتنو په تفصيل سره بحث وکړم. امکانات ترهمدې کچې دي، زما له نظره يو ښه ولسمشرهغه څوک دى، چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي. رښتينى صادق او وطنپال وي. ملي ګټو ته ژمن وي، له ټولو خلکو سره يو ډول چلند وکړي، د ولسمشرۍ په موقعيت کې له هر ډول قوم پالنې، خپلوۍ پالنې او رفاقت څخه لري وي. د افغانستان خلک پرته له دې چې ژبه، قوم، جنس او ټولنيزموقعيتونه يې په نظر کې ونيسي، د ټولنې فعال غړي يې وګڼياو خپل د مهربانۍ لاس ټولو ته ور وغځوي،ټولو ته په يوه اندازه محبت ورکړي او له ټولو په يوه اندازه څارنه ولري، له امتياز او تبعيض نه ډډه وکړي، سياسي او اخلاقي تقوا ولري، له خدايه ووېرېږي او د خداى مخلوق ته خدمت وکړي.