د مزارشريف د ښار اوسېدونکى ٢٠ کلن سمېع محمدي وايي:" ځوانان د يوه هېواد ستره سرمايه ده، په داسې جنګ ځپلي هېواد کې تر ټولو ډېرد ځوانانو فعاليت ته اړتيا ده. په خواشينۍ سره بايد ووايم ، چې حکومت نه په تعليمي او نه هم په ورزشي برخه کې هغوى ته سمه پاملرنه نه ده کړې. ډېر ځوانان وزګار دي." تاسو به د برياليتوب په صورت کې د ځوانانو لپاره،چې د افغانستان شاوخوا ٦٥ سلنه نفوس تشکيلوي، څه وکړئ او هغوی ته به څه ډول ورزشي اسانتياوې برابرې کړئ؟
زموږ په کړنلاره کې ځوانانو ته ځانګړې پاملرنه او ستراتيژيک رول او ځاى تعريف شوى دى، ځوانان به په زده کړو، تحصيل، کار او هوسايني سمبال شي، په ډاډمنه او سوله ييزه فضا کې به ژوند وکړي.دا ډول د دوى له هغو حقونو څخه دي، چې يو ملي او خدمتګار دولت به يې ورته جوړوي. په ځوان ځواک کې بدلون راوستل، د اقتصادي- ټولنيزې پراختيا په بهير کې د دغه ځواک ونډه،په "عمومي حوزه" کې د ځوان ځواک ونډه، د تلپاتې امنيت په برخه کې د ځوانانو رول، د روزنې او لوړو زده کړو په برخه کې د ځوانانو شاملول، د ځوانانو د راتلونکو باعزته کسب و کار لپاره زمينه مساعدول، د ځوانانو له مادي او معنوي ملاتړ لپاره د پروګرامونو جوړول او د هنرونو، سپورت او حرفې په برخو کې د ځوان ځواک غوړول. زياته هڅه به مو دا وي، چې د پورته يادو برخو په عملي کولو کې ګام واخلو او له دې لارې د ټولنيز ثبات د پراختيا لپاره ډاډمنې زمينې رامنځته کړو.
لکه څرنګه چې پوهېږي ځوانان زموږ د وګړو زياته برخه جوړوي، نو لههمدې امله د ځوانانو په برخه کې لاندې پروګرامونو زموږ په لومړيتوبونو کې راځي: - د ځوانانو تخصص او تجربو ته په پام سره هغوى ته د کاري زمينو برابرول او په دولتي او غير دولتي ادارو کې د غوره پوهو ځوانانو استخدامول. - په سياسي، ټولنيزو او فرهنګي چارو کې ځوانانو ته د ګډون لپاره د غوره زمينو چمتو کول. - په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول په ورزشي فدارسيونونو کې، چې افغانستان ته د نړۍ په کچه د يوه مطرح هېواد په توګه تبارز ورکوي؛ د ځوانانو لپاره د بنسټونو ايجاد او پياوړتيا.
ځوانان دټولنې هغه غوڅ اکثریت دي ، چې متاسفانه په امتیازاتو کې په اقلیت اوښتی دی.دبې ثباتۍ اوجنګ ښکار شوي دي.دځوانانو لپاره ترهرڅه وړاندې یوه سوله ییزه فضا رامنځته کول په کاردي.دوی ته دتعلیم ،تحصیل شرایط برابرول ،دذهني اوجسمي ودې لپاره یې پاملرنه کول ،دوی ته کارپیداکول ،په دولت کې ددوی اغېزناکې ونډې اخيستو ته شرایط برابرول ،په نړۍ واله توګه ددوی استعدادونو ته لار برابرول اوهغه چې جګړې ځپلي دهغوى ژوند ته جدي پاملرنه زموږ لومړیتوبونه اوبنسټونه دي. دورزشي اسانتیاووپه برخه کې به دسپورټ مضمون ته چې په ښوونځیوکې تدریسیږي ،زیاته پاملرنه کوو.لکه څنګه چې اوس مهال فوټبال اوکرکټ په نړۍ والوسیالیوکې دهېواد نوم اوچت کړی،همداسې به دملي یووالي لپاره دې اونورو لوبو ته لار هواروو.نوهڅه مې داده چې دځوانانوسالمې اوافغاني روزنې لپاره دسیالیوشرایط برابرکړم ، چې له دې لارې دځوان نسل ملي فکرغښتلی شي،ذهني اوجسمي غښتلیتا ومومي.
ځوانانزموږدټولنېراتلونکيدي،ځوانانپهټولنهکېښهاورغندهبدلونپهپورهځواکسرهراوستلیشی،زیاتهتوجهپهعلميبرخوکېځوانقشرتهپه کاردهچېددویلپارهدزدهکړېاساتیاوېبرابرېشيلکهلوىاووړېښونیزېادارې،ښوونځيپوهنځياوپوهنتونونه. لنډمهالاواوږدمهالکورسونهاودلوړوزدهکړولپارهبهرنیوهېوادوتهلېږل،لابراتواورونهاوداسېنور. کوښښبهکومچېدوړیازدهکړومواقعرامنځتهشي. ورزشاوسپورټدهرچاپهځانګړيډولدځوانانواړتیاده، چېبایدپاملرنهورتهوشياوځینيځوانانپهمختلفوملياوبینالملليلوبوکېمهارتترلاسهکړيلکههمداننزموږځوانانپهفوټبالوالیبالاوکرکټکېځلېدلي دي. کوښښبهکومچېدځوانانودلوبولپارهلوبغاليجوړکړماوددویدتشویقلپارهډولډولسهولتونهبرابرکړماولوبغاړيپهښوډالیوونازومچېپهمليسطحهبه هېوادوالورڅخهخوندواخلي. دځوانانودلوبېدولپارهبهپهمرکزاوولایتونوکېدلوبولپارهاسانتیاويبرابروم، داکارډېرستونزمننه دی،لهخدایپاکهغواړمچېافغانستانپهدېبرخهکېداسېوځلېږيچېدلوبونړیوالېسیالۍهمزموږپه هېوادکېترسرهشيترڅودلوبومینهوالزموږهېوادتهراشياوزموږداقتصاديپرمختګلاملهمشي. زموږپهځوانانوکېداډولسپورتيوړتیاوېشتهاوداهلوچارواکوپهګومارلوبهسپورټډېرژرودهوکړي.
سمه ده، ځوانان زموږ او بل هر هېواد پانګه ده، موږ غواړو چې چې نن د ورځې ځوانان د نن ورځې په تولنيزو، اقتصادي او سياسي فعاليتونو کې فعال شي. دوى ته پروګرامونه لري، چې خپله د دوى په ګډون له تحصيل تر کاره پورې دهېواد په دننه او بهر عملي شي.