دکندهاراوسېدونکېولولهتنهاوايي:" که له يوې خوا ناامنۍدښځو دکارمخهنيولېله بلې خوا دوديز محدوديتونه ددې لامل شوي ، چې کورنۍ خپلو ښځو تهپهيوهادارهکېدکارجازهورنکړي،ښځې له تاوتريخوالي سره مخ دي او نشي کولى ، چېپهخپلهخوښهدژوندملګرى وټاکي، له ميراث بې برخې دي.نارينه ښځوتهد يوېالېپهتوګهګورياوهيڅحقوقوتهيېژمننهدي." سږکال د هېواد په کچه له ښځو سره د تاوتريخوالي ډول، ډول پېښې ثبت شوې دي، که تاسو په ټاکنو کې بريالي شئ ددې ستونزېد حل لپاره به څه وکړئ اوپه ټوليزه توګه د ښځو د وضعيت د ښه والي لپاره څه پلان لرئ؟
د هېوادوالو په ځانګړي ډول د زيانمن قشر د حقونو ساتنه زموږ لپاره په اخلاقي لحاظ او هم له قانوني اړخه بنسټيز اهميت لري، موږ له ښځو سره د تاوتريخوالي د موضوع په اړه څو اړخيز اقدام تر لاس لاندې لرو، له يوې خوا به ورته امنه فضا رامنځته کړو او له بلې خوا د هغوى انساني حقونو ته د ترويج او درناوي د تعميم فرهنګ عام او پانګونه به پرې وکړو. همدارنګه په دې برخه کې به حقوقي او قانوني ملاتړ مخکې له مخکې تنظيم کړو، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي له پديدې سره به له مرکز نيولې تر ولايتونو او ولسواليو پورې مبارزه وکړو، څارنوالۍ به له په خوا ډېرې فعالې کړو او له کيفيت به برخمنې شي. د موضوع اهميت ته په پاملرنې سره به ګډه هڅه وکړو، چې لاندې موارد په مشخصه بڼه د قانوني له لارې پياوړي کړو: د ديني او اخلاقي روزنې رعايت، د ښځو انساني حقونو ته درناوى، د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعيض مخنيوى، د NAPWA پلي کولو لپاره ګډې هڅې، د پراختيا په چارو کې د ښځو د رول زياته ونډه، له ښځو څخه د ناوړه ګټه اخيستنې مخنيوى او د ښځو دحقونو ملاتړ او پراختيا.
د ښځو د وضعيت د ښه والي لپاره مو د دې ټولنې د يوه مهم قشر د غوښتنې په توګه لاندې پروګرامونه طرحه کړي دي: - د اسلامي او شرعي معيارونو او د افغانستان له اساسي قانون سره سم له نارينه و سره د ښځو د حقونو له مساويتوب څخه بشپړ حمايت. - په ټولو اجتماعي چارو کې د ښځو د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره له ټولو امکاناتو کار اخيستل. - د زېږون له حقونو ملاتړ او ښځو ته د روغتيايي اسانتياوو را منځته کول. - د ميندو او ماشومانو د مړينې د مخنيوي او کمښت لپاره له منطقي مکانيزمونو سره سم د نوو پروګرامونه طرحه او پلي کول. - د تاوتريخوالي ډولونو د لرې کولو لپاره له نړيوالو کنوانسيونونو ملاتړ.
دښځو دژوند دبهتروالي لپاره زموږ پلان واضح دی.لومړی خو ښځه دیو مستقل شخصیت خاونده ده.ښځه یواځې دښځې له نظره نه ، بلکې دمور ،خور ،لور اویاکوم شخص ته دمنسوب په سترګه ګورو.له ښځې سره تاوتریخوالي ،پرهغې تېری موږ ته دمنلو وړ نه دی،نو که دا عمل ترسره شو.له متخلف سره به قانوني چلند کېږي ،هغه ښځې چې په دولتي ارګانونو کې کارکوي ،هغه له هرډول تعرض ،اذیت اوګواښه مصوونې دي.ښځه له سمبولیکه ژونده راباسو،په عملي مدیریت ،رهبرۍ او دپرېکړو په ډګر کې به یې دروو.له نارینه وو سره به سالمه اومشروع سیالي کوي، چې خپل ظرفیت اوصلاحیت ثابت کړي. دښځو چارو وزارت به دیوکلیدي وزارت په توګه کارکوي .دښځو دحقونو دترسره کولو لپاره به منظمې اومنسجمې طرحې وړاندې کوي.هغه ښځې چې له زده کړو پاتې دي ،هغوى ته به حرفوي اومسلکي زده کړو لارې چارې برابروو. په ټوله کې به دښځوروغتیا، زده کړو اوټولنیزو خواووته زیاته پاملرنه کېږي.دوی ته به دکارکولو اومصوونیت فضا رامنځته کېږي.دمیراثپه برخه کې به هغه حقه حقوق ورکول کېږي ، چې داسلام مبین دین ورته واضح کړي دي.
د ښځو حقوق هغه چې اسلام په ګوته کړي په ټولنه کې نه دې ورکول شوي. ښځه په اسلام کې ډېر حقوق لري، ښځه هم په اسلام کې هم له خپل مېړه او هم له خپل پلاره د میراث مستحقه ده. د ښځې مهر د دې خپل حق دی نه د پلار او نه د مېړه او ورور چې دا حقوق په ټولنه کې موږ نه دې ورکړي، باید چې ورکړل شي، ښځه د مهر حق لري خو نه د خرڅلاو چې پلار یا ورور يې غصب کړي. ښځه د شرعې قانون مطابق د اسلام په چوکاټ کې د زده کړې (دنیوي او ديني) حق لري او بیا په همدغه چوکاټ کې کار هم کولای شي. ښځه ډېره غوره استاده، غوره او ماهره ډاکټره ښه نرسه، ښه د مهندسۍ انجینره، ښه د کمپیوټر ماهره او ښه قانون پوهه کېدای شي باید محیطي شرایط داسې برابر شي چې اسلامي او ملي ارزښتونه په پام کې ونیول شي. ښځه د نارینه وو په شان یو شان حقوق لري. زه به د بریا په صورت کې ښځو ته خپل حقه حقوق ورکوم او داسې قوانین به وضع کېږي چې د ښځو د حقوقو د نه ورکولو مخه ډب شي د کار، علم او پوهي تر اړخ شرعې حجاب هغه چې اسلام ورته په ګوته کړي د ښځو د حقوقو او د هغو د پت او عزت څرکندونه ده، شرعي حجاب کله هم ښځه له کار، علم او زده کړې نه محروموي دا د غربي ډیموکراسۍ ناوړه تبلیغات او غلط اړخ دی.
د افغانستان ښځې په نسبي ډول له ښو فرصتونو او امکاناتو څخه برخمنې دي. ددې لاسته راوړنو ساتنه زموږ د کاري لاسته راوړنو له ساتنو مهمه ده، په دولتي ادارو کې د سالماو خوندي کاري چاپېريال رامنځته کول او ددې تر څنګ به نارينه وو تهد ښځو پر وړاندې د عامه پوهاوي ورکول، په دې برخه کې زموږ د کار يوه برخه وي. موږ غواړو چې د ټولنې نيمايي برخه زموږ په ټولنيزو کارونو او تصميم نيولو کې شامله شي.حقوقي او قانوني ستونزې يې حل شي او د هغوى د اسلامي حقونو په تحقق کې اقدام وشي، موږ نه وايو چې ښځو ته د خدمت شعار يوازې شعار وي، عمل ته اړتيا ده چې تلپاتې، صبورانه او کاري وي.