په پېښور کې ميشت کډوال محمد رحيم وايي:" د کډوالۍ ژوند ستړى کړى يم. يوه لور ته د خپلې کورنۍ لپاره د نفقې برابرولو مجبوريت او له بلې خوا د پوليسو له خوا د نيول کېدو وېره ده. حيران پاتې يم څه وکړم که خپل هېواد ته ستنېږم څه کار به کومځمکه او کور هم نه لرم او امنيت هم ښه نه دى." تاسو د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره کومې لارې چارې په پام کې نيولې دي ، په افغانستان کې د هغو د مېشت کولو لپاره امکانات څنګه او له کومو لارو برابروئ؟
هېواد ته به د کډوالو او راستنو شوو افغانانو ځای پر ځای کول او ورته په کور د ننه د استوګنځايونو جوړولو د پلان له مخې ترسره شي، په دې برخه کې به حقوقي، ډيپلوماتيک، مادي او معنوي ملاتړ بسيج کړو. موږ په دې برخه کې په ځانګړي ډول د هېواد د کډوالو ماشومانو په برخه کې د مسووليت احساس کوو او د هغوی ساتنه د خپل بهرني سياست يو مهم جز ګڼو. د کډوالو ماشومانو په برخه کې به خپلې ټولې هڅې په کار واچوو، څو د نړيوالې وروګلوۍ، د بشري حقونو نړيوالې اعلاميې او د بشري حقونو په برخه کې د نړيوالو تړونونو له مخې يې له ارامۍ، هوساينې او خپلو انساني بسټيزو حقونو څخه برخمن شي. د دې غوښتنې د پوره کېدو لپاره د ټولو حقوقي تخصصي امکاناتو او ديپلماتيکو پوتنشيلونو څخه کار اخلو.
د بې ځايه شوو، کډوالو او راستنو شوو لپاره لاندې پروګرامونه لرو: - د کډوالو لپاره د راستنېدو زمينه مساعدول، کاري فرصتونه چمتول کول او د امکان په صورت کې په خپلو اصلي ولايتونو کې ورته د ځمکو وېش. - په نورو هېوادونو کې د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (يو . اېن . اېچ . سي . ار) په مرسته د ستونزو حل. - له ملي او نړيوالو قوانينو سره سم د کډوالو د حقونو ساتنه. - په کوربه هېوادونو کې د افغان کډوالو د حقوقي دعوو د حل لپاره د اسانتياوو رامنځته کول
د مهاجرینو سوکالي او وطن ته بېرته راتګ زموږ په لومړیتوبونو کې دي. موږ تیار یوو چې دمنطقوي او هیوادنۍ موخې لپاره ټول خنډونه په ګډه وڅېړو او له منځه یې لرې کړو. مهاجرین حق لري ، چې ددولت له ملاتړه برخمن شي.په ګاونډیوهېوادنوکې ددوی له حقه دفاع هم ددولت دنده ده.موږ هېواد ته دمهاجرینوراتګ دیوې منسجمې برنامې پراساس په یوه جدي امربدلوو.ددوی لپاره به داوسېدو اومعیشیت لارې چارې برابروو.هغه پروژې چې اوس مهال زموږ یوشمېرهېوادوال په کې بوخت دي لکه دمچیو،چرګانواوکبانوفارمونه .دغه پروژې به دوی ته برابروو.دوی به په ملي پروسه کې له ځان سره راګډوو.تعلیمي اوروغتیایي چارو ته به یې ځانګړې پاملرنه کوو
باید ژر تر ژره په وطن کې سوله راشي، د سولې لپاره باید سختې مخلصانه او صادقانه هلې ځلې پیل شي او بیا د کډوالو د بیا ابادولو لپاره د کور جوړولو پروژې پیل شي د دوی لپاره د کار تدارک وشي او په دې هکله داخلي سرچینې وکارول شي. زراعت وده ومومي، معادنو استخراج شي او خصوصي سکتور فعال شي. او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې لپاره فرصتونه برابر شي تر څو چې افغان کډوال ابرومندانه خپل ګران وطن ته راستانه شي او دوی هم د خپل هېواد، کور او کلي په ابادولو کې فعاله ونډه واخلي.
کډوالي په هر حال کې ډېره سخته ده؛ الحمدالله چې زموږ زيات هېوادوال بېرته راستانه شوي دي، تاسې هم راشئ، امنيت هومره بد نه دى، چې تاسې ته تکليف درکړي، د کډوالو او بېرته راستندېدونکو چارو وزارت خپلې لومړنۍ مرستې ترسره کوي، حتى په نوبت سره کډوالو ته داستوګنې ځمکې وېشي.تاسې پوهېږئ چې د وروستيو ناخوالو له لاسه زموږ زيات شمېر هېوادوال مهاجر دي، راستنول يې يو لړ استثنايي اقداماتو ته اړتيا لري، دولت بايد خپلو کډوالو ته د کارموندنې او ژوند د نوي استوګنځي په برخه کې د مسووليت احساس وکړي. زموږ د وطن خلک خپلې اوبه او ډودۍ سره په ګډه خوري، راځئ دهېواد له هغې هوا او فضا نه کار واخلئ. د افغانستان خلک او راتلونکى حکومت تاسې او کډوال يواځې نه پرېږدي.