د هلمنداوسېدونکى٣٢کلناسداللهوايي:"زما چې يادېږي په افغانستان جګړه ده، افغانانيو بل په بېلابېلو نومونو وژني، نه پوهېږم چې دا وژنې کله پاى ته رسېږي او افغانان به په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي." ناامني او جګړهاوس يوهعموميستونزه ده او تر ډېره افغانان له همدې امله ځورېږي. تاسو دډاډمنامنيت د تامينلپاره ، چې دټولولومړنۍغوښتنهده،څهعملي پلانلرئاوپهپليکولويېڅومرهباوريياست؟
د تلپاتې امنيت لپاره يوه پراخته امنيتي پلان ته اړتيا ده، چې زما په ملي پروګرام کې په تفصيل سره شرحه شوې، خو په لنډون سره ځينې کړنلارې په لاندې ډول وړاندې کوم. د هېواد د امنيتي – دفاعي سيستم له غښتلتيا سره له وسله والو مخالفينو سره مفاهمه او خبرې. • د حکومت والۍ غښتلتيا. • د اداري فساد رېښې ايستل. • اقتصادي زېربناوو ته پاملرنه. • د قضايي ملي قوې ملي اعتبار لوړولو لپاره مرسته. • د فرهنګ جوړوونکو بنسټونو کيفيت او پراختيا. • د ټولنيز عدالت د تامين لپاره هڅه.
سوله او امنيت هغه دوه ښکارندې دي، چې خلکو يې له پخوا نه انتظار کاوه. دا دواړه له يو بل سره لازم او ملزوم دي، زه پر دې عقيده يم، چې په افغانستان کې امنيت هغه وخت راتللى شي، چې ښکېلې او دښمنې ډلې له يو بل سره په تفاهم کې پر مسايلو داسې برلاسي شي، چې ټولو اړخونو او د افغانستان ملت ته د منلو وړ وي. نو له دې اړخه به کوښښ وکړو، څو د قانونمنېدو او د افغانستان د سولې شوراګانو په پياوړتيا سره بنسټيز ګامونه واخلو او له نخبه بشري ځواک څخه د علمي او عملي طرحو ګام واخلو.
۱:په دولت کې د قانون د حاکمیت لپاره د مشروع قوې انحصار او د هغې مشروع استعمال غواړو. د دې هدف د پلي کولو او غوره حکومتدارۍ لپاره باید د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت دندې په واضحه توګه تفکیک شي، صلاحیتونه او مسوولیتونه روښانه شي، د دوی ترمنځ همغږي رامنځته ، مکافات او مجازات یې هم وټاکل شي، د پولیسو اصلي دنده په راتلونکو پنځو کلونو کې بايد له جنګ څخه د قانون پر تطبیق واړول شي. د وطن ساتنه او د ملي حاکمیت ټینګښت د ملي اردو سپېڅلې دنده ده، زموږ د هېواد نظام او ثبات دا غواړي، چې اردو په دوامداره توګه تعلیم، تجهیز او پر وسلو سمبال شي.او ددوى کورني ژوند ته به هم ځانګړې پاملرنه وشي. استخباراتي چارې باید یواځې د ملي امنیت له خوا تر سره شي. یعنې مرجع باید یوه وي او د ټولو امنیتي ځواکونو له خوا ورباندېعمل وشي. داساسي قانون پربنسټ به د ورځني انسجام لپاره د اعلی سر قوماندانۍ بنسټ جوړ شي، چې په هرو اتو ساعتونو کې د وطن امنیتي وضعه د کره معیارونو پر بنسټ وڅاري او د امنیتي ځواکونو د همغږۍ مدیریت وکړي. د ملي امنیت شورا به د لنډ، منځ او اوږد مهال امنیتي ستراتېژۍ جوړولو، د منابعو سمبالولو او ښه مدیریت دنده پر غاړه ولري. موږ ژمنه کوو، چې د امنیتي ځواکونو د معنوي او مادي عزت لپاره به هر اړخیزې هلې ځلې کوو. د دوی د کورنیو د ژوند لپاره به د هر قول اردو په څنګ کې امنیتي ښارګوټي ابادوو.
سوله د افغانانو تر ټولو لومړنۍ اړتیا ده؛ زما اراده او تعهد دا دی چې د سولې د راوستو لپاره به صادقانه او مخلصانه هلې ځلې کوم؛ یواځې د دا ډول ژمنو او هڅو له لارې د سولې راتلل ممکن دي. سوله عملي کار، قربانۍ او دوه اړخیز انعطاف ته اړتیا لري، د سولې د راتګ لپاره به زما عملي پلان دا وي چې د مخالفینو خبرې په حوصله واورېدل شي د مذاکراتو په لاره کې به هېڅ ډول بهانې خنډ ونه ګرځي او د مخامخ بین الافغاني تفاهم لپاره به لار هواره شي؛ د اسلامي او ملي موخو په اډانه کې د مخالفینو غوښتنې ومنل شي او زما د حکومت غېـږ به د زړه له کومې پرانيستې وي. که د سولې لپاره زما د حکومت د اړخ څه تنازل اړین شي، نو باید ومنل شي ځکه اصلي موخه د سراسري سولې او د ملي یووالي حاصلول دي.
له تاسې سره موافق يم، چې له بده مرغه په د افغانانو ترمنځ جګړه دوام لري. دې جګړې دانساني مرګ ژوبلې او د مادي ضايعاتو تر څنګ د پرمختګ او بيارغونې مخه هم نيولې ده. په لنډون سره وايم، د جګړې ختمولو لپاره زما پروګرام دادى، چې لومړى د جګړې لاملونه په ښکاره بڼه څېړم.ظلم، وزګارتيا او د خلکو د ملکيتونواو جايدادونو غصب د جګړې په اسبابو کې راځي، په دې صورت کې زموږ حکومت د جګړې د ختمولو لپاره پر دې تمرکز کوي او د اندازې تر کچې به يې د افغانستان د خلکو په مرسته له منځه وړي. موږ فکر کوو، هغه څه چې دافغانستان مخالفين يې د سولې او دهېواد داساسي قانون په چوکاټ کې ترلاسه کولى شي، نو اړتيا نه شته، چې د جګړې لپاره ترلاسه شي. په هر حال موږ له مخالفينو سره په سوله کې، کورني، سيمه ييز او نړيوال عوامل په نظر کې نيسو، د هر يوه لپاره پروګرامونه او کړنلارې لرو، چې انشا‌ء الله په وخت او زمان سره به يې عملي کړو. ددفاع په برخه کې به زموږ حکومت د پوځي دوکتورينو دفاع د مشروعيت په لور وي،هيله من يم چې د حکومت د مخالفينو چلند له نوي حکومت سره د جګړې د پاى ته رسېدو لپاره يوه نوې پاڼه وي. خو د تروريزم او ورانکارۍ پر ضد به مو مبارزه روانه وي. د هېواد امنيتي قواوې له سرتېري تر جنرال پورې بايد د حکومت تر څار لاندې وي، څو خپلې دندې له هېواد څخه د دفاع، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا په برخو کې په ښه ډول ترسره کړي.