Data Gathered Date: 

Sunday, March 31, 2013 - 16:15

 
د کندوز ولايت يو شمېر خلک له اوسني حکومت څخه له نارضايتۍ  سره – سره چمتو دي، چې په ټاکنو کې برخه واخلي، بې امني او د قانون نه پلي کول د دغه خلکو له لويو ستونزو څخه دي.
د کندوز سرحدی ولايت شاوخوا ۳۴۰  کيلو متره له کابل ښار څخه واټن لري او له تاجکستان سره ګډه پوله لري.
په دغه ولايت کې ٦ ولسوالۍ دي، ولايتي شورا يې ۱۵ غړي لري، چې ٤ يې ښځې دي.
د ولسواليو په ځينو برخو کې د طالبانو شتون، د سړک د غاړې ماين چاودنې، ځانمرګي بريدونه، د وېرې اچوونکيو  پر ضد د داخلي او بهرنيو ځواکونو عمليات، د طالبانو له خوا د عشر راټولول او د دولتي او موسسو کارکوونکو ته  ګواښونه هغه څه دي، چې  د خلکو ژوند يې له ګواښونو سره مخ کړی دى.
دغه ګزارش د زمري مياشتې په ٣مه، اونۍ  د مرکز او ٤ ولسواليو د هغو ۹ اوسېدونکيو  د مرکو پر بنسټ جوړ شوی، چې ٢ يې ښځې دي.
سپين ږيری: د دولت له فعاليت څخه بايد سترګې پټې نه شي
ارباب مير غوث الدين، چې د چهار درې ولسوالۍ د منګتپې کلي سپين ږيری دی، وايي چې داوسني حکومت په ٥ کلنه دوره کې ځينې کارونه سر ته رسېدلي دي.
دی وايي، په کلي کې يې ښوونځی جوړ شوی، په سړک جغل اچول شوی او زوی يې په پوهنتون کې درس وايي، چې دا ټول په ژوند کې مثبت بدلون دی.
خو دی  زياتوي  چې له يوه کال راهيسې د سيمې امنيت ډېر خراب شوی دی.
دی په دې  اړه، چې له راتلونکي ولسمشر يې غوښتنې څه دي؟ وايي: (( په لومړي ګام کې مو غوښتنه د امنيت راوستل او له هغه وروسته  د بيا جوړونې کارونه او  خلکو ته خدمت دى.))
دغه سپين ږيری وايي چې په دې شرط په راتلونکيو ټاکنو کې برخه اخلي، چې په کلي کې يې د رايې ورکولو ځای جوړ شي، ده د ټاکنو پر ارزښت ټينګار وکړ او ويې ويل:
(( ځکه رايه رکوم، چې د يوه ښه سړي له ټاکلو پرته بله لاره نه لرو.))
دوکاندار: دولتي ادارې د خلکو پوستکی وباسي:
۲۸ کلن پاينده محمد د کندوز ښار د څلورمې ناحيې اوسېدونکی او د دغه ښار يو دوکاندار دی.
دی وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې  يې په شخصي ژوند کې کوم بدلون نه دی راغلی او د دوکاندارۍ له لارې د خپلې کورنۍ نفقه پوره کوي.
دی وايي چې جمهوري رياست  ته د۳۷ کانديدانو له ډلې څخه ٤ کسان پېژني او دهغوی له پېژندلو سره علاقه لري. ده په دې اړه وويل: (( موږ ته څه په درد خوري او څه په درد يې را ته خوړل؟  ولا چې موږ په خپله تکليف و نه باسو، که دولت هېڅ مرسته وکړي.))
ده د کندوز د ښار له امنيت څخه خوښي وښوده، خو له اداري فساد څخه يې شکايت وکړ.
ده زياته کړه: (( خدای دې څوک دولتي ادارې ته نه احتیاجوي که نه د سړی پوست وباسي. زموږ لويې ستونزې په دولتي ادارو کې اداري فساد دی  او په لږ وخت کې کار نه خلاصوي.))
دغه ځوان د رايې ورکولو کارت اخيستی، خو د کارونې اړوند يې شکمن دی.
دی وايي: ((تر اوسه مې تصميم نه دی نيولی، چې چا ته رايه ورکړم، کله وخت فکر کوم، چې هېچاته هم رايه ورنه کړم، خو بيا هم داچې له ټولو څخه د ټاکنو د ارزښت په اړه اورم، نو بيا مې زړه کېږي، چې يوه ته رايه ورکړم.))
موټر چلوونکی: د رايې ورکولو کارت  مې پټ ساتم:
محمد سعيد ۴۰ کلن دی او د چهاردرې ولسوالۍ د باسوس کلي اوسېدونکی دی. دی اوس د موټر چلولو له لارې د کور لګښت پوره کوي.
دغه چلوونکی وايي چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې يې ژوند ښه شوی، دی په خپله ډرېوري کوي او  زوی يې په يوه موسسه کې کار کوي.
خو دی د امنيتي حالت په اړه په وېره کې دی او وايي:
(( که له يوې خوا ژوند ښه شوی، له بل پلوه يوه بله ستونزه رامنځ ته شوې ده، يعنې په لنډ ډول درته ووايم ، چې څوک موږ  ارام ژوند کولو ته نه پرېږدي.))
دغه چلوونکی وايي چې د طالبانو له وېرې ولسوالۍ ته نه شي تلای، دا وايي چې په کلي کې د طالبانو له وېرې کارتونه نه دي ورکړل شوي او له مرکز څخه يې اخيستی دى.
د محمد سعيد د څرګندونو له مخې، وسلوال طالبان ځينې وخت د سپرلۍ موټرونه او آن موټر چلوونکي هم تلاشي کوي، ځکه خو يې د رايې کارت په کور کې پرېښی او د ټاکنو په ورځ يې له ځان سره ښار ته وړي او په يو ځای کې به رايه ورکوي.
له ولسمشر څخه د دغه چلوونکي لويه غوښتنه  د امنيت ساتل او د خلکو لپاره د کار اسانتيا رامنځ ته کول دي.
ملا امام: د داخلي مدرسو طالبان، خپل هېواد نه ورانوي:
ملا عبدالغفور، چې۳۰ کلن دی او له څلورو کلونو راهيسې د د شت ارچي ولسوالۍ د قرلق کلي د جومات ملا دی.
د دين دغه عالم په دې اړه چې ايا په تېرو پنځو کلونو کې يې په ژوند کې کوم بدلون ليدل کېږي که نه؟ پژواک خبري اژانس ته وويل: (( په ژوند کې مې ځانګړی  بدلون نه دی راغلی او ورځ په ورځ مې ستونزې ډېرېږي!))
ملا عبد الغفو وايي چې اوس مهال يې لويه ستونزه د قانون نه پلي کېدل دي.
دی وايي: (( قانون لرو، خو څوک يې نه عملي کوي، يو کس وژل کېږي، خو څوک يې پوښتنه نه کوي، غل کور وهي، څوک يې پوښتنه نه کوي او... خو که قانون وي، نو بايد دولت پوښتنه وکړي او مجرم ته جزا ورکړي.))
ملا عبدالغفور د ټاکنو په اړه وويل: (( انتخابات خو ښه کار دی او کوم شرعي موانع په کې نشته، ما کارت اخيستی او داسې يو چا ته رايه ورکوم، چې مسلمان او قانون مند وي او قانون په ټولو باندې په يو ډول پلی کړي.))
غفور زياتوي: (( په دې خاطر غواړم يو مسلمان ته رايه ورکړم، چې ديني مدرسو او ديني مسايلو ته پاملرنه ولري او د اخلاقي فساد او فحشا پر وړاندې مبارزه وکړي.... ))
ملا عبدالغفور د ښاغلي کرزي له ٥ کلنې دورې څخه نارضايتي ښيي او وايي، چې که په هېواد کې يې د ديني زده کړو لپاره کارونه شوي وای او  ډېرې ديني مدرسې جوړې شوې وای، نو اوس به مو هېواد، دغه حالت ته نه رسېده.
د ده په وينا، کله چې افغاني طالبان په افغاني مدرسو کې درس ووايي، هېڅ وخت خپل هېواد نه ورانوي.
کليواله ښځه: انتخابات څه شی وي؟ 
۳۵ کلنه نفسه، چې اوسمهال د قلعه زال ولسوالۍ په ظلم اباد کې ژوند کوي.
دغه کونډه ښځه د ٧ اولادونو سرپرستي پر غاړه لري.
دا چې له خپل زاړه پلار سره  دمعدې ناروغۍ د درملنې په موخه کندوز ښار ته راغلې وه، د ټاکنو په اړه يې هېڅ معلومات نه لرل.
ده په دې اړه وويل:((ما ته مې پلار او اولادونه هر شی دي، که دوی نه وي هېڅ ژوند نه شم کولی، زه سواد مواد نه لرم، د انتخاباتو نوم مې اورېدلی، خو نه پوهېږم، چې څه شی دى.))
دې د پخو سړکونو نشتوالی د سيمې لويه ستونزه وبلله او ويې ويل، کله چې له ښار څخه بېرته ګرځي، نو څو ورځې يې د سړک د خرابوالي له امله د بدن غړي درد کوي.
دا له راتلونکي ولسمشر غواړي، چې دغه سړک قير او له غريبو خلکو سره مرسته وکړي.
ژورنالېست: ټاکنې د خلکو برخليک ته بدلون ورکوي:
د هېواد په شمال کې د اشنا غږ راډيو خبريال، ګل رحيم نيازمند، چې د کندوز ولايت اوسېدونکی دی، وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې ېې اقتصادي وضعيت ښه شوی، خو که د خلکو ستونزو ته وګورو او د نړيوالې ټولنې او نړيوالو پام افغانستان ته په پام کې ولرو،  نو په دې هېواد کې لږ کارونه شوي، په تېره په کندوز ولايت کې.
نيازمند وايي چې د دې لپاره يې د ټاکنو کارت اخيستی، چې يواځې انتخابات کولی شي د افغانستان د خلکو برخليک معلوم کړي، نو ځکه په کې برخه اخلي.
نيازمند په دې اړه چې په سيمه کې يې کومې لويې ستونزې شته، چې تر اوسه پاتې دي؟ ويې ويل: ((موږ په ښارکې ژوند کوو، خو په ښار کې لږ کارونه تر سترګو کېږي، سره له دې چې دولت مې له معاش څخه ماليه اخلي، خو پوخ سړک نه لرو، سم تعليمي سيستم نه لرو، ښار له کثافاتو ډک شوی دی او صحي خدمات هم په اساسي ډول وجود نه لري.))
نيازمند په دې اړه، چې که له ولسمشر سره مخ شي، نو څه پيغام به ورته ولري؟ وويل: ((که زه له جمهور رييس سره مخ شم، نو ورته وايم، چې هيله ده نور د شخصي ګټو لپاره کار ونه کړې، د جيب خوله دې وتړه او يو څه د ملت په فکر کې شه.))
محصل: يوه رايه هم ارزښتمنه ده:
۲۶ کلن ځوان محمد سردار، چې د کندوز ښار د څلورمې ناحيې اوسېدونکی دی، اوسمهال  د ننګرهار پوهنتون د حقوقو پوهنځي په څلورم ټولګي  کې محصل دی.
دی د ښوونځيو، پوهنتونونو، تعليمي بنسټونو، د سړکونو قيرکول، د کلينيکونو جوړول او... د اوسني حکومت له لاسته راوړنو څخه ګڼي.
دی همدا ډول وايي چې له سياسي اړخه، په تېرو ٥ کلونو کې له ډېرو هېوادونو سره د افغاستان  اړيکي پياوړي شوې او له کلنو ورسته يې تازه څېره نړيوالو ته ور پېژندلې ده.
سردار وايي چې دی د ټاکنو ورځې ته په تمه دی، چې وکولی شي د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي.
دغه ځوان وايي چې رايه ځانګړی ارزښت لري، که څه هم يوه رايه وي، ځکه يوه رايه هم کولی شي د ملت برخليک بدل کړي.
د محمد سردار په وينا، که څه هم امنيتي شرايط ډېر خراب شوي دي، خو شفاف انتخابات کولی شي وضعيت ښه کړي
دولتي کارکوونکی: اوسنی حکومت له ۳۰ لسيزو پخوانيو حکومتونو څخه ښه دی
رحمت الله همنوا د کندوز ولايت د خان اباد ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې اوس ۴۰ کاله عمر لري او په اطلاعات و فرهنګ رياست کې دنده لري.
همنوا، د حکومت اوسنۍ ٥ کلنه دوره د خپل ځان او ټولو افغانانو لپاره يوه ښه دوره بولي او وايي، چې نظر تېرو ٣٠ کلونو ته دغه حکومت او نظام ښه دی.
همنوا وايي چې د رايې ورکولو کارت يې اخيستی او غواړي، چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.
ده زياته کړه: (( دا چې رايه ارزښت لري، نو هرڅوک چې راتلونکی ولسمشر کېږي، حتمي به د ملت غوښتنې پر ځای کوي ما هم يو کانديد غوره کړی، چې د هېواد د پرمختګ لپاره ښه پروګرامونه لري او رايه ورکوم.))
دی نا امني د خلکو لويه ستونزه بولي او وايي:
((له دې کبله چې امنيت نه وي، نو که نورې اسانتياوې هم وي، خلک په ارامۍ ژوند نه شي کولی.))
همدا ډول دی د کارکوونکيو د معاشونو د ډېروالي غوښتونکی شو.
د ولايتي شورا غړې: له امنيت پرته د ښځو سياسي فعاليت امکان نه لري
۴۵ کلنه ډاکټره حبيبه عرفان  د کندوز د ولايتي شورا غړې ده.
دا چې په کندوز ښار کې اوسېږي، د اوسني حکومت ٥ کلنه دوره بې کاره بولي او وايي، چې اصلاً فکر کوي، په هېواد کې هېڅ نظام شتون نه لري.
عرفان زياته کړه: (( هغه وخت چې موږ د حکومت او حکومت دارۍ له لرلو لافې وهو، نو بيا بايد په رښتيني ډول د خلکو حکومت ولرو، دولت بايد قانون پلی کړي، د خلکو لپاره خدمت وکړي او امنيت راولي، ورځ په ورځ فقر، بېچاره ګي، تاوتريخوالی او... ډېرېږي.))
عرفان وايي چې دې د رايې ورکولو کارت اخيستی او غواړي، چې په ټاکنو کې برخه واخلي او هغه چا ته رايه ورکړي، چې قاطع  او د ملت غمخور وي.
حبيبه عرفان په دې اړه چې په سيمه کې يې لويې ستونزې څه شی دي؟ پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د امنيت تامينول ډېر اړين دي، اوسمهال ښځې نه شي کولی، په ښارونو او آن په خپلو کورونو کې په ارامه ژوند وکړي، هره لحظه له ګواښ سره مخ دي، هغه وخت چې امنيت نه وي، نو هېڅ وخت موږ ښځې نه شو کولی سياسي فعاليت ولرو.))
دغه ښځه وايي چې د قانون  نه پلي کول او اداري فساد هم د دغه ولايت له لويو ستونزو څخه ګڼل کېږي.
دې زياته کړه: (( ما د قانون د نه پلي کېدلو او اداري فساد له امله راتلونکې ولايتي شورا ته ځان کانديد نه کړ، ځکه هره ښه طرحه مې چې ادارې ته وړاندې کړې، څوک نه و، چې قانون ومني او طرحه عملي کړي.))