Data Gathered Date: 

Monday, July 1, 2013 - 13:30

د کندهار يو شمېر خلک که څه هم خپل ژوند د اقتصاد له پلوه د پنځو تېرو کلونو په پرتله ښه ګڼي، خو  لا هم ناامني د ټولو ستونزو په سر کې ګڼي او له راتلونکي ولسمشر څخه يې د هوارۍ غوښتنه کوي .
 د ١٥ رسمي او ٢ غير رسمي ولسواليو دغه ولايت، چې په ولايتي شورا کې ١٥ څوکۍ ( ٤ يې دمېرمنو دي )   لري، د هېواد په سوېل شاوخوا ٥٠٠  کيلومترۍ کې موقعيت لري .
د ولايتي شورا سږنيو ټاکنو ته، په دغه شورا کې د ښځو د ٤ څوکيو لپاره ٣ تنو ځانونه کانديد کړي دي . د انتخاباتو د قانون له مخې، په دغه شان حالاتو کې به په ياده شوې شورا کې يوه څوکۍ تشه پاتې شي . دغه راپور د تېرې اونۍ په وروستيو  کې د راتلونکيو ټولټاکنو په اړه ددغه ولايت د مرکز او درېيو ولسواليو د ٢ مېرمنو او ٥ نرانو د مرکو پر بنسټ چمتو شوى دى .  
 
کونډه :   ژوند مې ښه شوى، خو امنيت نشته
د شپږو اولادونو مور ٤٠ کلنه صالحه د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ  اوسېدونکې ده . دغې مېرمنې، چې خاوند يې په جګړه کې له لاسه ورکړى، اوس دخياطۍ له لارې خپل ژوند پر مخ وړي .هغه وايي چې پخوا يې د خلکو په کورونو کې کالي وينځل، ځان به يې درد کاوه او د ارام لپاره به يې نشه يي توکي کارول، خو اوس يې په يوه کورس کې خياطي زده کړې او له همدې لارې خپلې کورنۍ ته خواړه برابروي. هغه وايي چې لومړۍ ستونزه يې نا امني ده، د ژوند د خرابوالي اصلي لامل جنګونه، چاودنې، بمبارۍ او تاوتريخوالى دى، چې ښځې په کې خپل نارينه له لاسه ورکوي او بيا مجبوره وي، چې په خپل کمزوري وجود دخپلو ماشومانو د خېټې ډکولو لپاره درانه کارونه وکړي.دغه مېرمن ټاکنو کې برخه اخلي او داسې کانديد ته رايه ورکوي، چې ددې په وينا، هېواد ته سوله راولي او د بېوزلو غم وخوري .  صالحه وايي چې په اوسني حکومت کې د ښځو چارو درياست له لارې ددې د نشې درملنه شوې او په همدې دوره کې يې د خياطۍ کسب زده کړى دى . 
 
 کروندګر : کانديد په مشوره انتخابوو
د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکى ٣٤ کلن نجيب الله، چې هر سهار دخپل پالېز هندواڼې او خټکي ښار ته راوړي وايي، چې ژوند ځکه ښه شوى، چې اوس خلک ښار کې ډېر شوي او دده حاصلات ښه پلورل کېږي . هغه په ټاکنو کې برخه اخلي او وايي چې د کانديد د غوره کولو لپاره يې لاره داده، چې خلک د کانديدانو په اړه په جوماتونو او دېرو کې خبرې کوي او د هر چا چې ستاينه کېږي، هماغه ته به رايه ورکړي .دغه ځوان، چې د سيمې لومړۍ ستونزه يې د امنيت نشتوالى دى وايي، چې له ولسمشر څخه لومړنۍ غوښتنه د امنيت ټينګښت دى .  دغه کروندګر وايي چې د ناامنيو له امله به سږنۍ ټاکنې د تېر په څېر ډاډمنې نه وي . غه زياتوي چې په اوسني حکومت کې د ولسوالۍ سړک قير شوى، کارېزونه او ويالې جوړې شوې دي، خو امنيت خراب شوى دى .
 
 کارګر : رايه نه ورکوم
د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکي ٢٨ عبدالباقي، چې اوس کندهار ښار ته کډوال شوى او هره ورځ د کار موندلو په موخه شهيدانو څلور لارې ته راځي، وايي چې ژوند يې له پخوا څخه خراب شوى دى .  د نوموړي په وينا، پخوا يې د خلکو باغونو او کروندو کې کار  کاوه، خو اوس يې د جګړې له وېرې سيمه پرېښې او دلته کار پسې لالهانده وي .   هغه په ټاکنو کې د نه ګډون په اړه وويل : (( ٥ کاله مخکې مې ... کرزي ته رايه ورکړه، خو هغه زموږ دبې وزلو لپاره هېڅ هم نه وکړل، د هغه په واکمنۍ کې مو کور او کلى په جګړو کې وران شو او هر څه مو له لاسه ورکړل.))
 
معيوب :  د کور څښتن شوم
د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې  د محمد بن الراشد ابن مکتوم د معيوبينو د ښار ګوټي اوسېدونکى ٤٥ کلن سيف الله کاکو، چې يوه سترګه او يو لاس يې نشته، په يوه دفتر کې څوکيدار دى  او مېرمن يې د خلکو کالي وينځي . هغه وايي چې اوس دنده لري، ژوند يې ښه شوى او کور ورته رسېدلى دى . کاکو، چې ٤ کانديدان پېژني وايي، چې د راډيوګانو له لارې بحثونه اوري او له همدې لارې به د خپلې خوښې کانديد غوره کړي . نوموړى د امنيت او کار نشتوالى د خپلې سيمې د خلکو لويې ستونزې ګڼي او وايي، چې غوښتنه يې له طالبانو سره سوله ده، ترڅو امن راشي .  کاکو په ټاکنو باوري دى او دا ځکه، چې له راډيو يې اورېدلي، چې د بهرنيو هېوادونو غړي هم ټاکنې څاري . هغه په پنجوايي کې د معيوبينو لپاره د ښارګوټي جوړول د اوسني حکومت تر ټولو لوى کار بولي . 
 
د ولتي مامور: د تغيير لپاره ټاکنو کې برخه اخلم
 د کندهار د شپږمې ناحيې اوسېدونکى٣٢ کلن عبدالظاهر قلموال، چې يو رسمي مامور دى وايي چې امنيت خراب شوى او په ژوند کې هېڅ مثبت تغيير نه دى راغلى .  هغه د خپلې سيمې لومړۍ ستونزه ناامني او دوهمه بېکاري ګڼي .  قلموال په ټاکنو کې برخه اخلي او د لامل په اړه يې وايي : (( ځکه برخه اخلم، چې  نور له اوسنۍ واکمنۍ مايوسه شوي يو، ګوندې وي، چې بل داسې څوک راشي، چې په راتلو يې امنيت سم شي او خلک د ارام ساه واخلي. ))  هغه وايي چې اوسني حکومت کې د سيمې سړک قير شوى او نور داسې مهم کار نه دى شوى .
 
 متعلمه : ځينې کانديدان جفا کاره دي
د کندهار ښار د دوهمې ناحيې اوسېدونکې ١٩ کلنه ولوله، چې د دولسم ټولګي زدکوونکې ده او له پکټ راډيو سره د خبريالې په توګه کار کوي، وايي چې ژوند کې پر مختګ راغلى، هم زدکړې کوي او هم کار .  هغه وايي چې د ولسمشرۍ له ٤١ کانديدانو څخه ٣تنه پېژني، چې پخوا يې څه کړي دي .ولوله د کانديدانو په اړه وايي : (( ... ځينې يې هغه څېرې دي، چې په يوه ډول نه يو ډول له جنګي ډلو سره تړاو لري او د خپل توان په اندازه يې له هېواد او ولس سره جفا کړې ده.)) هغه د سيمې لومړۍ ستونزه ناامني او دوهمه د معياري زده کړو نه شتون بولي . ولوله ښځو ته د کار نشتوالى   هم يوه ستونزه ګڼي . د ولولې يواځينۍ غوښتنه د جګړې بندول دي او زياتوي، چې جګړو تر هر چا زيات د ښځو ژوند له ګواښ سره مخ کړى دى .   د ولولې په وينا، په اوسني حکومت کې په سيمه کې څو سړکونه قير شوي، خو بل کوم ستر کار نه دى شوى .
 
ر استون شوى کډوال : د ولايتي شورا په ټاکنو کې ګډون نه کوم
د کندهار د لويې ويالې اوسېدونکى ٤٢کلن محمد نبي، چې نږدې ٣ کاله مخکې د پاکستان د بلوچستان له کوېټې ښار څخه خپل هېواد ته راستون شوى او لاسي کراچۍ چلوي، وايي چې له مهاجرته يې دلته اقتصاد  خراب شوى دى .  نبي، چې په وينا يې کانديد به له خپلو دوستانو سره په مشوره ټاکي وايي، چې يواځې ٢ کانديدان پېژني . هغه زياتوي  : (( يواځې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې برخه اخلم، د ولايتي شورا په ټاکنو کې ځکه برخه نه اخلم، چې ډېرى استازي يې بې سواده دي، د خلکو ستونزو او غوښتنو ته د خپلې سليقې له مخې ګوري او يواځې د خپلو ګټو او مقام ساتلو لپاره کار کوي.)) نوموړى د خپل سيمې مهمې ستونزې د امنيت نشتوالى، بېکاري، قېمتي، دکورونو دکرايې لوړوالى او .. ګڼي .  محمد نبي په ټاکنو پوره باوري نه دى او په دې عقيده د، چې د بهرنيانو خوښه په کې ډېر ارزښت لري . هغه وايي چې اوسني حکومت دده لپاره هېڅ نه دي کړي :  (( خپل هېواد ته په دې تمه راغلم، چې دلته به مې ژوند ښه شي، دولت به راسره د ځمکې مرسته وکړي، خو هېڅ هم نه دي شوي، نو ځکه زه ويلاى شم، چې زما لپاره يې هېڅ هم نه دي کړي. ))
 
د يوې غير دولتي ادارې کارکوونکې :  زورواکان دې له قدرته وغورځول شي
٢٦ کلنه رحمانيه تصور، چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې يې د مهاجرت په دوره کې زده کړې کړې او اوس  په کندهار ښار کې په يوه غير دولتي اداره کې کار کوي، وايي چې که څه هم امنيت څو چنده خراب شوى، خو ددې شخصي ژوند ښه شوى دى.   دغه مېرمن، چې په ټاکنو کې برخه اخلي او د خپلې خوښې کانديد له خپلو همکارانو سره په مشورې او د هغوى د پلانونو له مطالعې وروسته غوره کوي، له کانديدانو نږدې ٥ تنه پېژني .هغه وايي چې داسې کانديد ته به رايه ورکړي، چې لوړې زده کړې ولري، د پرمختګ لپاره ښه پلانونه ولري او جنګونو کې يې لاس نه وي .  دغه مېرمن، چې په وينا يې  تر ټولو مهمه ستونزه يې ناامني ده وايي، چې د سوېل لوېديځې حوزې په ولايتونو کې زورواکي واکمنه ده، ډېرى يې د نشه يي توکيو په قاچاق کې لاس لري، په ډېرو مواردو کې يې قانون تر پښو لاندې کړى، دغه راز کسان بايد نور له واکه وغورځول شي، د دولت او خلکو تر منځ واټن تر ډېره همدغه ټکي را پيدا کړى دى.دغه مېرمن د ولسمشرۍ په ټاکنو  کې برخه اخلي، خو په ولايتي شورا کې نه او دا ځکه، چې ددې په وينا، هغو کسانو بيا ځانونه کانديد کړي، چې لوړې زده کړې نه لري، د مسووليت احساس، د خلکو د ستونزو د هواري لپاره د لارو چارو د موندلو وړتيا، منجمنټ او نورې وړتياوې نه لري .  هغه وايي چې که له ولسمشر سره مخ شي، نو غوښتنه به يې داوي، چې نور بې سواده او زورواکي له دندو ګوښه کړي . تصور زياتوي چې په اوسني حکومت کې يې په سيمه کې سړکونه قير شوي دي .