جلال اباد (پژواک١١غبرګولى٩٢): د ننګرهار ولايت د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي وايي، چې په دې وروستيو کې ددغه ولايت امنيت خراب شوى، د ترور او تښتونو ترڅنګ ، ډله ييز بريدونه، چاودنې او نښتې د ورځې معمول ګرځېدلى دى.
خو ددې ولايت چارواکي بيا دا ادعاوې ردوي او وايي، چې امنيت تر پخوا ښه شوى دى.
د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکي سباوون پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې پخوا يې په ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې ډېرې کمې وې، خو په روان لمريز کال کې په دغه ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې تر دې حده ورسيدې ،چې ټولو دولتي مامورينو خپل کورونه جلال اباد ښار ته لېږدولي دي.
دى وايي: ((هدفي وژنې زياتې شوې دي، په روانه مياشت کې شاوخوا لس هدفي وژنې تر سره شوې  دي.))
هغه زياتوي ،چې ولايتي اداره د امنيت په راوستو کې پاتې راغلې او لرې نه ده، چې په ننګرهار او په ځانګړې توګه په هسکې مېنې ولسوالۍ کې امنيتي حالت  نوره هم ترينګلى شي.
د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکى حکيم خان وايي ، چې د تېرو کلونو په پرتله په دغه ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې تر دې حده رسېدلي ، چې څوک نه شي کولى پرته له وسلې په دغه ولسوالۍ کې وګرځي.
هغه زياته کړه،چې که څه هم دولت په دې ولسوالۍ کې څو څو ځلې عمليات ترسره کړل، خو وسله وال مخالفين په دې ولسوالۍ کې په ازاده او ډاډه زړه ګرځي  او کله نا کله لويو لارو ته هم راوځي.
دى وايي ، چې دولتي مامورين د تورخم-جلال اباد پر لويه لار هم نه شي تېريدلى او ځاى ځاى د سړک  تر غاړې کمينونه ورته نيسي.
د ده په خبره، چې په دغه ولسوالۍ کې ډېرى وخت پنجابي طالبان هم په رڼا ورځ ګرځي ، مګر نه هم ولسوالي ورته څه وايي او نه هم نور ځواکونه.
ده زياته کړه: (( د ولسوالۍ حاکميت يواځې د ولسوالۍ د يو کيلومترۍ پورې اړوند دى، نور اخوا  هېڅ هم نشته.))
د جلال اباد ښار د مجبور اباد د سيمې اوسېدونکى سيف الدين ستوري پژواک ته وويل ،چې مخکې به د شپې تر ناوخته دوى کولى شول، چې کور ته لاړ شي، مګر اوس له ماخوستن له اذانه وروسته نه شي کولى، چې له خپل کوره بهر راووځي.
د هغه په وينا، په وروستيو دوو مياشتو کې درې هدفي وژنې په دغه سيمه کې شوې دي او همداراز په لارو کوڅو کې غله هم زيات شوي او هر څوک که ونيسي سم يې تالاشي کوي او وهي يې هم.
د جلال اباد ښار د چکنورو اوسېدونکې ناديه هم د ننګرهار روان امنيتي حالت د اندېښنې وړ ګڼي او وايي ، چې امنيت په ننګرهار کې بيخي له  صفر سره ضرب شوى دى.
نوموړې پژواک ته زياته کړه ، چې اوس له لرو پرتو ولسواليو څخه په جلال اباد ښار کې امنيت ډېر خراب شوى او که هره ورځ نه وي ، نو په اونۍ کې خو خامخا يو داسې کار کيږي، چې د ناامنۍ ښکارندويي کوي.
ناديه وايي: ((په رڼا ورځ د محمدنبي عيسى خېل پلار له پاخه سړک تښتول کيږي، ايا دا امنيت دى.))
د بهسودو ولسوالۍ اړوند د مولوي خالص د فاميليو اوسېدونکى عاشق الله وايي، چې له ښار سره په درې کيلومترۍ کې پروت ښارګوټي کې د امنيت څرک نه ليدل کيږي.
 د هغه په وينا، د خالص په فاميليو کې په رڼا ورځ خلک تښتول او همدلته ساتل کېږي او په بدل کې يې ترې پيسې غوښتل کيږي، مګر دولت هېڅ پاملرنه نه کوي.
نوموړى وايي: ((په مياشت کې خو موږ دلته رينجر موټر نه دى ليدلى او که چېرې راشي، نو خلک حېران وي لکه بلې دنيا ته چې رينجر راشي، دا د دولت کمزوري ده.))
د عاشق الله په خبره، چې ډېرى وختونه د مولوي خالص په فاميليو کې د بريدونو پلانونه تړل کيږي، ځکه په دغه سيمه کې دولت هېڅ ډول واکمني نه لري او نه  هم کومه پوسته لري.
د ننګرهار د ولايتي شورا منشي لعل محمد درانى وايي، چې د ولسواليو لارې لا هم ناامنه دي، چارواکي او خلک ولسواليو ته په تګ راتګ کې ستونزې لري .
دى وايي ، پکار دا وه ، چې د لارو ستونزه هواره شوې ويى، خو ورځ تر بلې دغه ستونزه مخ په زياتېدو ده.
دراني زياته کړه: ((يواځې په روداتو،بهسودو،سره رود ،کامې او ښېوې ولسواليو کې امنيتي ستونزې کمې دي،پاتې نورو يوې ولسوالۍ ته هم څوک په ازادانه ډول نه شي تلى.))
د نوموړي په وينا، د پخوا په پرتله امنيت ډېر خراب شوى ، د امنيتي پېښو ګراف لوړ شوى او لا هم په لوړېدو دى، د خلکو او دولت ترمنځ همکاري هم کمه شوې ده،ده پر حکومت غږ وکړ، چې د امنيت د  ټينګښت لپاره دې زياتې هلې ځلې وشي، د خلکو او دولت تر منځ دې اړيکې نورې هم پراخې شي.
د ولايتي شورا وکيله محترمه امين هم د ننګرهار پر مرکز او يو شمېر لرو پرتو ولسواليو کې امنيتي شرايط ناسم بولي او زياتوي، چې د امنيت له ټينګښت پرته پراختيايي چارې او ورځني کارونه په سمه توګه نه شي ترسره کېداى
هغه وايي: ((تر څو چې امنيت ټينګ نه شي، ټاکنې هم نه شي تر سره کېدلى،ورځنى ژوند هم له ګواښ سره مخ دى اول بايد امنيت راوستل شي.))
نوموړې د ناامنۍ اصلي عامل بېکاري بولي او وايي، چې لومړى دې د بېکارۍ په له منځه وړلو کې کار وشي، ځکه ناامنۍ بېکاري رامنځ ته کړې او بېکارۍ ناامني، چې دواړه سره تړلي دي.
محترمې وويل، چې دولت دې ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي، تر څو ځوانان په کار بوخت شي او د يو شمېر کړيو څخه لاس واخلي.
د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکى غلام خان هم  وايي، چې اوس مهال يې د سيمې امنيتي حالت له پخوا څخه ډېر ښه شوی او علت يې هم په دغه سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو ګومارل دي.
د هغه په وينا، د سيمه ييزو پوليسو ښيګڼه په دې کې ده، چې د خپلې سيمې خلک دي او حالت ورته ټول معلوم وي او هغه وسله وال ، چې مخکې يې د دوى په سيمه کې فعاليت کاوه، ټول ورته معلوم دي.
نوموړى زياتوي: ((د سيمه ييزو پوليسو په راتګ سره دومره وشول ، چې بهرني وسله وال له سيمې وتښتېدل اوس په ګوشتې کې امنيت ښه شوىدى .))
خو د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي بيا وايي، چې د هرې سيمې اوسېدونکى په خپلې سيمې کې ناپيژانده خلکو ته ځاى ورنه کړي ، نو امنيتي ستونزې به هم راکمې شي.
هاشمي پژواک اژانس ته وويل ، چې اکثره امنيت د سيمې اوسېدونکو نه دى خراب کړى، بلکې له نورو سيمو يو شمېر خلک راغلي او په سيمه کې يې امنيتي حالات ترينګلي کړي دي.
د هغه په وينا، د پخوا په پرتله په دغه ولايت کې امنيتي ستونزې کمې شوې دي.
دى وايي، چې ټولو ولسواليو ته په هر وخت کې خلک کولى شي، چې تګ راتګ وکړي او هر دولتي او نادولتي کسان لرې پرتو ولسواليو ته ښه په ډاډه شکل تللى شي.
هاشمي زياتوي: ((٢٢ اداري واحدونه دي ، چې موږ يواځې په دوو،شېرزادو او حصارک کې ستونزه لرو.))
ده وويل: ((ځينې بريدونه خو په ټول هېواد کې کيږي، خو زموږ کشفي ارګانونو د دغو بريدونو مخه هم تر ډيره نيولې ده.))
د معصوم خان په خبره، چې په دې وروستيو کې د ننګرهار په يوشمېر ولسواليو کې سيمه ييز پوليس هم فعاله شوي ، چې د يوشمېر ولسواليو په امنيتي پېښو کې يې کم والى راوستلى دى.
دى وايي چې د ګوشتې،دوربابا او خوګياڼو په ولسوالۍ کې سيمه ييزو پوليسو ډېره ښه نتيجه ورکړې ده او د امنيتي پېښو ګراف راټيټ شوى دى.
دى وايي، چې په دې وروستيو کې يې په يو شمېر ناامنه ولسواليو کې  عمليات کړي، چې مخالفينو ته يې ګڼ  شمېر زيانونه اړولي دي.
ده دا هم وويل ، چې د پخوا په پرتله پوليس اوس پر يو شمېر موډرنو وسلو هم سمبال شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياءعبدالزى هم وايي، چې د امنيت په برخه کې  په ننګرهارکې ډېر مهم پرمختګونه شوي دي .
دى وايي ،چې پخوا افغان ځواکونو دا وړتيا نه درلوده، چې په سيمه کې دې عمليات وکړي، مګر اوس افغان ځواکونه دا وړتيا لري، چې په خپله په ناامنو سيمو کې عمليات وکړي.
عبدالزى دا هم وايي، چې د افغان ملي ځواکونو مسلکي وړتيا لوړه شوې او په يو شمېر وسلو، چې پخوا يې نه درلودې، سمبال شوي دي.
دى دا مني ، چې يو شمېر امنيتي ستونزې به په دغه ولايت کې موجودې وي ، خو وايي چې په هغه کچه نه دي، چې يو څوک دې اندېښمن کړي او يا دې هم د حکومت مرکزيت ته  زيان ورسوي.
دى وايي ، چې هرکال د پسرلي په موسم کې د هېواد په ډېرى ولايتونو کې امنيتي پېښې زياتيږي ، چې په ننګرهار کې هم شوي، خو د پخوا په پرتله هغه ناامنه ولسوالۍ ، چې امنيتي ستونزې يې زياتې لرلې اوس امنې شوې دي.
دى وايي: ((داچين،نازيان او خوګياڼو ولسوالۍ ډېرې سختې ناامنې وې، چې اوس يې امنيت ښه شوى دى.))
د والي د وياند په خبره، چې په نږدې وختونو کې به په يو شمېر نورو ولسواليو کې هم سيمه ييز پوليس فعاله شي، چې امنيتي ستونزې به يې په فعاليدو سره کمې شي.
دى هم په ډاډ سره وايي، چې په ننګرهار کې د ټاکنو لپاره نومليکنه په ډېر ښه شان سره روانه ده او په هېڅ ځاى کې امنيتي ستونزه نه ليدل کيږي.