د هميم جلالزی ليکنه
د غزني والي موسی اکبرزاده ويلي، چې غزنی بيا د ۱۳۹۳ کال ټاکنو ته برابر نه دی. دده په وينا په يو شمېر ولسواليو کې امنيت خراب دی او شونې نه ده، چې ټاکنې په کې وشي.
ښاغلي اکبرزاده نا امنې ولسوالۍ هم په ګوته کړې: "په راروانو ټاکنو کې به د غزني په ګيرو، اجرستان، رشيدان او ناوه ولسواليو کې ستونزې ولرو، ځکه په دې ولسواليو کې امنيت خراب دى."
 که دغه څلور ولسوالۍ ترې ووځي نو داسې به يې وګڼو، چې په ۱۴ ولسواليو کې د ښاغلي والي د څرګندونو له مخې د ټاکنو شونتيا شته.
غزني د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې ريکارډ ټينګ کړ. له ۱۱ څوکيو څخه يوه هم پښتنو ته ونه رسېده، په داسې حال کې چې ددغه ولايت ۱۴ ولسوالۍ پښتانه دي، او بله دا چې تر ټولو ګڼ مېشتې ولسوالۍ لکه اندړ، قرباغ او مقر ټول پښتانه دي، خو په ټاکنو کې يې اغېزه صفر وه. له دريو هزاره مېشتو ولسواليو يوولس کانديدان د غزني د وکيلانو په توګه ولسي جرګې ته بريالي شول.
واليان
لومړی بايد پر دې وغږېږو، چې په غزني کې ولې امنيت خراب دی. د افغانستان دغه مهم مرکزي ولايت له ۲۰۰۳ کاله راهيسې نا امن دی او په دې وروستيو کې کلونو کې خو د ښار مرکز هم داسې و، چې سقوط ته نژدې شوی و.
په تېره څه باندې يوه لسيزه کې غزني اته واليان تجربه کړل او داسې واليان هم په کې وو، چې د ماموريت ټوله دوره يې درې مياشتې وه. لومړنی والي يې پخوانی جهادي قوماندان قاري بابا و او اوسنی هغه يې موسی خان اکبرزاده دی، چې له څه مودې راهيسې د غزني د والي په توګه کار کوي.
د غزني په نا امنۍ کې د مرکزي حکومت له لوري د واليانو د ژر ژر ادلون بدلون پوره برخه ده. لومړی خو دا، چې د پخوانيو واليانو ټول پروګرامونه نيمګړي پاتې کېدل او د وروستيو څو واليانو بيا کار ته هېڅ ډډه نه لګېده او فکر يې کاوه، چې هسې يې هم دغه دنده ډېر دوام نه کوي.
په دې لړ کې داسې کسان هم وو، چې يوازې د شتمنۍ په راټولولو بوخت وو او د ولايت چارې يو شمېر نا مسولو مافيايي کړيو په لاس کې اخيستې وې.
د واليانو دغه ادلون بدلون د ۲۰۱۳ کال لپاره د غزني پر تياري باندې هم فوق العاده بده اغېزه کړې ده. ډېرو واليانو له دې کبله هم کار و نه کړ، چې ويل يې هسې هم تر ۲۰۱۳ کاله پورې په دغې دنده نه پاتې کېږي، نو ولې داسې کار وکړي، چې د بل چا په نامه تمام شي. په ۲۰۰۷ کال کې چې غزنی د اسلامي نړۍ د فرهنګي پلازمېنې په توګه ونومول شو او پرېکړه وشوه، چې په ۲۰۱۳ کال کې به رسما دغه لقب ورکول کېږي، نو هغه مهال د ډېرو خلکو تمه دا وه، چې دولت به يو باثباته والي دغه ولايت ته ولېږي، چې حد اقل د ۲۰۱۳ کال لپاره خو سم تياری وکړي، خو له بده مرغه د واليانو تبديلي همداسې روانه پاتې شوه او دا مهال غزنی هېڅ تياری نه لري.
نا امنۍ
په امنيتي لحاظ هم ځينو واليانو ځان ډېر مکلف نه باله، چې منډې وکړي، ځکه هغوی باور نه درلود، چې په غزني کې به ډېر وخت پاتې کېږي نو هسې يې وخت تېراوه. د ځينو واليانو د دندې موده خو دومره لنډه وه، چې له خپلو مامورينو سره هم سم معرفي نه شول او ان يوې ولسوالۍ ته يې هم سفر و نه کړای شو.
طالبانو له دغې تشې څخه استفاده وکړه او ځان يې قوي کړ، تر دې پورې چې د ښار ترمنځه پورې را ورسېدل. په ښار کې ورسره يو شمېر نورې کړۍ هم يو ځای شوې او هغه خلک به يې په نښه کول چې له ښاره د باندې يې يا پرې زور نه رسېده او يا يې پيدا کولای نه شوای.
د اندړو پخوانی ولسوال ارواښاد عبدالرحيم ديسيوال له همدغې ډلې څخه و. نوموړی د غزني په دولتي چارواکو کې تر ټولو فعال، پاک، وطندوست، با ايمانه او ژبور انسان و. دی هغه مهال د اندړو ولسوال و، چې غزنی د اور پر سره تبۍ بدل شوی و او په ښار کې هم د خلکو ژوند سخت شوی و، خو دى به تل د اندړو ولسوالۍ ته،  ته او راته، له ولس سره يې د اړيکو هڅې کولې او د نا امنيو د مهارلو لپاره يې شپه او ورځ منډې وهلې. نوموړی په نورو سيمو کې څو ځله له مرګونو بريدونو څخه ژوندی وتلی و خو د ۲۰۰۸ کال د ډيسمبر پر لومړۍ نېټه په غزني ښار کې ووژل شو.
د ديسيوال وژنه وروستۍ پېښه نه وه او تر اوسه پورې هم په دغه ولايت کې د سر سړي وژل کېږي، ښوونځي بند دي، عامه المنفعه کارونه نه شي کېدای او تر ټولو مهمه دا، چې تېر ځل په کې ټاکنې هم و نه شوې.
کله چې غزني ته د مرکزي حکومت پاملرنه کمه شوه، نو دغلته ورو ورو د ځمکو مافيا هم سر راپورته کړ او اوس دومره پياوړې شوې ده چې د دولت پرې زور نه رسېږي.
يو شمېر سرچينو ويلي، چې په غزني کې اوس هره ورځ په اوسط ډول سل جريبه دولتي ځمکه غصبېږي او پلورل کېږي. د غزني ښار ختيځ ته دښتې ټولې هغو کسانو لاندې کړې چې پخواني قوماندانان او اوس دولتي چارواکي دي.
د ښار سوېل ته دښتي او د خلکو شخصي ځمکې هم مافيا لاندې کړې او دغه بهير اوس هم روان دی. کله چې دولتي حاکميت کمزوری شو نو مافيا په کې ګټې وکړې اوس همدې ته په پام سره له بېلا بېلو لارو چارو کار اخلي، چې دولتي حاکميت نور هم کمزوری شي او دوی خپلو کارونو ته دوام ورکړي.
جالبه دا ده، چې د مافيا يو شمېر کسان، چې کله د خلکو ځمکې لاندې کوي، نو ددې لپاره چې له طالبانو څخه هم ورته کوم خطر پېښ نه شي هغوی ته موټرسايکلونه اخلي. دا يوه بېلګه نه ده، بلکې لسګونه داسې بېلګې شته، چې طالبانو ته موټر سايکل اخيستل شوي او بيا طالباني محکمې هم د همدغې مافيا په ګټه پرې کړې کړې دي.
بله دا چې کله د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد پاڅون وشو، همدغې مافيا دولت مجبور کړ، چې مرسته ورسره و نه کړي، ځکه که په دغې ولسوالۍ کې ا منيت راشي بيا د دوی ګټې له خطر سره مخامخ کېږي. دولت هم د مافيا زور ته غاړه کېښوده او تر اخره پورې يې ولسي پاڅون ته د طالبانو پر ضد لاس ور نه کړ، چې له همدې کبله ولسي پاڅون سخت زيانونه وليدل. دا ټول ددې لپاره ښه ثبوت دی چې په غزني کې حاکمه کړۍ، دغلته امن نه غواړي او چې امن نه وي نو بيا به هم هماغسې ټاکنې لرو لکه په ۲۰۱۰ کال کې چې له ۱۴ ولسواليو څخه مو يو کانديد بريالی نه شو.
د دولت مکلفيت
دغزني والي وايي ، په تېرو ټاکنو کې په زيات شمېر سيمو کې خلکو د نا امنيو له امله ونه شو کولى، چې خپلې رايې وکاروي، خو په راتلونکو ټاکنو کې به له يادو شويو څلورو ولسواليو پرته په نورو ټولو ولسواليو کې امنيت ښه وي او خلک به په ازاده توګه خپلې رايې وکاروي.
 والي وويل چې، که څه هم اوسمهال په غزني کې امنيتي ګواښونه شته، خو د پخوا په څېر نه دي او خلکو ته يې ډاډ ورکړ، چې تر ټاکنو پورې به هر څه سم شي.
والي ونه ويل، چې امنيت به معجزه سمه وي او که به دوی هم څه کوي، خو زه چې د غزني شرايطو ته ګورم نو ګمان مې نه شي، چې دا وړۍ به شړۍ شي.
په غزني کې په دولتي ادارو کې د ظرفيتونو نشتوالی لويه غميزه ده، او که مرکزي دولت غواړي، چې دغلته ټاکنې وشي يا نور ملي بهيرونه عملي شي او يا هم خلکو ته کار وشي، نو په دغه ولايت کې دې پر ظرفيت جوړونه باندې جدي کار وکړي. حکومتولي دې پياوړې او سمه کړي،بله دا چې دغلته دې د مافيا د مخنيوي لپاره اغېزناک ګامونه واخلي، که څه هم له مافيا سره مبازره سخته ده، خو بله چاره هم نشته.
تر هغه، چې د غزني په دولتي ادارو کې ظرفيت لوړ نه شي او د اوسنۍ مافيا مخه ونه نيول شي، نو والي خو په څلور ولسواليو کې د ټاکنو  کېدل ناشوني بولي، خو زه ورته ډاډ ورکوم، چې په ۱۴ ولسواليو کې به بيا هم ټاکنې و نه شي او بيا به هم ولسي جرګې ته د يوه قوم کانديدان د ټول غزني د استازو په نامه راځي.