افغانستان عجب هېواد دی، نه په کې د کومې خبرې وړاندوينه کېدای شي، نه په کې دوه پېښې په اسانه پرتله کېدای شي او نه يوه پېښه او يو مسله پر بله ور قياسېدای شي.
دلته هرڅه له نورې نړۍ څخه توپير لري، خلک يې هم توپير لري، ژوند يې هم توپير لري، نظر یې هم توپير لري او بالاخره برخليک مو هم له نورې نړۍ سره توپير لري.
دغه غريب هېواد کې تر اوسه پورې هم د پوليو پېښې شته، د مور او ماشوم مړينه په کې لا هم لوړه ده، ميليونه خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، د لوستو کسانو کچه په کې ټيټه ده، روغتيايي اسانتياوې نشته، فساد په کې پراخ دی او په سياسي ډګر کې يې ډېرې ستونزې، بې باورۍ او ننګونې موجودې دي.
په کانونو وزارت کې يې يو بهرنی ۱۰۷ زره امريکايي ډالره مياشتنی معاش لري، خو په پلازمېنه کابل کې له ۲۵ تر ۳۰ سلنه خلک د څښاک لپاره سمې او پاکې اوبه لري. په همدغه ښار کې سلګونه کورنۍ تر شنه اسمان لاندې او يا په خيمه کې ژوند کوي او ماشومان يې له لوږې او يخه مري.
له کانونو وزارت څخه هره مياشت نژدې يو ميليونه ډالره، د سلاکارانو په معاش وځي. په کجکي برېښنا بند کې بيا له تېرو څو کلونو راهيسې ۱۱۰ ميليونه ډالره د بهرنيانو په معاش باندې تللي دي.
د دره صوف د ډبرو سکرو له کان څخه به په راتلونکو ۳۰ کلونو کې هغه کاناډایي کمپنۍ او هندي کنسرشيم، چې د حاجي ګک کان قرار داد يې کړی دی، د ۳۶ ميليارده ډالره په بدل کې ډبرو سکاره يوسي، په داسې حال کې، چې له حاجي کګ کان څخه به افغان دولت ته ۱۰،۵ ميليارده ډالره حق الامتياز ورکوي. د عامې روغتيا وزارت وايي، چې شاوخوا اتیا سلنه خلک په افغانستان کې لومړنيو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی لري، خو واقعيت دا دی، چې دا شمېره شاوخوا شپېته هم نه ده. په کليوالو او لري پرتو سيمو کې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی اوس د مرغۍ پۍ دي.
په سمنګان کې د ډبرو سکرو ټن په شپږ افغانۍ پلورل شوی او د ابراهيم عادل د وزارت له وخته تر اوسه پورې پاکستان ته روان دي.
له دره صوف څخه تر سمنګانو پورې سړک خام دی او د ډبرو له سکرو بار موټرونه نژدې څلور ساعته پر همدغه خام سړک مزل کوي.
د سړک دواړو خواوو ته د خلکو کروندې او شنه باغونه دي، خو د ګردونو او دوړو له کبله د ونو او بوټو د پاڼو رنګ ورک وي، مېوه همداسې خرابه شي او هر کال د سيمې اوسېدونکي ميليونه افغانۍ د همدغو دوړو له کبله تاوان کوي.
د پوهنې وزير په ډېر وياړ سره دا مني، چې لا هم په هېواد کې ۴۷۱ ښوونځي تړلي دي. دا خو دده شمېره ده، که سيمو ته ولاړ شو او موږ په خپله وګورو نو تر زرو يې هم شمېره اوړي.
کېدای شي فاروق وردګ به هغه ښوونځي هم په پرانستو شمېرې، چې د ودانۍ دروازه يې قلف نه وي، دی به هغه ښوونځی هم په پرانستو شمېري، چې ښوونکی نه لري او هغه ښوونځی به هم په پرانستو شمېري، چې د يوه ټولګي زده کوونکي د بل ښوونکي وي.
په ولسي جرګه کې هم د رشوت خبره اخر رسنیو ته راووتله. يو وکيل بل ته وايي، چې ۵۰۰۰ زره ډالره راکړه چې د يوه کمېسيون مشر دې کړم.
د لوړو زدکړو وزارت هم لرو، چې په سږني کانکور کې درغليو ويډيوګانې خپرې شوې او دوی يې لا نه مني.
د ګاونډيانو مداخلې خو دومره پراخې شوې، چې هر څومره فکر کوم، نو داسې ساحه به پاتې نه وي، چې دوی په کې مداخله کړې نه وي. ځانمرګي له ګاونډيانو راځي، توغندي له ګاونډيانو راويشتل کېږي، د بندونو د ورانولو پلانونه ګاونډيان جوړوي او سل و زر نورې خبرې شته چې د افغانانو ژوند يې فوق العاده اغېزمن کړی دی، خو هېڅوک په دې اړه د مسوليت احساس نه کوي. سياسيون مو پر سياسي معاملو بوخت دي، چې څنګه وکولای شي، ځان مطرح کړي او امتياز واخلي. روڼ اندي مو لا هم د يو بل نظر د سپکاوي تر حده ردوي او لا هم د دوی او زغم تر منځ لوی لوی غرونه او سيندونه پراته دي.
عالمان مو تر اوسه پورې د «ی» او «دانشګاه» په کشمکش کې له يو بل سره ښکر پر ښکر دي. له طالبانو او نورو وسلوالو خو به څه نه وايو ځکه هغوی خو هسې هم له ولسه څرمن ايستلې او بيا يې سره لمر ته درولی دی.
زموږ برخليک
لومړی بايد ووايم چې په دغسې يوه حالت کې چاته انتظار وکړو؟ پر افغانستان کې پر ستونزو باندې بحث اوس د منطق په اصطلاح حاصل ما يحصل دی.
دلته اوس له نيوکو سره د خلکو غوږونه عادت شوي او يا که ووايم معافيت يې موندلی دی. ما ډېر لږ داسې ليدلي دي چې د چا نيوکې دې ځای نيولی وي.
ځينې خلک استدلال کوي چې بايد نور له نيوکو تېر شو او کار وکړو، خو کار څوک وکړي. کار خو ډېر په سرکار پسې تړلی دی او سرکار موږ وينو چې څه کيسې په کې روانې دي. فساد په کې چېرته دی، درغلۍ چېرته دي او د خلکو د ژوند کچه په کې څنګه روانه ده.
په تېرو څه باندې لسو کلونو کې افغانانو خورا ډېرې هيلې درلودې خو ډېرې لږې يې پوره شوې دي او نورې هماغسې پاتې شوې. اوس ټول خلک راتلونکو ټاکنو ته منتظر دي چې څه به کېږي. اوس يې بيا هيلې په راتلونکو ټاکنو پسې تړلې دي، چې که وشي ددغو ټاکنو په پايله کې داسې حکومت راشي چې د خلکو له هيلو سره څه نا څه سم وخېژي.
د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو ته څو ورځې باندې يو کال پاتې دی. په راتلونکي کال کې به د افغانستان ولسمشريزې ټاکنې کېږي او ولسمشر کرزی به واک نوي ولسمشر ته سپاري.
دغه کال به نو د ننګونو کال وي. د کال تر پایه پورې به بهرنيان ووځي او ټولې امنيتي چارې به افغان لوري ته وسپاري، بيا نو افغانان پوه شول او کار يې چې څنګه يې سمبالوي.
دا کېدای شي د افغانانو لپاره د ښه راتلونکي د جوړولو وروستی چانس نه وي، خو نور چانسونه که راځي هم له ډېرو ستونزو وروسته به راځي او دا هم معلومه نه  ده چې افغانان به څومره قربانۍ ورکوي چې نور چانسونه ومومي.
د ټاکنو لپاره کانديدانو سره له اوسه کار پيل کړی دی، خو په عامه کچه لا هم د ټاکنو په اړه دېر څه نشته. په راتلونکو ټاکنو کې چې ډېره تمه ده هغه ملي سياسي ګوندونو او مدني ټولنو ته ده. دوی بايد په ګډه د خلکو د پوهاوي لپاره کار وکړي چې په ټاکنو کې برخه واخلي او داسې چاته رايه ورکړي چې د افغانستان د راتلونکي مشر په توګه د ورسپارل کېدونکې مسوليت تر عهدې ووتلای شي؟
په دې برخه کې ملي افغاني رسنۍ هم بايد د راتلونکو ټاکنو په اړه خپل مسوليت ادا کړي او خلکو ته پوهاوی ورکړي، چې خپله رايه د افغانستان په خاطر وکاروي.
زما وېره دا ده چې که دا ځل مو خپله رايه په ډېر غور سره و نه شو کارولی او يا و نه شو کولای چې د کانديدانو په منځ کې وړ څوک انتخاب نه کړو نو نه يوازې اوسنيو ستونزو ته به د پای ټکې کېښودل شي، بلکې په ډاډ سره ويلای شم چې پر اوسنيو ستونزو به نورې هم ور زياتې شي.
زموږ اوسنۍ ستونزو يوازې له دې کبله نه دي چې زموږ اکثره چارواکي وړ خلک نه دي، بلکې په دې کې خپله د ولس ستونزه هم ده، په تېره بيا د ولسي جرګې په ټاکنو کې چې هر چاته يې رايه ورکړې  او اوس د دوی پر برخليک لوبې کوي.
دا ځل ټاکنې برخليک ټاکوونکې دي له همدې کبله تر پخوانيو هغو ډېر ارزښت لري. خلک بايد د افغانستان راتلونکي ته په پام سره خپلې رايې وکاروي.
د هميم جلالزی ليکنه