Data Gathered Date: 

Sunday, March 31, 2013 - 16:30

 
د څښلو د صحي اوبو او دښوونځيو کمښت، د سمنګان ولايت له لويو ستونزو څخه دي، د دغه ولايت اوسېدونکي وايي چې په راتلونکيو ټاکنو کې برخه اخلي او له راتلونکي ولسمشر غواړي، چې دغه ستونزې يې  هوارې کړي.
د دغه ولايت په ځينو سيمو کې  خلک د (کندې) په نامه زېرمه جوړوي او په هغه کې د باران او وارو اوبه زېرمه کوي. د سمنګانو د ډېرو سيمو تر ځمکه لاندې اوبه، ډېرې ټيټې او آن په څو سوه مترو کې دي، چې د خلکو له امکانه وتلې دي. همدارنګه دغه ولايت د ښوونځيو د ودانيو له کمي سره مخ دی، د سمنګانو د ښوونې او روزنې د رييس د معلوماتو له مخې، دغه ولايت ۲۱۹ فعال ښوونځي لري، چې دهغو له ډلې څخه يې ۸۱ ودانۍ  لري.
 دغه ولايت، چې د شپږو ولسواليو درلودونکی دی، له کابل ښارڅخه د ۳۰۰ کيلو مترونو شاوخوا واټن لري.
د دغه ولايت، ولايتي شورا ۹ څوکۍ لري، چې له هغو څخه يې ٣ ښځو ته ځانګړې شوې دي.  دغو څوکيو ته د ۷ ښځو په ګډون ۷۰ کسانو خپل ځانونه کانديد کړي دي.
دغه راپور د  اونۍ په اوږدو کې په مرکز او څو ولسواليو کې د  دغه ولايت دهغو ١٠ اوسېدونکيو د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی، چې ٤ تنه يې ښځې دي .
عاقله: د ويالو غيرصحي اوبه څښو
دغه ۲۷ کلنه نجلۍ د ايبکو د مرکز اړوند د سينما تر شرا سيمه کې ژوند کوي او په يوه انجيو کې کار کوي وايي، چې په سيمه کې يې ۲۰۰ کورونه ژوند کوي، چې هېڅ يو يې صحي اوبو ته لاسرسی نه لري او د دغو اوبو کارول  د ډول- ډول ناروغيو لامل ګرځي.
عاقله په ټاکنو کې برخه اخلي او غواړي، چې راتلونکی  ولسمشر بايد په خپله خوښه و ټاکي او هغه ته وايي، چې خلکو ته د څښلو صحي اوبه برابرې  کړي.
عاقلې پژواک خبري اژانس ته وويل چې نسبت تېرو پنځو کلونو ته يې اقتصادي وضعيت ښه شوی دی، ځکه چې د دندې څښتنه ده.
بزګر: ځمکې مې غصب شوې دي
۳۵ کلن محمد عثمان د حضرت سلطان ولسوالۍ د شلو کتو کلي اوسېدونکی وايي، چې په ټاکنو کې برخه اخلي، ترڅو د خپل هېواد برخليک وټاکي.
دی وايي چې د جهاد په لومړيو کې يې (۱۳۵۸ ) په قزلتون بچاق سيمه کې د زورواکيو له خوا ځمکې غصب شوې او تر اوسه لا په غصب کې دي.
د دغه بزګر په وينا، څو ځله محکمو ته ورغلی، خو  پايله يې نه ده ورکړې، دی له راتلونکي جمهور رييس څخه غواړي، ترڅو يې د دويم ځل لپاره د ملکيت څښتن کړي.
دغه بزګر  زياتوي چې په اوسني حکومت کې يې په کلي کې ښوونځی جوړ شوی دی، په سړک يې جغل اچولی او امنيت ښه شوی دی.
دغه بزګر له ۳۷ کانديدانو څخه يواځې درې کسان پېژني.
عاليه: د اوبو راوړلو لپاره په ساعتونو پياده ځم
مېرمن عاليه ۲۸ کاله عمر لري او د حضرت سلطان ولسوالۍ د سرقينه ازبکيه کلي اوسېدونکې ده، وايي چې په ورځني ډول درې کيلو متره لاره وهي او له سيند څخه د څښلو اوبه راوړي.
عاليه، چې د کور ښځه ده ، د صحي اوبو له نشتوالي سره -سره له بېکارۍ څخه هم شکايت کوي او وايي، چې نارينه يې نورو ولايتونو او آن کابل ته په کار پسې ځي او په مياشتو مسافر وي.
دغه ښځه په ټاکنو کې برخه اخلي او له راتلونکي جمهور رييس څخه غواړي، چې د اوبو او بېکارۍ ستونزه يې هواره کړي. دا وايي د تېرو پنځو کلونو په اوږدو کې  يې اقتصادي حالت نه دی ښه شوی، خو امنيت ښه شوی او ماشومان يې ښوونځي ته ځي.
زده کوونکې: پوهنتون نه لرو
۱۸ کلنه نوريه، چې د سمنګانو د مرکز اړوند د نجونو په لرغان لېسه کې زده کوونکې ده ، وايي چې له دې امله په ټاکنو کې برخه اخلم، چې خپل او دملت برخليک معلوم کړم.
دا د صحي اوبو، قير سړک او پوهنتون اړوند شکايت لري.
نوريه وايي چې په سمنګانو کې پوهنتون نشته او که له لېسې فارغه شي، نو کورنۍ يې اجازه نه ورکوي، چې بل ولايت ته د لوړو زده کړو لپاره لاړه شي.
دا له ولسمشر غواړي، چې په سمنګانو کې پوهنتون جوړ کړي.
ملکه: ټاکنې ارزښت نه لري
ملکه، چې ۳۹ کلنه ده او د سمنګانو د مرکز د سرغاني کلي اوسېدونکې ده، سواد نه لري او د کور پر کارونو بوخته ده. دا وايي چې په ټاکنو کې برخه نه اخلي، ځکه باور لري، چې ولسمشر  لا پخوا د بهرنيانو له خوا ټاکل شوی دی... .
دا هم د څښلو د صحي اوبو او د سړک د نشتوالي اړوند شکايت لري.
ملکې په دې اړه، چې له راتلونکي جمهور رييس څه غواړي ؟ وويل:((هېڅ شی نه غواړم، ځکه هر څوک چې پاچا شي، نو خلکو ته کار نه کوي.))
دا وايي چې په اوسني حکومت کې د ټوپکيانو له ظلم څخه خلاصه شوې او امنيت ښه شوی دی.
ملکه د کانديدانو له ډلې څخه يواځې حامد کرزی پېژني.
بزګر: د صحي اوبو نشتوالی زموږ لويه ستونزه ده
۵۸ کلن محمد حکيم د روی دواب ولسوالۍ د مديرک کلي اوسېدونکی وايي، چې په ټاکنو کې د عادل جمهور رييس په خاطر برخه اخلي.
دی وايي چې لويه ستونزه يې د صحي اوبو نشتوالی، د سړک جوړول او دښوونځي ودانۍ دي.
د ده په وينا، هغه د ويالې له اوبو څخه ګټه اخلي، چای او خواړه يې د شامپو بوی ورکوي.
دغه بزګر وايي چې د دوی سړک په بشپړ ډول خامه دی، ښوونځی يې ودانۍ نه لري او ماشومان يې په جومات کې درس وايي.
طالب العلم: ديني مدرسه نه لرو
۱۹ کلن عبدالخالق، د لاندې دره سوف ولسوالۍ د مسعود کلي اوسېدونکی، چې په يوه جومات کې پر دينې زده کړو بوخت دی، وايي چې په ټاکنو کې برخه اخلي، ترڅو خپل برخليک و ټاکي.
دی وايي چې په ولسوالۍ کې يې هېڅ دينې مدرسه نشته او طالبان په جوماتونو کې درس وايي.
خالق وايي چې له راتلونکي ولسمشر غواړي، چې  د جوماتونو جوړولو ته پام وکړي او صحي اوبه خلکو ته ورسوي.
دی وايي چې په اوسني حکومت کې امنيت ښه شوی او ماشومان ښوونځيو ته ځي.
 دوکاندار: له پاټکونو څخه بې غمه شوي يو
۳۸ کلن شفيع الله د خرم او سارباغ ولسوالۍ د المه کلي اوسېدونکی، چې د سيمې دوکاندار دی، وايي چې د برخليک ټاکلو په موخه په ټاکنو کې ګډون کوي.
دغه دوکاندار وايي چې د څښلو د اوبو له ستونزې سره مخ دی.
د ده په وينا، نسبت تېرو پنځو کلونو ته يې اقتصادي ژوند ښه شوی دی، په دې چې پخوا خپلسريو ټوپکوالو په هره سيمه کې پاټکونه لرل او له دوکاندارانو څخه به يې پيسې اخيستې، چې ګټه يې ټوپکوالو ته ورتله، خو اوس داسې پاټکونه نشته.
ښوونکى: امنيت ښه شوی دی
۵۱ کلن محمد نذير، د مرکز د لرغان کلي اوسېدونکی، چې د سيمې له ښوونکيو څخه دی، وايي چې د هېواد د برخليک ټاکلو لپاره په ټاکنو کې برخه اخلي.
دی د  څښلو او کر کېلې د اوبو کمښت لويې ستونزې بولي او له راتلونکي ولسمشر غواړي، ترڅو دغو ستونزو ته پاملرنه وکړي.
دغه ښوونکی وايي چې په اوسني حکومت کې، يې دپخوا په پرتله  امنيت ښه شوی او خلک د وسلوالو ډلو له وېرې پرته ژوند کوي.
د وچې مېوې سوداګر: د مختلفو ډلو له باج اخيستلو څخه خلاص شوي يو
محمد کبير، چې ۴۸ کاله عمر لري او د مرکز د ايرا غلي کلي اوسېدونکی دی، د وچې مېوې تجارت کوي.
دی وايي چې له اوسني حکومت مخکې،  وسلوالو ډلو په مختلفو بهانو د وچې مېوې نغدې پيسې ورڅخه اخيستې، خو اوس دا ستونزه نشته.
د ده په وينا، په تېرو ٧ کلونو کې، امنيت ښه شوی، ژوند يې يو څه ښه شوی، خو اوس هم د څښلو د اوبو له نشتوالي رنځ وړي.