په دې ورځو کې د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو  لپاره د ټاکنو کېسې روانې دي. بالقوه کانديدان هم غير رسمي کمپاين کوي او دولتي ادارې هم په دې بوختې دي چې څنګه وکولای شي سمې ټاکنې وشي، ځکه دغه ټاکنې په ډېر حساس وخت کې کېږي.
 ۲۰۱۴ کال ، چې بهرني ځواکونه به افغانستان پرېږدي او د هېواد ټولې امنيتي چارې به افغان ځواکونه سمبالوي، دغه راز به واک يوه نوي ولسمشر ته سپارل کېږي چې دا کار به هم خپلې اغېزې ولري.
په دغسې شرایطو کې نو د ټاکنو اهميت نور هم ډېرېږي او د ټاکنو کمېسيون هم بوخت دی چې څنګه کولای شي ټاکنې عمومي او رڼې وشي.
دغه کمېسيون د هېواد له امنيتي ارګانونو سره د نږدې اوه زرو رايو مرکزونو نوملړ شريک کړی، چې هغوی د امنيت په اړه ارزونې وکړي.
ټاکنې به نژدې ۱۳ مياشتې وروسته د ۱۳۹۳ کال د وري پر شپاړسمه وي. دغه دريالس مياشتې وخت د تياري لپاره دی چې مرکزونو ته مواد ورسيږي او د ټاکنو لپاره ټولې اسانتياوې برابرې شي.
د ټاکنو په اړه سر له اوسه تر ټولو لويه پوښتنه د امنيت ده، چې ايا د ټاکنو پر مهال به خلک وکولای شي چې خپلې رايې وکاروي او که به يې نا امنۍ مخه ډب کړي.
دا پرېکړه تر وروستي بريده پورې په امنيتي ادارو پورې تړلې ده، چې هغوی امنيت ټينګ کړي او خلکو ته د رای ورکولو فرصت برابر کړي. په تېرو ولسمشريزو او پارلماني ټاکنو کې د افغانانو ترخه تجربه دا وه، چې په ډېرو پښتني سيمو کې ټاکنې و نه شوې او يا ډېرې لږې وشوې، چې له کبله يې تر اوسه پورې هم پښتني سيمې له ستونزو سره مخامخ او له پرمختګونو څخه پاتې دي.
مرکزونه
د ټاکنو خپلواک کمېسيون امنيتي ادارو ته د نژدې اوه زره رای مرکزونو نوملړ لېږلی دی. اوس به امنيتي ادارې ګوري چې چېرته امنيت د ټينګېدو او چېرته نه دی او بيا به د ټاکنو کمېسيون ته مشوره ورکوي، چې چېرته د ټاکنو مرکز پرانيزي او چېرته نه.
 د حکومت ادعاوو ته په پام سره په دې اړه دوه احتمالونه موجود دي. که حالت هغسې وي لکه حکومت چې وايي چې دا مهال د هېواد په ډېرو سيمو کې امنيت ټينګ شوی دی، نو بويه چې دغه ټول مرکزونه پرانېستل شي، ځکه هغه ځايونه چې اوس په کې امنيت ښه نه دی کېدای شي تر راتلونکي يو کاله پورې په کې ښه شي او ټاکنې په کې وشي.
يا دا چې حکومت د امنيت په اړه هسې ادعاوې کوي او لا په ډېرو سيمو حاکم نه دی او که داسې وي نو معلومه به شي چې د ټاکنو کمېسيون ته به د ډېرو مرکزونو د بندېدو  مشوره ورکړي.
امنيتي ارګانونو ته د ارزونې لپاره څلور مياشتې وخت ورکړل شوی چې معلومه کړي کوم ځايونه ددې وړ دي چې ټاکنې وشي او کوم يې وړ نه دي.
د ټاکنو د کمېسيون يوه چارواکي ضياءالحق امرخېل ويلي چې له امنيتي ادارو سره يې دا نوملړ په دې موخه شريک کړی چې د نا امنۍ په پلمه د کومې سيمې خلک له رايو ورکولو څخه بې برخې نه شي. اوس په حکومت پورې هم تړلې ده چې د خلکو د ګډون امکاناتو ته په پام سره د ټاکنو کمېسيون ته يوه رښتيني او پر واقعيت ولاړه مشوره ورکړي.
 
رښتيا که درواغ
د ټاکنو کمېسيون وايي په تېرو پارلماني ټاکنو کې په ټول هېواد کې د شاوخوا ٦زره راي مرکزونو امنيت ساتل شوی و. دوی وايي چې د راتلونکو ټاکنو لپاره يې دغه شمېره اووه زره ته لوړه کړې ده.
د ټاکنو د کمېسيون دا خبره ماته ډېره هېښوونکې معلومه شوه. کله چې د ۶ زره رای مرکزونو امنيت ساتل شوی و، نو ولې بيا ټاکنې و نه شوې، ولې د خلکو ګډون په ټاکنو کې کم و؟ په غزني کې ولې په پښتنو سيمو کې د ګوتو په شمېر رايې واچول شوې. ولې په کندهار کې د خلکو رايې قرنطين شوې، ځکه چې د خلکو نه، بلکې د وکيلانو خپلې رايې وې چې صندوقونه يې ترې ډک کړي و.
که خلکو رايې اچولې وای يا مرکزونه پرانستې وای نو ولې شپېته وکيلان په درغليو پړه بلل کېده او محکمې يې له ولسي جرګې څخه د ايستلو امر کاوه.
که د رای مرکزونه پرانېستي وای نو د ولسواليو له ودانيو د باندې به هم خلکو رايې ورکړې وې.
که د تېرو پارلماني ټاکنو د پرانېستو مرکزونو معيار اوس هم بر  قراره وي، نو داسې يې وګڼئ چې ټاکنې نه دي او هغه لګښتونه ټول بې ځايه ځي چې د ټاکنو په نوم کېږي.
تېر ځل ټاکنو کې په پښتنو سيمو کې يوازې د ولسواليو په ودانيو کې مرکزونه پرانېستي وو او د ولسواليو يو شمېر پوليسو او مامورينو رايې ورکړې وې، له همدې کبله په ولسي جرګه کې د غزني يوولس واړه څوکۍ هزاره ګانو ونيولې.
د ټاکنو کمېسيون بايد په نوم باندې مرکزونه پرانيزي او يا دا چې په رسمياتو کې ووايي ،چې دوی مرکز پرانېستی دی، نور دې وته و نه ګوري چې دغه مرکز ته خلک ورتلای شي او کنه؟ يا دا چې له مرکزه بېرته راوځي نو بيا خو به يې څوک ګوته نه ورغوڅوي او يا خو به يې وژني نه.
فاسدې ټاکنې
امنيت او د ټاکنو فساد يو له بل سره نېغ په نېغه تناسب لري. که امنيت ښه نه وي نو کېدای شي چې ټاکنې درغلې وي او که امنيت ښه وي نو کېدای شي چې ټاکنې هم رڼې او د نظام له مشروعيت سره مرسته وکړي.
د نظام مشروعيت په ټاکنو پسې تړلی دی او د ټاکنو مشروعيت د خلکو په ګډون او برخه اخيستنه او د خلکو ګډون په امن پسې تړلی دی.
زما نظر دا دی چې که حالت برابر نه وي، موږ ولې د ټاکنو پر ځنډولو او يا پر نورو لارو چارو باندې فکر نه کوو. موږ ولې دې ته نه ګورو چې شرايط سم شي بيا دې ټاکنې وشي، ځکه تر هغه چې ټول خلک په ټاکنو کې ګډون ونه کړي، هلته  د نظام او ټاکنو د مشروعيت مسله مطرح کېږي.
دا سمه ده چې په اساسي قانون کې دې ته بله لاره پرېښودل شوې نه ده، چې شرایط خراب وي بيا به هم پېنځه کاله وروسته ټاکنې کېږي او کنه؟
خو که د اساسي قانون پر تعديل باندې فکر و نه کړو، نورې داسې لارې هم پيدا کېږي چې له دولت سره مرسته کوي، چې په ټول هېواد کې عمومي، رڼې او سمې ټاکنې وکړي.
کېدای شي ټاکنې په زونونو ووېشل شي او امنيتي قواوې هم همداسې ووېشل شي، چې د يوه زون اضافي ځواکونه بل زون ته د امنيت د خونديتوب لپاره واستول شي. دا هېڅ اړينه نه ده چې پر يوه ورځ دې په ټول هېواد کې ټاکنې وشي.