Data Gathered Date: 

Monday, July 29, 2013 - 12:15

کابل (پژواک ٢٠غبرګولى ٩٢) : د کونړ د مرکز او ولسواليو اوسېدونکي په يوه خوله په دې ولايت کې د برېښنا بندونو جوړولو غوښتنه کوي، چې له يوې خوا به يې د برېښنا ستونزه هواره شي او له بلې خوا به يې کرنيزو ځمکوته اوبه پيدا شي.
د کونړ سيند ترڅنګ په دې ولايت کې ګڼ شمېر نور لوى او واړه سيندونه بهيږي، پرته له دې چې ګټه ترې پورته شي، اوبه يې پاکستان ته ځي او هغوى ترې ګټه پورته کوي.
د کونړ د مرکز اسعداباد اوسېدونکي محمد اسراييل پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ددوى تر ټولو لومړۍ غوښتنه او اړتيا برېښنا ده.
هغه زياتوي ، چې اوس ټول پرمختګونه برېښنا پورې تړلي دي، د فابريکو ترڅنګ د روغتيا، زده کړې، صنعت او سوداګري هم له  برېښنا پرته نه شي ترسره کېداى.
اسرائيل وويل ، چې د کونړ پر سيند په بېلابېلو سيمو کې د برېښنا بندونو جوړولو ظرفيت شته،چې نه يواځې ددې ولايت د برېښنا ستونزې هوارولى شي، بلکې يو شمېر نورو ولايتونو ته هم برېښنا ورکولى شي .
د اسمار ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالولي سالارزى وايي، چې دکونړ پر لوى سيند داسمار ولسوالۍ د سره طاق برېښنا بند، چې د داوود خان د واکمنۍ پر مهال يې سروې شوې وه، شاوخوا دوه زره ميګاواټه برېښنا توليدلى شي.
هغه پر مرکزي حکومت نيوکه کوي ، چې نور دې خلک نه غولوي او په ريښتيني  مانا سره دې پر دې پروژې کار پيل کړي.
د ولايت د مرکز اسعد اباد ښار اوسېدونکى ضياءالحق ساپی وايي، چې که دولت پر يادې پروژې کار پيل کړي، نو د کونړ ولسونه به يې کلک امنيتي و نيسي او له امنيتي ځواکونو سره به په دې برخه کې  همکاري وکړي.
د هغه په وينا، چې که دغه بند جوړ شي، نو نه يواځې به کونړ ولايت ، بلکې ټوله ختيځه سيمه او ټول هېواد د پرمختګ پر لاره روان شي.
د ناړۍ ولسوالۍ يو اوسېدونکى نعمت الله د برېښنا د غوښتنې ترڅنګ وايي، چې په دې ولايت کې بايد ځنګلونه وساتل شي .
هغه زياتوي، ځنګلونه په بې رحمۍ سره وهل کېږي، چې له مله يې په دې ولايت کې اقليمي ستونزې پيدا شوې دي.
نوموړي له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې نه يواځې د ځنګلونو د وهلو مخه ونيسي، بلکې د احياء لپاره دې لازم اقدامات وکړي.
د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکى فولاد مشواڼی وايي ، چې د پاکستان له خوا پر دې ولسوالۍ له تېرو دوو کلونو راهيسې توغندويي بريدونه کېږي، چې له امله يې ګڼ شمېر خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.
هغه له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې په سرحدي سيمو کې دې امنيتي پوستې زياتې کړي او د پاکستانيو بريدونو مخه دې ونيسي.
د شيګل ولسوالۍ اوسېدونکى قاري احسان الله بيا د لويې لارې په اوږدو کې د زياتو امنيتي پوستو جوړولو غوښتنه کوي.
نوموړى زياتوي، چې څو وارې پر دې لاره دولتي او نادولتي کارکوونکي تښتول شوي او وژل شوي  او خلک نه شي کولى په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي.
دغه راز د وټه پور ولسوالۍيو اوسېدونکى ذبيح الله غازي، د مرورې ولسوالۍ اوسېدونکى تاييدافغان ، د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکى فريدالله دهقان او د نرنګ ولسوالۍ اوسېدونکى محمد ناصر هم په دې ولايت کې د برېښنا بندونو جوړولو غوښتنې وکړې.