Data Gathered Date: 

Monday, July 1, 2013 - 13:30

کندهار ( پرواک، ٢٦غبرګولي ٩٢): د کندهار اوسېدونکي له دولت او نړيوالې ټولنې څخه د امنيت د ټينګښت تر څنګ د برېښنا د رغولو، کرنيزو محصولاتو ته د نړيوال بازار موندنې، د بېکارۍ د له منځه وړو، د پوهنې د بهير د اصلاح، ولسواليو ته د غځېدلو لارو د جوړولو او لرې پرتو سيموکې د حکومتولۍ د غځېدو او پياوړي کېدو غوښتنه کوي.
د کندهار د ولايتي شورا رييس حاجي سيد جان خاکرېزوال وايي، چې د امنيت ټينګښت تر هر څه وړاندې د خلکو بنسټيزه غوښتنه ده او چې امنيت سم وي، ټول کارونه ورسره سمېږي.
دى وايي، له امنيت وروسته په سيمه کې د لويو پروژو پلې کول، په ادارو کې د فساد مخنيوى، د برېښنا رغول، د پوهنې د سيستم اصلاح او د اوبو د بندونو جوړول د خلکو بنسټيزې اړتياوې او غوښتنې دي.
د هغه په وينا، ولايتي شورا ته هره مياشت تر ٣٠٠ زياتې عريضې ور وړل کېږي، چې خلک ترې په سيمه کې د لويو پروژو پلي کول، د فساد مخنيوى او نورې اسانتياوې غواړي.
خاکرېزوال وويل، د قومي شخړو، د بې ګناه بنديانو د خوشې کېدو، له چارواکو سره د ستونزو د حل کېدو او په سيمه کې د ژوند د اسانتياوو غوښتنې او ستونزې يې په ولايتي کچه څه، چې تر ولسمشر کرزي پورې رسولي، چې ځينې يې حل شوې هم دي.
ده زياته کړه، خلکو په وار وار د ځينو لويو ستونزو لکه د برېښنا، بيارغونې، پوهنې، د اوبو د بندونو او د خپلو حقونو غوښتنه کړې ده.
نوموړی وايي، په کندهار کې تر اوسه کومه اوږدمهاله مهمه پروژه نه ده عملې شوې، خو د خلکو د تېر ايستلو لپاره ځينې کوچنۍ او بې کيفيته پروژې عملي شوي، چې خلکو ته يې نه يواځې ګټه نه ده رسېدلې، بلکې د لنډې مودې په تېرېدو سره له منځه تللې دي.
خاکرېزوال د خلکو يوه غوښتنه دا هم ګڼي، چې وزراتونه دې کندهار ته په هره برخه کې خپل حق ورکړي، ځکه نورو ولايتونو ته پاملرنه ډېره کېږي، خو کندهار کې يې امنيتي ستونزه بهانه ګرځولې او په ښکاره د دې ولايت د خلکو حق په نورو خوري.
ده وويل، د خکو يوه بله عمده غوښتنه په دولتي ادارو کې د فساد مخنيوى دى، په ځانګړې توګه په عدلي، قضايي او امنيتي ارګانونو کې.
د هغه په باور، د فساد د شتون له امله نه يواځې دا چې د خلکو کارونه ځنډول کېږي، بلکې ورڅخه د رشوت او پيسو غوښتنه هم کېږي.
د کندهار ښار اوسېدونکى محمد زمان وايي، چې د خلکو يوه لويه غوښتنه د برېښنا د جوړولو ده.
د ده په وينا، څه باندې لس کاله تېر شول هر ځل چارواکو د برېښنا د رغولو ژمنې وکړې، خو عملي کړې يې نه دي.
هغه له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې تر هر څه وړاندې دې کندهار ته برېښنا برابره کړي.
د کندهار ښار دغه اوسېدونکی زياتوي، که برېښنا وي، فابريکې فعالېږي او د کار روزګار زمينې ډېرېږي، چې په دې توګه به د بېکارۍ ستونزه هم حل شي.
دى وايي، اوسمهال له خلکو څخه ډېرې پيسې د جنراتورونو پر اخيستلو او تېلو ځي، ځکه خلک اړ دي، چې په شخصي توګه ځانونو ته برېښنا برابره کړي.
د کندهار د صنعتي پارک د څپليو جوړولو د يوې فابريکې مسوول محمد کريم وايي، چې برېښنا تر ټولو بنسټيزه اړتيا ده، ځکه د برېښنا د کمښت له امله دغلته صنعت ته لوى زيان اوښتى دى.
دى وايي، ډېر پانګوال غواړي دغلته په لسګونو فابريکې جوړې کړي، خو د برېښنا د نشتوالي له امله دا کار نه شي کولاى.
د ارغنداب ولسوالۍ د ناګهان سيمې يو اوسېدونکى او قومي مشر حاجي دوست محمد بيا کرنيزو محصولاتو ته د مارکېټ نشتوالى لويه ستونزه ګڼي او وايي، د کندهار انګور او انار په نړيواله کچه شهرت لري، خو دغه محصول تر اوسه هم د اروپا او امريکا مارکېټونو ته لاره نه ده  پيدا کړې.
دى وايي، دلته خلک د خپلو کرنيزو محصولاتو د صادرولو لپاره يواځې يوه لاره لري، چې هغه پاکستان دى، خو دغه هېواد بيا د افغانستان مېوه په خپل نوم نورې نړۍ ته صادروي.
هغه غوښتنه وکړه، چې د وچې او تازه مېوې سوداګرو ته دې د ځمکې او هوا لارې د دې زمينه برابره شي، چې خپل محصولات د نړۍ بازارونو ته ورسوي، تر څو دلته کرنه وده وکړي او د خلکو اقتصادي حالت ښه شي.
د سردرا محمد په نوم يو نالوستى ځوان بيا په کندهار کې بېکاري هم جدي ستونزه ګڼي او وايي، چې دولت دې ورته د کار او روزګار غم وخوري.
هغه پژواک اژانس ته وويل، هره ورځ په سلګونو ځوانان د ښار په څلور لارو کې د کار انتظار باسي، خو په اوونۍ کې ان يوه يا دوه ورځې هم کار نه شي موندلاى.
دى وايي، که دولت برېښنا ورغوي او دلته د فابريکو شمېر زيات شي، نو په زرګونو بې کاره ځوانانو ته به کار پيدا شي.
د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ اوسېدونکى جمال بيا د پوهنې د سيستم د اصلاح غوښتنه کوي او وايي، له يوې خوا دغلته ګڼ شمېر ښوونځي د نا امنيو له امله تړلي دي، خو هغه چې پرانيستي دي هم د زده کړې بهير په کې ډېر ټکنى دى.
هغه وويل، په کندهار کې د پوهنې پر وړاندې تر ټولو عمده ستونزې د مسلکي ښوونکو کمښت، د ښوونځيو لپاره د سمو ودانيو نشتوالى او د کتابونو کموالى دى.
نوموړي غوښتنه وکړه، چې حکومت دې په کندهار کې د يوه منظم پلان له مخې د پوهنې په بهير کې اصلاح راولي او دغلته دې ښوونه او روزنه معياري کړي.
د کندهار د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکې بيا له کندهار ښار څخه ولسواليو ته د غځېدليو سړکونو جوړول غواړي او وايي، چې امنيتي ځواکونه دې دغه لارې له ماينونو پاکې کړي او دغه راز دې د هغوى د پخولو غم وخوړل شي، څو ولسوالۍ د پخو سړکونو په وسيله له مرکز سره وصل شي.
د ښورابک ولسوالۍ اوسېدونکى حاجي خير محمد بړېڅ وايي، دغې ولسوالۍ ته غځېدلې لاره تقريباً ٢٣٠ کيلومتره اوږدوالى لري، چې ټوله خامه او له خطرونو ډکه ده.
دى وايي، د ښواربک ولسوالۍ اوسېدونکي پر دغه لاره تګ راتګ نه شي کولاى، دا چې دغه ولسوالۍ پر ډيورنډ کرښه پرته ده، وګړي يې د ناروغيو او نورو اړتياوو پر مهال د پولې پورې غاړې سيمو ته تګ راتګ کوي.
هغه له دولت څخه د دې لارې د جوړېدو غوښتنه وکړه او ويې ويل، که دغه لاره جوړه شي نو لوى اقتصادي او سوداګريز ارزښت به پيدا کړي، ځکه دغه لاره د پاکستان ګودار بندر ته تر ټولو نږدې لاره ده.
د ميانشين ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالصمد بيا وايي، چې څه باندې يو کال وړاندې دغه ولسوالي له وسله والو حکومت نيولې، خو تر دې مهاله يواځې يو ولسوال او امنيه قوماندان لري.
د ده په خبره، چارواکو هغه مهال ژمنه کړې وه، چې په دغه ولسوالۍ کې به دولتي ادارې لکه پوهنه، روغتيا او نورې فعاله کوي، خو تر اوسه يې هيڅ هم نه دي کړي.
دى وايي، تر هغو چې دولتي خدمات تر ولسواليو او لرې پرتو سيمو نه وي غځېدلي د حکومت او خلکو تر منځ واټن نه شي کمېداى.