Data Gathered Date: 

Sunday, August 4, 2013 - 12:30

محمود راقي (پژواک ٨ چنګاښ۹۲): د کاپيسا د ولسواليو اوسېدونکي د خپلو ځوانانو لپاره له دولت څخه د کار موندلو  او په تګاب او اله سای  کې د امنيت ټينګښت غوښتونکي دي.
 کاپيسا ولايت د شپږو ولسواليو لرونکی دی، چې د کابل په شمال ختيځ  موقعيت لري او له مرکز(کابل) څخه شاوخوا ۱۲۰ کيلو متره لرې پروت دى. په دې راپور کې د کاپيسا د ۶ ولسواليو د اوسيدونکو يو شمير نارينه او ښځينو سره مرکې شوې دي.
دولتي مامور: اداري فساد دې له منځه يوړل شي
خان محمد د کاپيسا د مرکز د سيمې اوسيدونکى دى او له ډىر وخت راهيسې د زراعت کارکونکی دی، ده پژواک خبري اژانس ته د مهمې ستونزې په توګه اداري فساد ياد کړ دی.  دی وايي ، چې د ورور په ګډون يې په لسګونه تنه نشي کولای  د اداري فساد  له امله په ادارو کې دنده واخلي او په سلګونه کسان شته ، چې کارونه يې په يو شمير ادارو کې بند پراته دي ، چې همدا د امنيت په خرابوالي کې رول لري. ده د خپلې سيمې لومړنۍ ستونزه د کار موندل وګڼل او د دې پوښتنې په ځواب کې، چې له راتلونکي ولسمشرڅخه ستاسو غوښتنه څه ده ؟ وويل (امنيت دې ښه شي).خان محمد وايي ددې لپاره په ټاکنو کې برخه اخلي او نور هم  ټاکنو کې برخه اخيستو ته هڅوي  ،چې ښه ولسمشر وټاکل شي، امنيت راشي ، خلکو ته د کار زمينه برابره شي او  اداري فساد ورک شي.
نالوستې مېرمن:  يو خدمتګار کانديد دې وټاکل شي
د کاپيسا د تګاب د نا امنه ولسوالۍ اوسېدونکې شفيقه چې اووه (۷)اولاده  لري، د پخوا په پرتله د دوی ژوند له اقتصادي ستونزو سره مخ شوی دی. نوموړې وايي: (( پخوا به مې اولادونو کار کاوه  ، خو دا څو کاله  کيږي ، چې ځينې پروژې غټ کسان اخلي دوی په  کې پيسې خورې حتی غريب په دې پروژو کې کار ته هم نه پريږدي .)) دا وايي، چې که  دولت د مخالفينو مخه ونيسي ، نو دا به په ټاکنو کې برخه واخلي او هغه چاته به رايه ورکړي ،چې خلک ترې خوښ وي او په رښتيا سره خلکو ته خدمت وکړي. دغه مېرمن له راتلونکي ولسمشر نه غواړي، چې سوله راولي يا له مخالفينو سره روغه وکړي او يا مخالفين له افغانستان ځينې ورک کړي، ځکه د دوی په جګړو کې خوار او غريبو خلکو ته زيان رسېږي.
قابله:  اوس د مياشتې دوه لکه افغانۍ عايد لرم
نازون د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکې چې د نجيب  د حکومت په دوران کې يې زده کړې کړې وې او د حامدکرزي په مشرۍ په حکومت کې يې د قابلګي پروګرامونه لوستي دی ، ۱۰ کاله کېږي، چې په تګاب او اله سای کې خلکو ته خدمت کوي داوايي : (( شکر اقتصاد موښه شوی دی، په يوه مياشت کې دوه لکه افغانۍ عايدات لرم اولادونه مې درس وايي اوس زما په ګټې سره د سيمې نور خلک هم هڅيدلي او  خپلې لورګانې يې د کاپيسا په امنو سيمو کې په ښوونځيو کې شاملې کړې دي.))
دا وايي،چې  په ټاکنو کې برخه  اخلي ، خو فکرکوي هغه څوک چې د خارجيانو خوښ وي ، همغه پاچا کيږي. دا زياتوي: (( که هر څوک ولسمشر کيږي که نر وي که ښځه وي خو زموږ د امنيت غم دې وخوري.))
کليواله: ښوونځيو او روغتيايي کلينيکونو ته دې پاملرنه وشي
د خوبانې په نوم د نجراب د پچغان د سيمې اوسيدونکې وايي ، چې د پخوا په پرتله د دوی اقتصادي وضعه ښه شوې د کلي په خوا کې مکتب جوړ شوی، خو ليسه  ددوی له هلکانو څخه  لرې ده ، هغه زياتوي: (( نور ښوونځي دې د ماشومانو لپاره جوړ شي، تعميرونه دې ورته جوړ کړي او روغتيايي کلينيکونه ډير مهم دي ،د څو کليو په سر يو کلينيک دې جوړ شي په هغه کې دې ښځينه پرسونل ځای پر ځای شي ، چې د سيمې د  اوسيدونکو د ميرمنو او ماشومانو روغتيا وضعيت له خطر څخه وژغورل شي.)) د انتخاباتو په اړه زياتوي: ((هغه چاته رايه ورکړئ چې د هغه شعار، د ښوونځيو او کلينيکونو جوړول او په سيمه کې د امنيت راوستل وی .))
موټر چلونکی:  امنيت دې ښه شي
د کوهبند ولسوالۍ ۲۷ کلن صادق ،چې د کاپيسا مرکز او کابل پر لاره موټر واني کوي وايي، چې  نه يواځې دده ، بلکې د ټولو خلکو په ژوند کې تغير راغلى، وضعيت ښه شوی خلک خپل کارو بار کوي اولادونه يې ښوونځي او پوهنتونونو ته ځي ، ده پژواک ته وويل : (( که هر څوک ولسمشر کيږي ، هغه دې امنيت ته ډيره پاملرنه وکړي ځکه اوس هم ماښام په دې لارو کې وسله وال غله پيدا کيږي خلک ترې ويريږي تګ او راتګ له وېرې سره دی ، که امنيت ټينګ شي هم  مامور ، هم ډريور او هم عادي کس به خپل کارو بار په راحت سره کوي.))
د سيمې دهقان: د کرنې اسانيتاوې دې برابرې شي
د شاه محمود په نوم د دويم  کوهستان د ريګروان د سيمې اوسېدونکی وايي ، هغه وعدې چې دوی سره د زراعت په برخه کې شوې وې ، هغه نه دي عملي شوي او زياتوي: (( که راتلونکي کې هر څوک ولسمشر کيږي هغه دې په زراعت فکر وکړي ، له دهقانانو سره دې داصلاح شويو  تخمونو او کيمياوي سرې کومک وکړي ، د امراضو جلوګيري دي وکړي او اوبو لګولو اسانيتاوې دې پيدا کړي، ځکه د خلکو اقتصاد کرنې سره تړلی دی ، خو اوس دوی خپله ستونزې لري  د نورو خلک اقتصاد به څنګه ښه وي.)) دی وايي  : (( هغه چاته به رايه ورکړم چې د دهقانانو ستونزو ته پاملرنه وکړي.))
په امارتو کې کارکوونکي:  په افغانستان کې د پانګوالو لپاره زمينه برابره نه ده
د شاهپور په نوم د کاپيسا اوسېدونکی، چې ۳۸ کاله عمر لري او په دبۍ کې ژوند کوي وايي ، چې په افغانستان کې د سوداګرو لپاره ښه امنيت او د پانګې اچونې زمينه نه ده برابره شوې، حکومت خپل اعتبار له لاس ورکړى، ځکه  سيمه يز ټوپک سالاران يې مهار نه کړل او له خلکو سره په کړو ژمنو يې وفا ونه کړه . دی وايي: (( د راتلونکو ټاکنو په اړه په افغانستان کې خلک اندېښنه لري،  چې که په يوه پاچا  خلک راضی نه شي، نو بيا جګړه پيل کيږي .))
د پوهنتون مامور: ملي ګټو ته ژمن ولسمشر غواړو
د عتيق الله په نوم د البيروني پوهنتون يو مامور وايي ، هغه څوک دې ولسمشر شي، چې ملي شخصيت وي ، د افغانستان د اقوامو ترمنځ  وحدت رامنځته کړي ، د خپل هېواد دښمنان او دوستان وپېژني ، دی ز اتوي: (( د کرزي صاحب په حکومت کې هم ډير کارونه وشول، خلک يې هم په ځان راجمع کړي خو بيا هم ډيرې ستونزې لري،  نو دا ځل به هغه چاته رايه ورکوم،  چې ملي شخصيت وي ، عالم وي د نړيوالو هيوادونو سره ښې اړيکې ولري او د هېواد ملي ګټو ته ژمن وي.)) دی زياتوي ، چې راتلونکی ولسمشر که غواړي ښه نوم ولري او نوم يې په تاريخ کې پاتې شي ، نو يوه ښه اداره او کابينه دې جوړه کړي ، چې د ټولو خلکو له دردونو با خبره وي.