کاپيسا ( پژواک،١٧ چنګاښ ۹۲ ): د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې د تېر کال په پرتله امنيتي وضعيت ښه شوى او جنايي پېښې کمې شوې دي.
د کاپيسا والي جنرال محراب الدين ساپى وايي، په دې ولايت کې د تېر کال په پرتله امنيتي وضعيت ښه شوى، چې لامل يې د امنيتي ځواکونو فعاليت، د امنيت ساتنې د ښو پروګرامونو پلي کېدل او نور تدابير دي.
هغه وايي، يواځې له اله ساى ولسوالۍ پرته نور په ټول کاپيسا کې خلک په ارام زړه ژوند کوي.
نوموړي وويل، د امنيت ساتنې لپاره يې په تګاب او نجراب ولسواليو کې شپږ سوه سيمه ييزپوليس په دندو ګومارلي، چې د مخالفينو فعاليتونه يې شنډ کړي دي.
دى زياتوي، اوس په پلان کې لري، چې په تګاب ولسوالۍ کې۳۰۰ نور سيمه ييز پوليس او په اله ساى ولسوالۍ کې هم درې سوه سيمه ييز پوليس په دنده وګوماري، چې خلکو يې غوښتنه او ملاتړ کړى دى.
د کاپيسا والي وايي، دمګړۍ په دې ولايت کې کابو ۱۰۰۰ تنه سيمه ييز پوليس په دندو بوخت دي.
د هغه په وينا، وسله والو به تېر کال په تګاب او نجراب ولسواليو کې فعاليتونه کول، چې اوس يې پوره مخنيوى شوى دى.
د کاپيسا امنيه قوماندان خواجه فقير احمد صديقي هم وايي، چې اوس مهال په کاپيسا کې له اله ساى او تګاب ولسواليو پرته نور په ټول ولايت کې امنيتي وضعيت د ډاډ وړ دى.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير پژواک ته وويل، چې په کاپيسا کې دامنيت په ټينګښت سره د تېر کال په پرتله جنايي پېښې کمې شوې دي.
دغه ډول د کوهستان اول او د نجراب ولسواليو ولسوالان دواړه په دې اند دي، چې اوس يې په ولسواليو کې وضعيت ښه شوى دى.
دوى زياتوي، پخوا به يې په ولسواليو کې وسله والو ځاى ځاى فعاليت کاوه؛ خو په وينايې چې اوس يې مخه نيول شوې ده.
د کاپيسا يوشمېر اوسېدونکي هم د امنيت له ښه کېدو خوشاله دي او وايي، چې وضعيت مخ په ښه کېدو دى.
د کاپيسا د مرکز د اړوکو سيمې اوسېدونکى لعل ګل وايي، تېرکال يې په سيمه کې څو چاودنې شوې وې؛ خو سږکال تر اوسه کومه پېښه نه ده رامنځته شوې، چې لامل يې د يوشمېر مخالفينو نيول او د ځينو نورو تښتېدل دي.
د کاپيسا د شوخي سيمې او سېدونکى حاجي جان اغا هم په همدې نظر دى او وايي، چې اوس يې له سيمې د حکومت وسله وال مخالفين وتلي دي.
هغه وايي، يو مهال به د لارې په سر هم وسله وال  راوتل، خو سږکال وسله وال مخالفين يا نشته او يا هم فعاليت نه کوي.
خو د کاپيسا د تګاب او اله ساى ولسواليو يو شمېر اوسيدونکي وايي، چې د کاپيسا د ټولو ولسواليو وضعيت ښه شوى؛ خو د تګاب په سيمو کې د دولت مخالفين فعاليت کوي.
هغوى وايي، وسله وال د حکومت او نړيوالو د چورلکو او الوتکو له امله تګ راتګ ډېر نه کوي؛ خو په دواړو ولسواليو کې د وسله والو فعاليت روان دى.