ډاکتر احمديوسف نورستانى:
احمديوسف نورستانى په ١٣٢٦ کال کې د نورستان ولايت د مرکز اړوند په شيګرام کلي کې زېږدلى دى.دى د کابل د رحمان بابا له لېسې فارغ شوى، د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د تاريخ او جغرافيې په څانګه کې د ليسانس په کچه زده کړې لري او د امريکا له ارزونا پوهنتون څخه يې د وګړ پوهنه په برخه کې ماسټري او بيا يې له همدغه پوهنتون څخه د وګړ پوهنې او تاريخ په څانګو کې دوکتورا ترلاسه کړې ده.هغه د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته د حامد کرزي په مشرۍ په لنډمهال حکومت کې د ولسمشر وياند او د جمهوري رياست د مطبوعاتي چارو مسوول او وروسته د افغانستان د اوبو او چاپېريال ساتنې د وزير، د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستيال او د هرات د والي په توګه دندې ترسره کړې دي.نورستانى وايي، چې د مهاجرت په پر مهال يې په پاکستان کې د محاذ له اسلامي ګوند سره اړيکې درلودې، خو له کوم ګوند سره تړاو نه لري.