Data Gathered Date: 

Sunday, July 21, 2013 - 14:15

 
هرات
د زمري ٢٨مه، ۱۳۸۸ ، پژواک خبري اژانس
د هرات ولايت د شينډنډ ولسولۍ پر نو اباد کلي له بمبار څخه ٢ پاتې کسان، چې د کورنيو ۹ تنه يې له لاسه ورکړي، په ټاکنو کې د ګډون په اړه مختلف ليدلوری لري. تېر کال د زمري په ۳۱ مه، د امريکايي قواوو هوايي ځواک په ياد شوي کلي کې د خيرات په مراسمو بمبار وکړ، چې د رسمي سرچينو له مخې، ۹۰ ملکي خلک په کې ووژل شول، چې ۶۰ يې ماشومان، ۱۵ يې نارينه او ۱۵ يې ښځې وې او يو شمېر نور يې ټپيان شول. نو اباد د شينډنډولسوالۍ تقريباً په ٣٠ کيلو مترۍ او د هرات ښار سوېل خوا ته په ۱۲۰ کيلومترۍ کې موقعيت لري. 
حاجي ګل احمد: د نظام د بدلون لپاره په ټاکنو کې ګډون کوم
حاجي ګل احمد، چې ۵۰ کاله عمر لري، په دې بمبار کې يې ٢ زامن او ٢ لوڼې وژل شوې دي. د ده په وينا، په دې بمبار کې يې زامن هر يو ۲۳ کلن ناصر، ۱۷ کلن ګل اغا،  يوه لور يې ۲۵ کلنه نسيمه له ۱۵ کلنې سکينې سره د خوب پرمهال، وژل شوې دي.دی وايي چې ناصر تازه واده کړی و، چې يواځې مېرمن يې پاتې شوه او له لور نسېمې څخه يې يو ٤ کلن ماشوم ژوندي پاتې شو.دی وايي چې له دغه ټول ظلم او بې عدالتۍ سره سره، چې د کورنۍ او نواباد له خلکو سره شوې دي، غواړي په ټاکنو کې ګډون وکړي.ده په ټاکنو کې د ګډون دليل په حکومت کې بدلون او د يو عادلانه نظام راوستل، وښود.د ده په وينا، اوسنی حکومت ځواب ورکوونکی نه دی او دملت له حق څخه  دفاع نه شي کولی.ګلا احمد وويل چې اوسنی ولسمشر او دجمهوري رياست کانديد حامدکرزی، له بمباريو څخه دوې اونۍ وروسته راغی او له خلکو سره يې ژمنه وکړه، چې د قربانيانو پاتې کسانو ته به ځمکې ورکړل شي، وران کورونه يې جوړېږي، خلکو ته کرنيزه ځمکه ورکوي او پاتې کسان به حج ته ولېږل شي، خو هېڅ ژمنه يې پلي نه شوه.دی وايي چې ده هم ٤ ځله له کرزي سره په کابل کې کتلي او کرزي ژمنه ورکړې، خو هېڅ نه ده پلي شوې.حاجي ګل احمد د امريکايانو ظلم نه هېروېدونکی وباله او ويې ويل، چې له بمبار وروسته يې امريکايانو پر کور حمله وکړه اوکور يې په سپيو ورته تلاشي کړ.ده وويل چې دی د دولت همکار و، په کور کې يې هېڅ داسې شی، چې له مخالفينوسره د تړاو نښه وبلل شي، پيدا نه شو، خو امريکايانو يې يو د کاکا زوی (اغامحمد) له ځان سره يووړ او له  شکنجې وروسته يې وواژه.
ګل پاچا: په ټاکنو کې ګډون نه کوم
۲۸ کلن ګل پاچا، چې په دې بمبار کې يې پلار، مور او درې ځوانې خويندې له لاسه ورکړې وايي، چې هېڅ وخت به دولت او امريکايان ونه بخښي.دی وايي چې امريکايانو قتل عام وکړ، اوسني جمهور رييس د سرپنا او له کورنيو سره د مرستې ژمنه ورکړه، خو هېڅ پلي نه شوه.دغه ځوان، چې ۲۴ کسيزه کورنۍ لري، هرات ښار ته مهاجر شوى دى، وايي چې له بمبار مخکې يې په عزيز اباد کلي کې د مبايل پلورلو يو دوکان درلود او ژوند يې د خپل پلار په مرسته او سرپرستۍ ښه تېرېده.خو اوس له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او په ډېر مشکل کولی شي، چې خپل کور ته يې ډوډۍ ورکړي.دغه ځوان وايي چې د بمبار پرمهال د مبايلونو رانيولو لپاره هرات ښار ته تللی و.دی په خپل حکومت هېڅ باور نه لري او وايي، چې نه شي کولی د خلکو له حقونو څخه دفاع وکړي او يا هغوی له ظلم څخه خلاص کړي.دغه ځوان په ټاکنو کې د ګډون په اړه وويل: ((په هېڅ صورت به په ټاکنو کې برخه وانخلم... ځکه په ټاکنو کې په ګډون به هېڅ بدلون رانه شي او بهرني ځواکونه به په خپل سر کارونه کوي او  افغان ملت ته به هېڅ ځواب ونه لري.))