جلال اباد (پژواک،٢ غبرګولى ٩٢): په ننګرهار ولايت کې د پوهنې په برخه کې تېر پنځه کلونه له هغه څخه له مخکې پنځو کلونو سره د پرتله کېدو وړ نه دي، ځکه په تېرو پنځو کلونو کې په دغه ولايت کې بې ساري پرمختګونه شوي، خو لا هم يو شمېر ستونزې د پوهنې په برخه کې موجودې دي.
د دغه ولايت د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شينواري پژواک اژانس خبري اژانس ته وويل، چې تر اوسه پورې دوى په ياد ولايت کې ٨٥٥ بېلابېل دارالمعلمينونه، لېسې، منځني او نور لومړني ښوونځي لري، چې تر دغه مهاله په کې  ٧٧٥٠٠٠ نجونې او هلکان په زده کړو بوخت دي، چې درې سوه زره يې يواځې نجونې دي.
د هغه په وينا، په ننګرهار کې ٤٠٠ داسې ښوونځي موجود دي، چې په کې نجونې او هلکان شريک درس وايي، د ده په خبره، په ياد ولايت کې ١٢٨ د نجونو ځانګړي ښوونځي هم موجود دي، چې له مرکز سربېره په ټولو ولسواليو کې فعاليت کوي.
نوموړى وايي: ((موږ ټول ١٤٠٠٠ ښوونکي لرو، چې ٢٥٠٠ يې ښځينه استادانې دي.))
دى وايي، چې په ټول ننګرهار کې د مرکزي دارالمعليمن په ګډون ١٦ دارالمعلمينونه لري، چې نجونې او هلکان په کې زده کړې کوي.
د اصف شينواري په خبره، په دغه ولايت کې تر دغه مهاله ٥٥ شخصي ښوونځي هم موجود دي، چې ١٠٥٠٠ نجونې او هلکان په کې زده کړې کوي.
نوموړي زياته کړه: ((٤٥٠٠ يې نجونې په کې زده کړې کوي او ټول ښوونکي يې شاوخوا ١٥٠ ته رسيږي.))
شينوارى وايي، چې په ننګرهار کې درې مسلکي انستيتيوتونه هم موجود دي، چې تر دا مهاله په کې ٤٥٢٤ تنه زده کړې کوي ،چې ٢٢٤ يې نجونې دي.
همداراز دى زياتوي، چې په ننګرهار کې ١٢ د کرنې مسلکي ښوونځي لري او يو د تجارت ځانګړى ښوونځى لري.
په ورته وخت کې د ننګرهار پوهنتون مطبوعاتي مسوول پوهنيار سيد سميع الله سعيدي پژواک اژانس ته وويل، چې تر اوسه پورې د ننګرهار پوهنتون ١٣ فعال پوهنځي لري، چې دوه يې تېر کال نوي فعاله شول، دى وايي چې د ژورنالېزم او عامه ادارې دوه نوي پوهنځي دي، چې روان کال يې د لومړي سمستر محصلين جذب کړي دي.
ده وويل، چې تر دا مهاله د ننګرهار په پوهنتون کې ١٢٠٠٠ تنه نجونې او هلکان زده کړې کوي، چې شاوخوا ١٠٠٠ يې نجونې دي.
د هغه په وينا، په دغه پوهنتون کې ٤٥٠ تنه استادان تدريس کوي، چې ٢٠ يې ښځينه استادانې دي او لسګونه استادان يې د ماسترۍ پر زده کړو د هېواد د پلازمينې کابل سربېره پر يو شمېر نورو نړېوالو پوهنتونونو کې بوخت دي.
نوموړى زياتوي، چې د دغه پوهنتون ډېرى شمېر استادان ماسټران او ډاکټران دي، چې سږ کال به په دغه پوهنتون کې د پښتو ادبياتو په برخه کې د ماسټرۍ زده کړې هم پيل شي.
 
ستونزې او پرمختګونه
د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شينوارى وايي، چې د پوهنې په برخه کې د يو لړ پرمختګونو سره، سره ځينې ستونزې هم لري، چې تر دا مهاله د دوى ٣٧٥ ښوونځي ودانۍ نه لري،٥٠٠ يې د سپورټ ميدانونه نه لري، ٤٠٠ يې د احاطې ديوالونه نه لري او ٣٥٠ يې تشنابونه او د څښاک اوبه نه لري.
نوموړى زياتوي، چې په ننګرهار کې د مسلکي ښوونکو له نه شتون سره مخ دي او په کار ده، چې په دغه برخه کې کدرونه وروزل شي.
د هغه په وينا، ځينې وختونه د کتابونو له کمښت سره هم مخ کيږي او په يو شمېر نورو ښوونځيو کې د لابراتوارونو او يو شمېر نورو اړينو توکو له نه شتون سره مخ دي.
د شينواري په خبره، په غزنې کې وسله وال طالبان د پوهنې په پرمختګ کې لاسوهنه نه کوي، ځکه چې په دې اړه د قومي مشرانو له لوري ورسره خبرې شوې دي او هغوى يې په دې قانع کړي، چې د پوهنې روان بهير د ټولو افغانانو په ګټه دى.
د ده په خبره، که وسله والو مخالفينو د پوهنې د پرمختګ مخه نيولې، نو اوس به په دې ولايت کې په سلګونو ښوونځي غير فعال وو.
همداراز د ننګرهار پوهنتون مطبوعاتي مسوول پوهنيار سيد سميع الله سعيدي پژواک اژانس اژانس ته وويل، چې دوى په دغه پوهنتون کې سره د دې چې پرمختګونه يې کړي يو شمېر ستونزې هم لري، چې تر ټولو ستره ستونزه يې د ودانيو نشتوالى دى.
د سعيدي په خبره، چې د ننګرهار پوهنتون ځمکه د زورواکو له خوا غصب شوې، چې دوى د ځاى له کمښت سره هم مخ شوي دي.
ده زياته کړه: ((موږ چې ډونران راولو هغوى راته وايي ،چې ځمکه کمه ده، نو دا ډېره ستره ستونزه ده.))
دى وايي، چې په پوهنتون کې يوه مجهزه ليليه هم نه لري، چې مرکزي اداره بايد په دغه برخه کې هم مرسته وکړي.
خلک
د ننګرهار د مستوفيت يو تن کارکوونکي حاجي عبدالعلي پژواک اژانس ته وويل، چې زوى يې تېر کال د ننګرهار د عالي لېسې څخه فارغ شوى او سږ کال د کانکور د ازموينې له لارې د کابل انجينرۍ ته کامياب شوى، نوموړى وايي چې د ننګرهار د عالي لېسې درسي سيستم جوړ او ښوونکي يې په خپل وخت درس ته راځي.
دى وايي، چې د دغې لېسې د زده کړې بهير ډېر زيات ښه دى او ورځ تر بلې يې په درسي سيستم کې پرمختګ رامنځ ته کيږي.
نوموړي زياته کړه: ((دا خو مرکزي لېسه ده او دلته په ډېره لوړه کچه لېسانس استادان زده کړې ورکوي او په ټولو معيارونو برابر دي.))
د هغه په وينا، په ننګرهار کې بايد د ننګرهار د عالي لېسې په رنګ په نورو لېسو کې هم د زده کړې بهير جريان پيدا کړي.
ليکوال او ژورنالېست شامحمود شينوارى وايي، چې په لرو پرتو ولسواليو کې په ښوونځيو کې د زده کړې بهير ډېر سست روان دى، ځکه نظارت ترې په پوره ډول نه کيږي، مګر د دې برعکس په ښاري ښوونځيو کې بيا د زده کړو ښه بهير لري، په وخت ورته کتابونه رسيږي او ستونزې يې حليږي.
نوموړى وايي: ((لرو پرتو ولسواليو لکه نازيان، اچين، غني خېل، کوټ، هسکه مېنه، دوربابا او يو شمېر نورو ته لا تر اوسه پورې په پوره ډول کتابونه نه دي ورکړل شوي.))
دى دا هم وايي، چې ډېرى ښوونځي د سرپناه ستونزه لري، چې زده کوونکي د ښوونځي د ودانۍ له نه شتون سره مخ دي.
خو بل خوا د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ د ګورګورۍ د کلي اوسېدونکى نجم الدين پژواک اژانس ته وويل، چې دوه زامن يې د پاپين په لېسه کې زده کړې کوي، خو په دغه لېسه کې د زده کړې بهير له بل هر ځايه ډېر کمزورى دى.
دى وايي، چې اکثره وخت ښوونکي په خپل وخت دغې لېسې ته نه راځي، له شاګردانو څخه د کرنۍ په برخه کې کار اخلي او د غنمو لوونه پرې کوي.
دى وايي: ((کله يې استادان تبليغ ته تللي وي، او کله پټي کري، ټول هلکان بېسواده پاتې شول.))
نوموړى وايي، چې له يادې لېسې څخه د پوهنې رياست هېڅ ليدنه نه کوي او نه هم د دوى د کارونو څارنه کوي، که چېرې د پوهنې رياست د څارنې ټيمونه دغه لېسې ته راشي، نو ورته به معلومه شي، چې ډېرى استادان يې يواځې په نوم استادان دي او درسونه نه ورکوي.
د دوربابا د ولسوالۍ اوسېدونکى کوچى وايي، چې د دوى په ولسوالۍ کې ښوونځي د ښوونکو له کمښت سره مخ دي، د ډېرى ښوونځيو خو لومړى ښوونکي کم دي او کوم ښوونکي چې موجود دي هغه يواځې د دولسمو ټولګيو څخه فارغ دي.
دى وايي، چې ډېرى ښوونځي ودانۍ نه لري او ماشومان يې په ازاده فضا کې زده کړې کوي ، چې ډېرى وخت د باد او باران په وختونو کې يې ښوونځي رخصت وي.
کوچي زياته کړه: ((د نجونو ښوونځى هسې په نوم ښوونځى دى او هېڅوک ورته نه راځي.))
د لعل پورې ولسوالۍ اوسېدونکى نورولي وايي، چې ډېرى د دوى په ولسوالۍ کې اکثره استادان غير مسلکي دي او ډېرى يې په روابطو سره راغلي دي.
نوموړى زياتوي، چې د دغې ولسوالۍ د ټولو ښوونځيو د زده کړې بهير ٢٠ فيصده هم د ښار د ښوونځي په رنګ نه دى.
ده زياته کړه: ((اوم او اتم صنف کې به وي، خو تر اوسه خپل نوم سم نه شي ليکلى، نو دا ښوونځى شو؟))
د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکې شفيقه وايي، چې د ملکه حميرا د نجونو په لېسه کې يې لور زده کړې کوي، چې د نجونو په ښوونځيو کې د مسلکي ښوونکو کمښت هم تر ډېره هغه ستونزه ده ، چې دوى ورسره لاس او ګرېوان دي.
شفيقه زياتوي، چې په ٤٠ % هم مسلکي ښوونکې نه لري او د يو شمېر مسلکي مضامينو لپاره نارينه ښوونکي لري.
نوموړې وايي، چې د نوي نصاب سره هم يو شمېر ستونزې د دوى په زده کړو کې رامنځ ته شوې دي، چې په نوي نصاب کې يو شمېر داسې مسايل شته، چې غېر مسلکي ښوونکي يې نه شي تدريسولى او همداشان ترې تيريږي.
هغه وايي: ((کتابونه هم په خپل وخت نه ورسيږي او په بازار کې هم نه خرڅيږي، چې يوه لويه ستونزه ده.))
 
زده کوونکي او ښوونکي
د بټي کوټ د عالي لېسې د لسم ټولګي زده کوونکى احمد شاه پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى په لېسه کې دوى د کتابونو له کمښت سره مخ دي، په دې وروستيو کې يې دوى ته نوى نصاب ورکړى، چې کتابونه يې کم دي.
ده زياته کړه: ((ښوونکي پرې سم نه پوهيږي او ډېر مشکلات يې رامنځ ته کړي دي.))
د ده په خبره، چې يو شمېر استادان يې غېرحاضري هم ډېرې کوي او اکثره وخت ساعتونه خالي وي.
نوموړى پر ښوونکو دا نيوکه هم کوي، چې د دوى سره په ازموينو کې د مور او مېرې چلند کوي او وايي چې په ازموينو کې خپلولي او دوستي پالل کيږي.
د هغه په وينا، دا ستونزه نه یواځې سږ کال، بلکې هر کال شته وي او له امله يې زده کوونکي د ازموینو پر مهال له ستونزو سره مخ کيږي.
د ننګرهار د عالي لېسې زده کوونکى نصير احمد پژواک اژانس ته وويل ، چې په لېسه کې يې د زده کړې بهير ډېر ښه روان دى، د دوى ډېرى استادان مسلکي دي او ورځ تر بلې يې ښوونيز بهير مخ په ښه کېدو روان دى.
دى وايي: ((زموږ اکثره استادان له پوهنتونونو څخه فارغ دي.))
د کامې ولسوالۍ د موسى شفيق د لېسې زده کوونکې عارفه وايي، چې دوى د ښځينه استادانو له کمښت سره مخ دي او د دوى په لېسه کې ښځينه استادانې د ګوتو په شمار دي.
هغه وايي، چې په اوس وخت کې ورته زده کړې د سړو له خوا ورکول کيږي.
عارفه وايي: ((د دولسمو ټولګيو نه نجونې فارغې شوې دي، نو بايد همدوى دې استادانې شي.))
د عارفې په خبره، څه موده وړاندې د پوهنې رياست له لوري ازموينه واخيستل شوه، چې له بده مرغه په هغه کې يې هم سړي استادان د دغه لېسې لپاره ونيول.
د چپرهار ولسوالۍ د ډاګو د لېسې ښوونکى رحيم الله وايي، چې د پخوا په پرتله يې په پوهنيز بهير کې ښه والى رامنځته شوى دى، په وروستيو کې د پوهنې رياست له لوري ورته ګڼ شمېر مسلکي ورکشاپونه په لاره اچول شوي ، چې د دوى مسلکي وړتيا يې ډېره کړې ده.
نوموړى وايي: ((هر کله چې استاد مسلکي وي او له زده کوونکي سره مسلکي برخورد وکړي، زده کوونکى په خپله پوهيږي.))
د هغه په وينا، پخوا به يې له يوه ميتود څخه استفاده کوله، خو اوس يې په مسلکي ورکشاپونو کې ګڼ شمېر ميتودونه زده کړي او د زده کوونکو د ښې زده کړې لپاره يې په لاره اچوي.
د غني خېلو د الفتح لېسې يو ښوونکى عبدالقهار دا مني، چې د دوى يو شمېر زده کوونکي شته، چې تر اوسه پورې ليک لوست نه شي کولى.
نوموړى وايي، چې د ليک لوست ژر زده کړه د زده کوونکي په ذکاوت پورې اړه لري او د نوي نصاب په پيل کې د تدريس په چارو کې يو څه ستونزې لرلې، خو اوس له منځه تللې دي.
عبدالقهار وايي: ((زموږ ښوونکي اوس تر ډېره مسلکي دي، پخوا به دوولسم پاسان زيات وو، مګر اوس يې زياتره د دارلمعليمنونو نه فارغ دي.))
دى وايي، چې يواځېنۍ ستونزه چې دوى ورسره لاس او ګرېوان دي، هغه د ودانيو نه شتون دى، چې دا ستونزه په ټول هېواد کې موجوده ده.
خو د مومندرې د ايمل خان د لېسې ښوونکى، چې د نوم له ښودلو ډډه کوي، د پوهنې رياست چارواکي تورنوي چې اداري فساد په کې موجود دى، نوموړى وايي چې د پوهنې ریاست کې هم اداري فساد ډېر شوى او ټول ښوونکي باید هغه څه وکړي، چې د رياست له خوا ورته ويل کيږي.
ده زياته کړه: "کله چې یو زده کوونکی ناکام شي، نو بېرته امر راشي، چې دا باید کامیاب شي او ښې لوړې نومرې ورکړل شي. "
د غني خىلو د ګولايي د لېسې ښوونکى حساب جان پژواک اژانس ته وويل، چې د پوهنې رياست له لوري هغه مسلکي ورکشاپونه چې جوړيږي يواځې هغه ښوونکي په کې ګډون کوي کوم چې مرکز ته نږدې وي.
ده زياته کړه، چې مسلکي ورکشاپونه ټولو ښوونکو ته اړتيا ده، خو دا چې تبعيض کيږي د پوهنې رياست چارواکي ګرم دي.
د ښېوې ولسوالۍ يوتن اوسېدونکى چې په دوولسم ټولګي کې زده کړه کوي وايي، چې د پخوا په پرتله په ښېوه کې د دوى په ښوونيز بهير کې پرمختګ شوى، دغه راز دى وايي، چې د ښوونکو مسلکي وړتيا لوړه شوې ده، په کال کې يو يا دوه روزنيز سيمينارونه او ورکشاپونه ورته جوړيږي او دغه راز درسي مواد او کتابونه هم ښوونځيو ته رسيدلي دي.
د ننګرهار د عالي دارالمعلمين استاد ضياءالرحمان حسرت وايي، چې د پخوا په پرتله په ننګرهار کې د پوهنې په برخه کې ستونزې کمې شوې دي.
د هغه په وينا، پخوا ډېرو کمو ښوونځيو ودانۍ او مسلکي ښوونکي لرل، مګر اوس ډېرى ښوونځي له ودانيو برخمن دي او يو څه اندازه مسلکي ښوونکي هم لري.
هغه زياته کړه: ((اوس کوښښ په کار دى، چې څنګه کولى شو د زده کړو کيفيت نور هم لوړ کړو.))
دى نېوکه کوي، چې په يو شمېر ولسواليو کې د دارالمعلمينونو الحاقيي جوړې شوې دي، چې د درسي کيفيت نه يې خلک خوښ نه ښکاري او په کار ده، چې په دغه برخه کې ګڼې هڅې وشي.
د سيمې روڼ اندي
د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم د څانګې استاد پوهنيار سيد سميع الله سعيدي پژواک اژانس ته وويل، چې د زده کړو په مخ کې پرتې ستونزې بايد له دولت سره يوځاى ولس هم هوارې کړي.
د هغه په وينا، که له يوې خوا ښوونکي د زده کوونکو د ښې روزنې په برخه کې ګرم دي، له بله پلوه پلرونه هم بايد د خپلو بچو د زده کړې پوښتنه وکړي.
نوموړي زياته کړه: ((هر پلار چې د خپل زوى پوښتنه وکړي، چې ايا مکتب ته تلى او که نه ‎؟ ايا ده څه زده کړي دي او که نه؟ په خپله ستونزه هواريږي.))
دى وايي، هغه ښوونځي چې ودانۍ نه لري او يا هم په ناامنو سيمو کې فعاليت کوي، بايد د سيمې خلک ورسره مرسته وکړي، د ودانۍ په جوړولو کې د سيمي خلک مسوول دي ، چې امنيت ورته ټينګ کړي.
د ښوونيزو چارو کارپوه سيد اسلم غيور پژواک اژانس ته وويل، چې په ښوونځيو کې بايد يو ځانګړى نظم او ډيسپلين موجود وي، نه دا چې د ښوونځي مدير په خپله لښته راخيستې وي او شاګردانو ته بد رد وايي.
دى زياتوي: ((بايد خبره مدير ته پاتې نه شي، چې هغه په شاګردانو پسې ګرځي او له تفريح وروسته به يې راټولوي، بايد دوى داسې تربيه شي، چې هېڅ خبره لښتې ته پاتې نه شي.))
نوموړى د پوهنې رياست پر چارواکو غږ کوي، چې په ښوونځيو کې دې د نظم پر يوه ځانګړي قانون کار وکړي، تر څو په ټولو ښوونځيو کې عملي شي او د ګډوډۍ مخه ونيول شي.
ده وويل: ((په اوس وخت کې چې موږ ډېر رنځ وړو، هغه په ښوونځيو کې بې ډيسپليني ده، ښوونکى يې په ټولګي کې ولاړ وي، مګر دا په موبايل کې ګوتې وهي.))
دى پر ښوونکو هم ټينګار کوي، چې له هر ډول باوري ميتودونو څخه دې د زده کړې په بهير کې ګټه واخلي او کوم يو چې د زده کوونکو لپاره ګټور تماميږي، بايد له هماغې ګټه واخلي.
بل خوا د افغانستان د پوهنې وزارت وياند امان الله ايمان پژواک اژانس ته وويل، چې که څه هم د هېواد په کچه په پوهنه کې ډېر کار شوى، خو په ځانګړي ډول ننګرهار ته هم د پوهنې په برخه کې له ډېرو ځايونو څخه کار شوى او له پنځه اتيا سلنې څخه زيات ښوونځي يې ودانۍ لري، کتابونه او نور اړوند ستونزې يې پر وخت له منځه تللې دي.
هغه د مسلکي ښوونکو ستونزه مني، خو وايي چې په دې وروستيو کې يې په هرې ولسوالۍ کې الحاقيه هم جوړه کړې، چې د ښوونکو په مسلکي وړتياوو کې يې تر ډېره مثبت بدلون راوستى، دى وايي چې د يو شمېر نورو ولايتونو څخه په ننګرهار کې د مسلکي ښوونکو ستونزه کمه تر سترګو کيږي.