Data Gathered Date: 

Sunday, June 2, 2013 - 15:00

جلال اباد (پژواک ٣٠ غويى ٩٢): د ننګرهار اوسېدونکي له افغان حکومت او نړېوالې ټولنې غواړي، چې په ننګرهار کې دې د اداري فساد مخنيوى وکړي، امنيتي چارې دې ګړندۍ کړي، د بې کارۍ ستونزې ته دې د پاى ټکى کېږدي، هغه ستونزې چې د پوهنې په برخه کې دي، هغه دې له منځه يوسي، د بيارغونې بنسټيزې پروژې دې پيل کړي او نجونو ته دې د لوړو زده کړو په برخه کې لا نوره ښه زمينه برابره کړي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې ليلما ولي حکيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ننګرهار کې امنيتي ستونزې په دې وروستيو کې زياتې شوې دي.
د هغې په وينا، پرته له جلال اباد ښاره په نورو ولسواليو کې ٩٠% امنيت هم نشته او نه هم دولتي چارواکي په يو شمېر سيمو کې تګ راتګ کولى شي، چې لامل يې د افغان دولت او نړېوالې ټولنې بې غوري ده.
نوموړې زياته کړه، چې دولت بايد تر هر څه وړاندې امنيت ټينګ کړي او له هغه وروسته هر کار په اسانۍ سره ترسره کيداى شي.
حکيمي وايي: ((د امنيت سره په خوا کې د بې کارۍ له منځه وړل مهم دي، که چېرې بې کاري له منځه لاړه شي، نو ښايي ستونزې ډېرې کمې شي.))
د هغې په وينا، د ننګرهار تر نيمايي ځوانان بې کاره ګرځي، نو په کار ده، چې دولت او نړېواله ټولنه بنسټيزې پروژې په پلې کړي، تر څو کاري زمينې هم برابره شي او ننګرهار ته يې پرمختيايي ګټه هم ورسيږي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړى ذبيح الله زمرى وايي، چې افغان دولت او نړېوالې ټولنې په ټوله کې افغانستان ته او بيا ننګرهار ولايت ته پام نه دى کړى، ځکه امنيتي چارې ورځ تر بلې خرابيږي، بې کاري زياتيږي، د پوهنې بهير يو څه ټکنى دى، په يو شمېر سيمو کې اوبه نشته او داسې نورې ستونزې موجودې دي، دولت او نړېواله ټولنه بايد ورته پام وکړي.
د ده په خبره، په ننګرهار کې اداري فساد اوج ته رسېدلى او مرکزي اداره يې بايد مخنيوى وکړي.
زمري زياته کړه: ((په ميليونونه افغانۍ اختلاس شوې او د سولې چارې بيخي په ټپه درېدلي دي.))
د هغه په وينا، که چېرې اداري فساد، بې قانوني، امنيتي چارې، بې کاري او پوهنې ته پام وشي، نو لرې نه ده، چې په ننګرهار کې به ستونزې کمې شي او د اوسېدونکو اقتصادي حالت به يې هم ښه شي.
د ننګرهار د سولې ولايتي کمېټې يوې کارکوونکې څانګې جبارخېل بيا پژواک اژانس ته وويل، چې د ننګرهار په لرو پرتو ولسواليو کې نجونې زده کړو ته لاسرسۍ نه لري، ښوونځي يې نشته او افغان دولت بايد تر هر څه وړاندې د زده کړو زمينه ورته برابره کړي، تر څو ټول ځوان قشر له زده کړو برخمن شي.
نوموړې زياته کړه: ((نجونې تر دوولسم ټولګي هم زده کړې نه شي کولى، لوړو زده کړو ته لار ډېر کمه لري، حقوق يې تر پښو لاندې کيږي او بايد پام ورته وشي.))
هغې له نړېوالې ټولنې وغوښتل، چې په ننګرهار کې دې د ښځو د حقونو په برخه کې کار وکړي او کوم کارونه، چې يې په مرسته شوي ټول نمايشي دي.
جبارخېل وويل، چې په ننګرهار کې نجونو ته د کار وړ شرايط هم نه دي برابر، تر څو کار وکړي او له دې لارې خپل ژوند پر مخ بوځي.
نوموړې د مېرمنو د حقونو د خونديتوب او د دوى پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو او عاملينو ته يې د سزا غوښتنه کوي.
هغه زياتوي، چې پر مېرمنو د تاوتريخوالي د ستونزو تر څنګ د زده کړو د وړ شرايطو نشتوالى او تر زده کړو وروسته د کاري زمينو نشتوالى د نجونو او مېرمنو تر ټولو ستره ستونزه ده.
د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې غړى اميد حيران وايي، چې په دولتي ادارو کې کار اهل کار ته نه دى سپارل شوى او په ادارو کې ګوندي، سياسي او نورې اړيکې له هر څه ډېرې مهمې دي.
د هغه په وينا، د ننګرهار په اکثره ادارو کې مسلکي کسان په دندو نه دي ګومارل شوي او ټول هغه کسان په دندو ګومارل شوي، چې اړيکې ولري او يا هم د لوړ رتبه چارواکو خپلوان دي.
دى وايي: ((که چېرې کار اهل کار ته وسپارل شي، مشکل حل کيږي.))
د ننګرهار پوهنتون محصلې عايشې پژواک اژانس ته وويل، چې د زده کړې وړ چاپېريال ورته نه دى برابر او که څه هم له ګڼو کولتوري محدوديتونو سره - سره پوهنتون ته ځي، خو په پوهنتون کې هم په علمي برخه کې ګڼې ستونزې موجودې دي.
نوموړې زياته کړه، چې استادان يې ډېرى ليسانس دي او په کار ده، چې د ليسانس زده کړو استادان ماسټران او يا هم ډاکټران وي.
دې وويل: ((دولت او نړېواله ټولنه بايد علمي کدرونه وروزي، تر څو د زده کړيالانو راتلونکې روښانه وي.))
د خوګياڼو ولسوالۍ د کږې بازار د جومات ملاامام سالم جان وايي، چې په ننګرهار کې تر ډېره د خلکو لومړنۍ ستونزې حل شوې دي، خو هغه اساسي ستونزې، چې ټول ننګرهاريان ورته اړتيا لري هغه لا هم نه دي حل شوي، چې په سر کې يې امنيت، بې کاري، د بيارغونې بنسټيزې پروژې او داسې نور راځي.
نوموړى له دولت او نړيوالې ټولنې غواړي، چې د ننګرهار له خلکو سره دې په پورته ذکر شوو برخو کې مرسته وکړي او ور حل دې يې کړي.
د هغه په وينا، په اکثره ځايونو کې يو شمېر ځوانانو د بې کارۍ له امله ټوپک راخيستى او وسله وال فعاليتونه کوي.
دى وايي: ((که چېرې د کار زمينه برابره شي، نو امنيت هم ښه کيږي او مشکلات هم کميږي.))
ملا سالم له وسله والو مخالفينو هم غواړي، چې نور دې له وسله وال فعاليته لاس واخلي او له افغان دولت سره دې يو ځاى شي، تر څو يو واحد افغانستان رامنځ ته کړي.
د چپرهار ولسوالۍ يو کروندګر تحسين الله وايي، چې د کرنې او اوبو لګولو په برخه کې هم ګڼې ستونزې لري، چې تر اوسه پورې د چپرهار او يا هم د ننګرهار يو شمېر ګڼې ولسوالۍ د کرنې ځمکو لپاره منظمې اوبه نه لري.
نوموړى له دولت غواړي، چې که د کرنيزو ځمکو لپاره منظمې اوبه برابرې شي، نو د ننګرهار د کرنيزو ځمکو حاصلات به د کروندګرو اقتصادي وضعه ښه کړي او ګڼ شمېر خلک به په کارونو بوخت شي.
ده وويل: ((نور سټورونه بايد جوړ شي، ځکه زموږ حاصلات پاکستان ته ځي، هلته سټور کيږي او بيا همدلته پر موږ باندې په قيمته بيه خرڅيږي.))
دى له دولت څخه غواړي، چې په ننګرهار کې دې د کرنيزو حاصلاتو لپاره ځانګړي سټورونه جوړ کړي او د کرنيزو ځمکو لپاره دې منظمې اوبه ورته برابرې کړي، تر څو مشکلات يې حل شي.
له دولت سره يو ځاى شوى وسله وال، چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوي پژواک اژانس ته وويل، چې د افغان دولت د سولې له پروسې سره يوځاى شوى، خو کومې ژمنې چې له دوى سره شوې وې، چې د دوى په سيمه کې به د بيارغونې پروژې پلي کوي، تر اوسه يواځې وعدې پاتې شوې دي.
دى وايي، چې پخوا به يو شمېر مخالفينو دوى ته پېسې ورکولې، چې د همغو پيسو له لارې يې د ژوند چارې پر مخ بېولې، خو اوس افغان دولت دوى ته د کار زمينه نه شي برابرولى او دوى خوشې ګرځي.
ده زياته کړه: ((د وسله والو طالبانو دښمنان شوو او د کار درک نشته، نور حيران يو، چې څه وکړو.))
ننګرهار د پلازمېنې کابل په ختيځ کې پروت هغه سرحدي ولايت دى، چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره اوږده پوله لري او اوسېدونکي يې تر ډېره په کرنه، مالدارۍ او ازاد کاروبار بوخت دي.