Data Gathered Date: 

Sunday, June 2, 2013 - 15:00

جلال اباد(پژواک٢٩غويي٩٢): د ننګرهار يو شمېر اوسېدونکي د ياد ولايت په ولسواليو او يو شمېر نورو سيمو کې د ناامنۍ،اداري فساد،د بيارغنيزو پرژو کمښت، بې کارۍ او د پوهنې په برخه کې د کار له کموالي سر ټکوي او وايي، چې دولت بايد د يادو ستونزو د حل په موخه کار وکړي.
دوي وايي، چې په ننګرهار کې ولايتي اداره او يو شمېر وکيلان په خپلو کې سره اختلافونه لري    او په دې ولايت کې ستونزې ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.
د دوربابا ولسوالۍ اوسېدونکى سمير ګل پژواک ته وويل ، چې په ولسوالۍ کې يې له ناامنۍ سربېره د بې کارۍ ستونزه يو له هغه غټو ستونزو څخه ده ، چې له ګڼو مشکلاتو سره يې مخ کړي دي.
دى وايي ، چې د دوى اکثره ځوانان له ډېرې بې کارۍ څخه په خپلو اوږو باندې په غرونو قاچاقي اموال اړوي،رااړوي.
د ده په خبره ، که چېرې د دوى په ولسوالۍ کې د بيارغونې کارونه پيل شي، نو له يوې خوا به د دوى ځوانان په کارونو بوخت شي او له بله پلوه به د بيارغونې چارې په دغه ولسوالۍ کې سرته ورسيږي.
نوموړى پر دولت نيوکه کوي ، چې په دغه ولسوالۍ کې يې په خپله امنيت خراب کړى، ځکه د حکومت فعاليتونه يې يواځې د ولسوالۍ تر شاوخوا نږدې ساحو پورې محدود کړي دي.
د جلال اباد ښار ختيځ ته په ٣٥ کيلومترۍ کې د پرتې ولسوالۍ بټي کوټ يوه ښوونکي نورحمان وويل، چې په دې وروستيو کلونو  کې د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ د ننګرهار په کچه ناامنه ولسوالي ده، چې د بيارغونې چارې په کې په ټپه درېدلې دي.
د نورحمان په خبره ، د دولتي چارواکو نه پاملرنه هغه څه  دي، چې په دې ولسوالۍ کې يې امنيتي چارې له صفر سره ضرب کړي  او بې کاري هم پوره اوج ته رسېدلې ده.
دى وايي: ((پخوا به دولتي فارمونه کرل کېدل اوس يې ځينې شاړ پراته دي.))
نورحمان وايي ، چې د دغې ولسوالۍ ډېرى ځوانان د بې کارۍ له امله پېښور ته د خښتو بټيوته ورځي او هلته مزدوري کوي.
دده په خبره ، چې له هر څه اړين د امنيت ټينګښت دى  او هر کله چې امنيت ښه شي له هغه وروسته د بې کارۍ،د بيارغونې د کارونو کمښت، د پوهنې په برخه کې ستونزې ټولې له منځه ځي.
د کامې ولسوالۍ د لنډه بوچ اوسېدونکې نسيمه وحيدي وايي ، چې ددوى په ولسوالۍ کې د نجونو په ښوونځيو کې د ښځينه ښوونکو نه شتون او د ښوونځيو کمښت هغه ستونزه ده، چې زياتره نجونې يې له زده کړو بې برخې کړې دي.
نوموړې پژواک ته وويل ، چې په خپله يې د موسى شفيق په لېسې کې تر لسم ټولګي زده کړې کړي اونورې ترې ځکه پاتې شوې ، چې په ښوونځي کې يې نارينه ښوونکي موجود وو او کورنۍ يې د نورو زده کړو اجازه نه ورکوله.
نسيمه پر دولت غږ کوي، چې د کامې په ولسوالۍ کې دې د نجونو ښوونځي زيات کړي او هم دې ورته ښځينه ښوونکي وګوماري ، تر څو ټولې نجونې زده کړو ته لاسرسى پېدا کړي.
د هسکې مېنې ولسوالۍ قومي مشر حاجي عزيز وايي ، چې د ولايتي ادارې د بې کېفايتۍ له امله په ننګرهار کې ورځ تر بلې ناامني زياتيږي او د ولس او حکومت تر منځ فاصله ډيريږي.
د حاجي عزيز په خبره، چې په دې وروستيو کلونو کې د فساد کچه لوړه شوې، د بيارغونې کارونه په ټپه درېدلي، پوهنيزې چارې هم يو څه کمرنګه شوې دي.
دى وايي ، تر ټولو ستره ستونزه چې په ننګرهار کې موجوده ده ، هغه  د ځمکو غصب  ده او په زرګونه جريبه ځمکه په ننګرهار کې د يو شمير چارواکو او زورواکو له لوري غصب شوې ده.
د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکى افتاب خان پژواک ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې يې ډېرى خلک روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسۍ نه لري.
د افتاب په خبره، چې د ولايتي چارواکو بې کيفايتۍ ننګرهار تر دې حده رارسولى، چې د قومونو تر منځ ستونزې او مشکلات يې راولاړ کړي دي.
نوموړي زياته کړه: ((مخکې د شينوارو د قومونو ترمنځ ستونزې راپورته شوې، بيا د سره رود او خوګياڼو او داسې نورې.))
د جلال اباد ښار يو کراچيوان هم د بې کارۍ له امله سر ټکوي او وايي ، چې دولت په تېرو يوولسو کلونو کې تر اوسه پورې داسې بنسټيزې پروژې نه دي عملي کړي، چې له مخې يې ځوانان په کار بوخت شي.
دى وايي ، چې خپلې ولسوالۍ پچير اګام ته هم له وېرې نشي تلى، ځکه امنيتي ستونزې په کې زياتې دي.
ده وويل: ((دلته هم کله د والي پر ضد مظاهره وي او کله د بل، زموږ مزدوري يې هم ګډه وډه کړې.))
د ننګرهار د ولايتي شورا غړې انګيزه شينوارې هم په دغه ولايت کې ستونزې مني،انګيزه وايي، چې په خپله د نازيانو ولسوالۍ ده او په يادې ولسوالۍ کې هم نجونې تر دولسم ټولګي پورې زده کړې نه شي کولى.
نوموړې زياته کړه: ((د بيارغونې کارونه په ټپه ولاړ دي، اداري فساد اوج ته رسيدلى دى.))
د انګيزې په خبره ، چې د ننګرهار په يوشمير ادارو کې اداري فساد خپلې لوړې پوړۍ ته ځان رسولى.
دې پژواک ته زياته کړه، چې په اوس وخت کې يو ښوونکى که په ډېرې لرې ولسوالۍ کې هم مقرريږي ، چې واسطه او يا د بډې ورکولو توان ونه لري کارونه يې نه کيږي.
د ښېوې ولسوالۍ د سرکنډ اوسېدونکي هم ورته شکايت لري او وايي ، چې لا تر اوسه دوى د ژوند لومړنۍ اسانتياوې هم نه لري.
د يادې سيمې اوسېدونکى غريب کار حسن ګل وايي ، چې د څښاک صحي اوبه هم لا تر اوسه نه لري، نوموړى زياتوي ،چې د دوى سيمې ته په يوه کال کې تر اوسه د پوليسو رېنجنر موټر هم نه دى ورغلى.
دى پر مرکزي ادارې غږ کوي، چې که په ننګرهار کې حالت همداسې روان وي، نو لرې نه ده ،چې ډېر ژر به د ولس او حکومت تر منځ فاصله نوره هم زياته شي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې فرېشتې انوري پژواک ته وويل ، چې د ننګرهار له ګوټ،ګوټ څخه ورته ستونزې او شکايتونو ورسېدلي  او تر ډېره يې له چارواکو سره شريکې کړې دي، چې ډېرې کمې يې حل شوې دي.
 فرشته زياتوي ، چې نړېواله ټولنې هم هغومره مسووليت لري يې په پوره ډول يې سرته نه دى رسولى.
د روداتو ولسوالۍ د کان د کلي بزګر خليل وايي ، چې د پوهنې په برخه کې ګڼې ستونزې لري او هم يې په سيمه کې روغتيايي اسانتياوې کمرنګه دي، دى وايي چې د دوى د سيمې سړک هم خراب دى او کله چې ناروغ ولري، نو په ډېرې سختۍ سره يې تر ولايتي روغتونه لېږدوي.
د کابل کمپ په سيمه کې د کوچي قومونو ملا امبر وايي ، چې په ننګرهار کې د کوچي قومونو د ژوند د  هوساينې په برخه کې هېڅ هم نه دي شوي.
ده وويل چې په ننګرهار کې سلګونه کورنۍ کوچيان مېشت دي ، خو لا تر اوسه پورې د ژوند لومړنۍ اسانتياوې نه لري.
ملاامبر له دولت څخه د ښوونځيو،کلينيکونو او د ژوند د لومړنيو اسانتياو غوښتنه کوي او زياتوي ، چې په ننګرهار کې مېشت کوچيو قومونو ته هېڅ پام نه دى شوى، ده وويل چې ځوانان يې بې کاره دي او هم ګڼې نورې ستونزې لري.
د هغه په وينا، د کوچيانو روغتيايي ستونزو، څړ ځايونو او دغه راز د کوچيانو لپاره د سرپناه او ځمکو د وېش خبرې په دولت او پارلمان کې راپورته شوې، خو تر دې مهاله يې يوه ستونزه هم حل نه شوه او نه يې ډېرو کوچنيو سيمه ييزو ستونزو ته پاملرنه شوې ده.
هغه په دولت کې د فساد، مافيايي ډلو او زورواکو شتون هم د ولس او دولت لپاره د نږدې والي يو خنډ وباله او زياته يې کړه، چې تر څو په دولت کې دننه د ستونزو ټغر ټول نه شي، د ولس او دولت تر منځ شته بې باوري او واټن به پر خپل ځاى پاتې وي.
په ټوله کې د ننګرهار اوسېدونکي د ناامنۍ،اداري فساد،بېکارۍ،لومړنيواسانتياوو ته نه لاسرسى، د ځمکو غصب او د چارواکو تر منځ پر ګټو اختلافاتو څخه رنج وړي او له دولت څخه غواړي ، چې يادې ستونزې ورته حل کړي.