Data Gathered Date: 

Tuesday, July 23, 2013 - 09:30

 
 
 پل علم (پژواک ١٩غبرګولى ٩٢): د امنيت ټينګښت ، په ټاکنو کې پراخ ګډون ، د پراختيايي پروژو چټګول، د سړکونو او بندونو جوړېدل او دغه راز پوهنې او روغتيايي چارو ته جدي پاملرنه د لوګر  د خلکو عمده غوښتنې دي.
د پل علم  اړوند د پاد خواب يو تن قومي مشر او د محلي شورا غړى حاجي داوود مېلمه وايي، چې د خلکو د استازي په توګه يې لومړۍ غوښتنه دا ده ،چې د دې ولايت لپاره دې پوهنتون جوړ شي،لوګر ته دې برېښنا ورکړل شي.
نوموړي له ولس څخه وغوښتل ،چې په ټاکنو کې برخه واخلي او داسې چاته رايه ورکړي،چې ولس او هيواد ته وفادار وي او خدمت وکړاى شي.
د پل علم بل اوسېدونکي ٢٥ کلن عبدالجميل په ټولټاکنو کې شفافيت غواړي  او دغه راز دې د ځوانانو لپاره کاري زمينې برابرې شي.
نوموړى وايي،چې  ښه حکومتوالي او د کرنې پرمختګ او پراختيا کې دې ډير کار وشي.
دغه راز د څرخ اوسېدونکى حکمت الله وايي، چې ښوونځيو  او زده کړو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي ، دغه راز دې سړکونه پاخه شي ، د ځوانانو لپاره دې کار وشي او سوله دې راشي  .
د بره کي برک اوسېدونکى احمد الله وايي، چې دولت دې خلکو ته امنيت راولي،  سړکونه دې جوړ کړي ، د کرنې د پرمختک او د خلکو د اقتصاد د کچې د لوړوالي لپاره دې کار وشی او د اوبو او برېښنا بندونه دې جوړ شي .
د ده په خبره،دولت بايد خپل بهرني سياست کې تغيير راولي او په وطن دننه د نورو د جاسوسانو مخه دې ونيسي .
د نوموړي په وينا، که دولت د اوزګارو ځوانانو لپاره کار پيدا کړي ، نو دا به ورسره د امنيت په ټينګښت کې پوره همکاري وګړي .
د پل علم د دادوخېلو اوسېدونکى قومي مشر عزيز الله وايي:(( د افغانانو يو والی مې يواځنۍ هيله ده او له ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه د لوګر له خلکو غواړم ، چې تېر اشتباهات تکرار نکړي ،له جګړې لاس په سرشي او د وطن د جوړولو يو موټى شي.))
د ده په خبره ،امنيت او سوله ددغه ولايت د ټولو خلکو يواځنۍ هيله ده  .
هغه زياتوي ،چې له دولت څخه ځوانانو ته کار غواړي او ترڅنګ يې له هر لوګري  دا غوښتنه کوي، چې خپلې زده کړې وکړي او د بهرنيو له احتياجه ځانونه خلاص کړي .
د ازرې اوسېدونکى عبدالله وايي،چې د خپلو خلکو د تحصيلاتو د دوام لپاره په خپل ولايت کې د پوهنتون جوړيدل غواړي .
دى زياتوي،چې په اوسنيو شرايطو او اوسنۍ زمانه کې برېښنا ته ډېره اړتيا ده.
د بره کي برک د سجاونډ اوسېدونکى حاجي ګل احمد وايي، چې له دولت څخه دې ناپاک  اشخاص وايستل شي، د اداري فسا د له منځه وړل  او په هېواد کې د امنيت راوستلو تر څنګ دې سيمه ييز انکشاف ته پاملرنه وشي .
حاجي ګل احمد له خلکو غوښتنه لري،چې په راتلونکو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي،  تر څو سالمه راتلونکې ولرو او په هېواد کې شته دښمنۍ له منځه ولاړې شي.
د پل علم ښار يو تن هټيوال نظر محمد وايي، له دولت څخه د سره او مال د ساتنې غوښتونکي دي .
د ده په خبره ، د کابل _لوګر دويم سړک دې جوړشي او دځوانانو لپاره دې په هيواد کې دننه او بهر کې د کار امکانات برابر شي  او دغه راز دې د سوداګرو لپاره  صنعتي پارکونه جوړ شي .
د محمد اغې اوسېدونکى احمد جاويد پخپله سيمه کې امنيت او دې ښې حکتوالۍ تر څنګ د ادارې فساد د مخنيوي غوښتنه کوي.
هغه زياتوي د کابل او لوګر تر منځ د دويم سړک پروژه دې پيل شي او دغه راز دې د برېښنا د کمښت له پلوه  د لوګر د خلکو اړتياوې پوره شي.
د ده په خبره،د ځمکو د غاصبينو مخه دې ونيول شي او مجرمينو ته دې سزا ورکول شي ، دغه راز دې په افغانستان کې شته کانونه  وسپړل شي او خلکو ته دې د کار شرايط برابر شي، تر څو د خلکو اقتصاد وده وکړي او ولس په راتلوونکي کې له نا امنۍ او بد حالته ووځي.
نوموړى د لوګر ولايت پر ولسونو غږ کوي ، چې په راتلوونکو ټاکنو کې دې پراخه برخه واخلي او اهل کانديد ته دې رايه ورکړي ، چې ترڅو هېواد له هر ډول بحران څخه نجات ومومي .
نوموړى له دولت څخه هم غوښتنه لري ، چې د لوګر فرد فرد ته په ټاکنو کې د ګډون زمينه برابره کړي او ددوى امنيت ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.