Data Gathered Date: 

Tuesday, July 23, 2013 - 09:45

 
 
پل علم (پژواک ١٨غبرګولى ٩٢) : د لوګر ولايت يو شمېر اوسېدونکي ورځ تر بلې د ناامينو زياتېدل، اداري فساد او د بيارغونې کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ کېدل، ترټولو سترې ستونزې بولي او له دولت څخه يې د حل غوښتنه کوي .
  حاجي داوود مېلمه  د پادخواب اوسېدونکی او د پرمختيايي شورا رييس وايي، چې په دې ولايت کې امنيتي ستونزې د خلکو ژوند ګواښي او د ورځې په تېريدو سره زياتېږي ، نو دولت بايد دغې ستونزې ته تر ټولو جدي پاملرنه وکړي.
د ده په وينا، په لوګر کې نا امني زياته شوې ،د بيارغونې  هغه کارونه چې ورته اړتيا وه او بايد شوي وای د نا امنۍ له امله ونشول .
هغه زياتوي : (( په دې ولايت کې نا امني او د ځوانانو وزګارتيا تر ټولو ستر مشکل ګڼم.))
ددغه ولايت يوبل اوسېدونکى  ۲۵  کلن عبدالجميل  وايي، چې تر ټولو عمده ستونزه يې  ناامني ده، چې خلک ډير کړوي .
ده وويل ، چې په دغه ولايت کې هره ورځ  نښتو ، چاودنو او وژنو د خلکو ژوند ډير ستونزمن کړى ، نور له جګړو ستړي شوي او د جګړو له منځه تلل يې يواځنۍ هيله ده .
دی وايي ، همدا جګړه ده، چې نورې ستونزې يې زېږولې دي، همدااوس سړک نشته، پرمختللی روغتون نلرو او ولس  په وېره ګې ژوند کوي.
د ده په وينا، تر جګړې وروسته د ولس لپاره بله  ستره ستونزه اداري فساد دى،چې بايد مخه يې ونيول شي .
ده وويل ، چې اداري فساد د ولس او دولت ترمنځ واټن را پيدا کړى او خلک يې په دولتي ادارو بې باوره کړي دي.
د څرخ د بندوکه کلي اوسېدونکی حکمت الله وايي ، ځمکه هغه  سوځي، چې اور پرې بلېږ،  پر خلکو، چې څه تېرېږي دا ټول د جګړې له لاسه دي .
نوموړى وايي ، چې هيڅوک په امن  نه دي، هر ساعت جګړه ده، بله خبره به وانه ورې ،د جګړې له وېرې خلک له سېمې کډه شوي او پاتې نور په سختو مشکلاتو کې شپې او ورځې تېروي ،   تر دې بل غټ مشکل نشته .
دى  وايي ، چې د امنيو له امله په دغه ولايت کې د بيارغونې کارونه  او پلانونه له ستونزو سره مخ شوي او ورځ تربلې خلک ناهيلي کيږي .
نوموړى هم په دولتي ادارو او د پروژو په کارونو کې د اختلاس او فساد له شتون څخه سرټکوي او هغه په دولت د بې باورۍ يوه سرچينه بولي .
دده په خبره ، چې په دغه ولايت کې  وسله وال مخالفين د دوى د هغو پروژو د کارونو مخينوى کوي ، چې اشد ضرورت ورته لري ، له د سړک ، ښوونځي ، کلينيک او بندونو .
د بره کي برک د مهمندو د کلي اوسېدونکی ۳۵ کلن احمدالله  وايي، چې له جګړو ډير ستړى شوى او د هغې ورځې په ارمان دى ، چې په هېواد کې يې هيڅ جګړه نه وي .
هغه پژواک ته وويل، چې د کابل پوهنتون دادبياتو له پوهنځي فارغ شوی ،د جګړې له امله دنده ورڅخه  پاتې ده او د خپلې خوښې په ځاى کې کار نشي کولى.
د ده په خبره، چې جګړې بېکاري راوستې او بېکاري فقر اوبېوزلي راولي .
د پل علم د دادو خېلو د کلي اوسېدونکی سپين ږيری عزيزالله وايي ،چې دې هېواد ته ډيرې پيسې راغلې، خو د فساد له امله  په سمه توګه ونه لګول شوې .
نوموړى وايي،دا هره ورځ جګړې او په دولت کې ادارې فساد او رشوت د خلکو له مهمو ستونزو څخه دي ، چې ټول يې د نابودۍ غوښتنه لري ، خو ددې پرځاى ، چې ورک شي لاپسې ډيريږي .
 
د ارزې اوسېدونکى او د لوګر دارالمعلمين زده کوونکى٢٤ کلن عبدالله وايي،چې جګړه په سترو ستونزو کې راځي او که بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي تاوتريخوالى او جګړې به نورې هم زياتې شي.
د ده په وينا،دلته نور ډير مشکلات هم شته،چې بېکاري،بيوزلي او په سيمه کې د ټيليفوني اسانتياوو نشتوالى يې په سر کې راځي.
د برکي بر ک د سجاوند اوسېدونکی او قومي مشر حاجي ګل احمد وايي، چې ټول عمر يې په ستونزو کې تېره شو .
د ده په وينا، چې چارواکي  جيبونه ډکوي له هېواده د تېښتې لارې جوړوي،خو ولس سړک،پول او ښوونځي ته لاسرسى نه لري .
د ده په خبره، هيچا هم شپه په ارامه نه ده تېره کړې، له امريکايي چورلکواو  وسله والو څخه  په خپلو کورونو کې هم  وېريږي او د ارام ساه نشي اخيستلى.
د پل علم  ښار يو هټيوال محمد نظير وايي،چې ټول مشکلات د بهرنيو دسيسو له امله راپېښ شوي، تر څو چې د پرديو لاسوهنه بنده نشي دا ستونزې به پر خپل ځاى وي.
هغه زياتوي،په دولت کې فساد دى ،چې بايد د فساد مخنيوى وشي او ددې هره ورځ  جګړو د مخنيوي لپاره بايدجدي اقدامات وشي .
د محمداغې د کتب خېلو  اوسېدونکی ۳۵کلن جاويد وايي، د دوی په سيمه کې د ځوانانو بې کاري او له همدې کبله په خلکو کې فقر سترې ستونزې  دي .
د ده په وينا، دولت ډېر امکانات په لاس کې درلودل، خو اوس يواځې  څو ښوونځي  او دګوتو په شمار کلينيکونه لرو،چې د خلکو په ژوند کې يې ډير د پام وړ  بدلون نه دى راوستى.