Data Gathered Date: 

Sunday, May 5, 2013 - 14:00

غزني ښار
د زمري ١٩مه،١٣٨٨،پژواک خبري اژانس
 د مرکزي ولايت غزني يو شمېر اوسېدونکي په ټاکنو کې برخې اخيستنې ته چمتو دي ، دوى له نا امنيو او بېکارۍ سر ټکوي او وايي چې ددغو ستونزو اوارى يې مهمې غوښتنې دي .
 د ١٨ ولسواليو لرونکى دغه ولايت ، چې د کابل  ښار سوېل ته په نږدې ١٥٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري، په ولايتي شورا کې ١٩ څوکۍ لري ، چې ٥ يې مېرمنو ته ځانګړې شوې دي .
په راتلونکيو ټاکنو کې دغو څوکيو ته  ٩٣ تنه ولاړ دي ، چې ٩ يې مېرمنې دي .
ناوه ، د غزني هغه ولسوالۍ ده ، چې د راتلونکيو ټاکنو له ورځې څخه  پوره يو کال وړاندې ( د زمري په ٢٩ مه ) د طالبانو لاسته ورغلې او اوس هم ورسره ده .
د راتلونکيو ټاکنو په اړه دغه راپور ، د روانې مياشتې په دوهمه اونۍ کې د  غزني ولايت د څلورو ولسواليو او مرکز له دوه مېرمنو او ٦ نارينه وو سره د مرکو پر بنسټ چمتو  شوى دى.
 
د سياسي علومو محصله : شايد ډېرى خلک رايه ور نه کړاى شي
د مُقر ولسوالۍ اوسېدونکې ،٢١کلنه پښتنه، چې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو اوسياسي علومو په پوهنځي کې زده کړې کوي وايي چې هغه کانديد ته به رايه ورکړي ،چې د سولې او امن  لپاره کار کوي.
 هغه وايي چې د سيمې لومړۍ ستونزه يې  نا امني ده او ښايي ډيرى  خلک له همدې وېرې په ټاکنو کې ګډون ونه شي کړاى .
پښتنه وايي چې د سيمې دوهمه ستونزه يې روغتيايي خدمتونو ته نه لاسرسى دى او دوى خپل سخت  ناروغان د ولايت مرکز ته لېږدوي .
 نوموړې روانو ناامنيو ته په پام وايي چې کېداى شي ټولټاکنې په ښې او ډاډه توګه تر سره نه شي .
 هغې ددې پوښتنې په ځواب کې چې که له راتلونکي ولسمشر سره مخ شي، نو څه به ورته وواي  ؟ وويل : 
 ((  سوله راوله او کومه ژمنه چې کوې عملي يې کړه .))
نوموړې زياتوي چې په موجوده حکومت کې يې کلي ته نږدې د نجونو او هلکانو دوه ښوونځي جوړ شوي  اودغه راز ځني نور واړه کارونه هم شوي دي.
 
کوچى: شخصي ژوند مې ښه شوى، خو امنيت خراب شوى دى
محمد ګل کوچى د غزني د کوچيانو استازى دى، چې د ښار لوېديځ ته دکوچيانو په کلي کې اوسېږي .
هغه وايي چې اته کاله پخوا يې دنده نه لرله ، خو د نوي حکومت له پيل راهيسې يې  څو ځايه رسمي دندې ترسره کړي دي او ژوند يې ښه شوى دى .
 دى وايي چې رايه به کاروي او د خپلې خوښې کانديد به ټاکي .
کوچى زياتوي چې لومړۍ ستونزه يې  ناامني ده او بل د کوچيانو شخصي ستونزې دي .
هغه د څړځايونو نشتوالى ،دکوچيانو زده کړې او روغتيا ته نه پاملرنه د دغه قوم له مشکلاتو څخه وګڼلې .
 کوچى ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې که له ولسمشرسره مخ شي، نو څه به ترې غواړي ؟
وويل : (( سوله او بيا رغاونه . ))
 کوچى وايي چې په موجوده حکومت کې يې د غزني کوچيانو لپاره دوه ښوونځي جوړ شوي دي ، يو څه مرسته هم ور سره شوې ده .
 
 ښوونکى : نا امني لويه ستونزه ده
 ٣٤ کلن ولي الله، چې د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکى دى ،له تېرو پنځو کلونو راهيسې په يو منځني ښوونځي کې دنده لري .
دى وايي چې شپږکاله مخکې يې  په پاکستان کې خواري مزدوري کوله،خو اوس ښونکى دى .
دى وايي د ولسمشرۍ څو تنه کانديدان پېژني،داسي کانديد ته به رايه ورکړي،چې ولس ته رښتيا وايي.
د ښونکي په وينا، په سيمه کې يې لومړۍ ستونزه ناامني او دوهمه د ځوانانو بېکاري ده .
 ولي الله زياتوي چې  د ولسمشرۍ او ولايتي شورا په ټاکنو کې برخه اخلي ، خو په هغه صورت کې چې دسر خطر يې نه وي.
هغه زياتوي  چې  که  له ولسمشر سره مخ شي ، نو تري وبه غواړي،چې سوله ټينګه کړي  او خلکو ته کار پيدا کړي .
دى زياتوى چې په تېرو پنځو کلونو  کې يې د سيمي يو سړک پوخ شوى او کاريزونه يې هم پاک شوي دي.
 
دلپ سنګهـــ : داسې کانديد ته به رايه ورکړي چې په ولس يې زړه سوزي
د غزني ښار اوسېدونکى ٤٤ کلن دلپ سنګهـ چې  د غزني د سکهانو استازى دى ،څلور کاله وړاندې ولايتي شورا ته هم کانديد و، خو بريالى نشو .
نوموړي وايي چې د پخوا په پرتله يې ژوند ښه شوى ، خو ستونزه شته او هغه هم ناامني ده .
 هغه وايي چې لومړۍ ستونزه يې ناامني ده او هغه داسې ستونزه ده ، چې  په نه شتون کې يې ژوند ډېر سخت دى .
دى وايي چې په دواړو ټاکنو کې برخه اخلي  او هغه چاته رايه ورکوي، چې يوالى غواړي او په ولس يې زړه سوځي.
دلپ زياتوي چې  لرې پرتې ولسوالۍ په خطر کې دي، ښايي رايه ورکوونکي وګواښل شي  .
 هغه له موجوده حکومته خوښ دى او زياتوي چې په همدې دوره کې ورته درمسال جوړ او د خپل ښوونځي څښتنان شول .
 
مور : ژوند مو ښه شوى دى .
د واغز ولسوالۍ اوسېدونکې ٣٥ کلنه  فاطمه ، چې د شپږو ماشومانو مور ده ، وايي چې يو کال وړاندي يې د ښځو چارو په رياست کې د مربا او اچار جوړلو کورس ولوست او اوس له همدې لارې خپله ژوند مخکې بيايي .
هغه زياتوي چې د کانديدانو په اړه کره معلومات نه لري ، د اولادونو او خاوند په مشوره به يې ټاکي .
خو هغه  په رايه ور کونه شکمنه ده او زياتوي : (( په  ټاکنو کې به هغه وخت ګډون کوم،چې کومه ستونزه نه وي ،زه له جنګه وېره لرم.))
 
فاطمه خپله لومړنۍ ستونزه ناامني بولي او زياتوي چې له سولې پرته بايد د ښوونځيو او لارو جوړولو ته هم پوره پاملرنه وشي .
  
هټيوال:  هغه کانديد ته رايه ورکوم، چې لاسونه يې په وينو سره نه وي
فريد چې  ٢٦ کلن دى،د غزني په ښار کې دوکان لري،دى وايي چې امنيت دې را وستل شي، خلک خپل ژوند پخپله جوړولى شي.
فريد د ولسمشرۍ له ٣٧ شته کانديدانو څخه يواځې ٩ تنه يې پېژني او  هغه کانديد ته به رايه ورکړي،چې لاسونه يې د ملت په وينو سره.نه وي او په جګړو کې نه وي ښکيل شوى .
دى وايي چې  ناامني د هرچا لپاره لومړۍ ستونزه ده.
هټيوال زياتوي چې له ناامنيو پرته دوهمه ستونزه د خلکو فقر او بيوزلي ده، چې بايد پاملرنه ورته وشي .
 
زده کوونکى: له کارت اخيستلو محروم شوم
جميل د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکى دي،  ١٩ کاله عمر لري او په يوولسم ټولګي کې زده کړې کوي.
دى وايي  چې د ناامنيو له وېرې يې ونه شواى کولى چې د رايې ورکونې کارت ترلاسه کړي .
دغه  زده کونکى د ولسمشرۍ له کانديدانو څخه پنځه تنه  پېژني او له خلکو غواړي تر څو  هغه چاته رايه ورکړي ،چې ټولنې ته خدمت او دسولې لپاره کار وکړي.
دغه زده کونکى د خپلې سيمې لومړۍ ستونزه نا امني او دوهمه په لرې پرتو سيمو کې د ښوونځيو نشتوالى ګڼي .
 دى وايي چې له راتلونکي  ولسمشره غواړي ،چې زده کړې ته پاملرنه زياته کړي، سوله راولي او له خپلو مخالفينو سره خبرو ته کښيني .
جميل وايي چې په موجوده حکومت کې يې د کلي د اوبو سيستم جوړ شوى او د شاوخوا کليو کاريزونه رغول شوي او پاک شوي دي.
سوالګر: له ماسره دې مرسته وشي.
شامحمد د غزني ښار اوسېدونکى دى، څلوېښت کاله عمر لري او په همدې ښار کې ژوند کوي.
هغه چې پاکستان او ايران کې يې د مهاجرت وخت تېرکړى، وايي  چې  لومړنۍ ستونزه يې غريبي او بېچاره ګي ده او د ټولو غريبانو غم دې وخوړل شي .
دغه تن چې حرفوي سوالګر ښکاري ، وايي چې  په تېرو پنځو کلونوکې ددوى ژوند ته هيڅ  پاملر نه ، نه ده شوې ، که کله کومه  مرسته راغلې ، ګټه  يې  څو خاصو کسانو ته رسېدلې ده .