Data Gathered Date: 

Sunday, June 2, 2013 - 11:15

خوست ښار (پژواک، د غبرګولي اتمه ٩٢): د خوست ډېرى خلک په خپلو سيمو کې روغتيايي اسانتياوو ته نه لاسرسی،د پاکو اوبو نشتوالی، بزګرانو ته د اصلاح شويو تخمونو نه ورکړه او ښوونځيو ته د ودانيو نه شتون د نورو ستونزو په سر کې يادوي او د هواري غوښتنه يې کوي.
د خوست ولايت د صبريو ولسوالۍ اوسېدونکی نور شاه خان پژواک اژانس ته وويل، چې د ټولې ولسوالۍ په کچه يو روغتيايي کلينيک لري، چې هغه هم پوره امکانات او کافي پرسونل نه لري.
نوموړي زياته کړه، چې کله يې هم د اړتيا پر مهال دغه روغتيايي مرکز ته مراجعه کړې ده، وړ خدمتونه يې نه دي ترلاسه کړي.
د هغه په وينا، د روغتيايي مرکزونو په نه شتون کې دوی اړ دي، چې خپل ناروغان خوست ښار او يا په ناامنه لارو  د خيبرپښتونخوا مرکز پېښور ته يوسي.
د دغه ولايت د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکی ولي الرحمن بيا وايي، چې روغتيايي مرکز لري، خو د کمو امکاناتو له امله د دغې ولسوالۍ خلک اړ دي، چې خپل ناروغان خوست ښار ته يوسي.
د ده په خبره، که دولت غواړي، چې د خوست خلکو ته وړ خدمات وړاندې کړي، نو په روغتيايي مرکزونو کې دې مسلکي او باتجربه کسان په دندو وګوماري او روغتيايي مرکزونو ته دې پوره امکانات په لاس کې ورکړي.
د خوست د سپېرې ولسوالۍ قومي مشر مبارک ځدراڼ بيا وايي، چې له منډو ترړو او ستونزو ګاللو وروسته د عامې روغتيا رياست په دغه ولسوالۍ کې روغتيايي کلينيک فعال کړ.
د هغه په وينا، د عامې روغتيا رياست سره همکارې موسسې، نړيوال روغتيايي جال (Health Net) ژمنه کړې وه، چې دغه کلينيک ته به ښځينه ډاکټرې پر دندو ګوماري.
نوموړي زياته کړه، درې کاله کيږي چې د سپېرې ولسوالۍ په کلينيک کې ښځينه ډاکټره نشته او خپل نسايي او ولادي ناروغان خوست ښار ته، چې له دغې ولسوالۍ ۵۵ کيلومتره لرې پروت دی، لېږدوي.
ځدراڼ زياتوي، چې يا خو ناروغ په لار کې ساه ورکوي او يا د کوما په حالت کې يې د خوست ملکي روغتون ته ورسوي.
د خوست د ګربزو ولسوالۍ اوسېدونکی رحيم الله ګربز وايي، چې روغتيايي مرکز او پرسونل لري، خو مرکز يې دارو او درمل نه لري.
د هغه په وينا، کله چې ډاکټر ناروغ وګوري، نو ناروغ لرونکي اړ دي، چې درمل په شخصي درملتونونو کې په پيسو واخلي.
نوموړی زياتوي، چې که دغه ستونزه هواره نه شي، نو ډېری بې وزله ناروغان به د ورپېښو ناروغيو له مله مړه شي.
د خوست ښار يو اوسېدونکى اجمل هلال بيا پژواک اژانس ته وويل، چې په خوست ښار سربېره په ټول خوست کې خلک د پاکو اوبو له نشتوالي سره مخ دي.
د هغه په وينا، دا لس کاله کيږي، چې په دې برخه کې افغان دولت او نړيواله ټولنه ژمنې کوي، خو پوره کړي يې نه دي.
نوموړي زياته کړه، چې په خوست ښار کې هم اوس خلک د ټانکرونو اوبه په پيسو اخلي او بيا يې د څښاک، خوړو او نورو کارونو لپاره کاروي.
د خوست ولايت د موسی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی قادر منګل وايي، چې اوس هم د دوی ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې خلک د ډنډونو اوبه څښي.
د هغه په خبره، په دې برخه کې ژمنې کيږي، خو عملی کيږي نه او که افغان دولت او نړيواله ټولنه د خلکو دغو غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايي، نو ډېری خلک به په ساري ناروغيو اخته شي.
د خوست زياتره بزګران بيا د کرکېلې په وخت کې دوی ته د اصلاح شويو تخمونو د نه ورکړې له امله سر ټکوي.
 د خوست يو اوسېدنکى ولي ګل وايي، چې په ځمکو کې هر کال کرونده کوي، خو د اصلاح شوو تخمونو د نه شتون له امله په هغه کچه، چې لازمه ده، ښه حاصلات لاس ته نه شي راوړی.
د ده په خبره، که د خوست بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه ورکړل شي، دومره حاصلات به ترلاسه کړي، چې پر خوست سربېره به يې ګاونډيو ولايتونو ته هم ولېږي.
د خوست د پوهنې رييس بختنور بختيار پژواک اژانس ته وويل، سره له دې چې په خوست کې په تېرو څو کلونو کې د پوهنې په برخه کې زيات کار شوی دى، خو اوس يې هم پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري، چې زياتره زده کوونکي يې تر سره لمر لاندې په باد او باران کې زده کړې کوي.
د هغه په وينا، په دې اړه يې مرکزي دولت او نړيوالې مرسته کوونکي موسسې خبرې کړې دي او د دغې غوښتنې د پوره کيدو ژمنه ور سره شوې دي.
د خوست د ببرک تاڼې اوسېدونکی ګل جان کوچی وايي، چې د نجونو او هلکانو دوه ښوونځي لري، خو ودانۍ ورته نشته او کله چې باد او باران وي، نو ښوونځي يې رخصت او زده کوونکي يې له زده کړو پاتې وي.