Data Gathered Date: 

Sunday, March 31, 2013 - 15:45

 
د فراه ولايت د بالا بلوک ولسوالۍ د ګراني کلي يو شمېر اوسېدونکي، چې د بهرنيو پوځيانو د بمبار له امله يې د کورنيو غړي له لاسه ورکړي، چمتو دي ، چې په ټاکنو کې برخه واخلي، خو ځينې نور يې وايي چې نور نو دوى ته ژوند ارزښت نه لري .
دګراني کلى، چې دفراه ولايت ختيځ لوري  په شاوخوا ٣٥ کيلو مترۍ کې پروت دى، تر اوسه هم د يوې وېرونکې ويرانۍ انځور دى.
دغه کلى د روان کال د غويي په ١٥ مه، د دوشنبې په ورځ د بهرنيو قواوو له خوا تر حملې لاندې راغى، چې د دولتي پلاوي دڅېړنو پر بنسټ ١٤٠ کسان پکې ووژل شول.
په دې خونړۍ حمله کې ټول قربانيان ملکي کسان وو، شاوخوا ٢٠ کورونه هم وسوځېدل يا زيانمن شول.
فراه، چې له کابل څخه ٧٨٧ لرې پروت ولايت دى، لس ولسوالۍ لري .
د فراه ولايتي شورا ٩ څوکۍ لري، چې له هغو څخه يې درې ښځو ته ځانګړې شوې دي .
دغه ګزارش د همدې اونۍ په اوږدو کې د ګراني کلي د ٦ تنو اوسېدونکيو د مرکو پر بنسټ تيار شوى دى.
اغاسيد نظام: د کورنۍ ١٥ غړي  يې   په  يو ځل را ووژل
اغا سيد نظام چې ٥٥ کلن دى د ګراني کلي له اوسېدونکيو څخه دى، دى چې د خپلې کورنۍ د غړيو له قبرونو سره ناست و، په مايوسۍ سره يې وويل چې نشي کولى له قاتلانو څخه بدل واخلي.
دى چې د يوې ١٩ کسيزې کورنۍ له غړيو څخه و، اوس يواځې له خپلې ٧٥ کلنې مور ، يوه  ٢٥ کلن  او يوه ٢٧ کلن زوى  سره ژوند کوي.
سيد نظام چې هره خبره يې له اوښکو سره بدرګه کېدله، وويل چې دولت دا توان نه لري، چې ظالمان په سزا ورسوي ، خو ويې ويل چې د هېواد جمهور رئيس يې پوښتنې ته ورغلى و، دى زياتوي: (( ولسمشر غمشريکۍ ته راغى او ويې ژړل، نو ځکه زه په ټاکنو کې په ګډون سره دى ځواکمن کوم.))
که څه هم سيد نظام د ولسمشر له زړه سوي خوښي څرګنده کړه، خو ويې ويل چې د ده وعدې نه دي ريښتيا شو ي .
له دې پېښې دوه اونۍ وروسته د هېواد ولسمشر د يوه پلاوي په مشرۍ، چې په کابل کې د امريکې سفير، جنرال کارل ايکن بري هم پکې ګډون درلود، سيمې ته راغى اوله  پيښې څخه د پاتې کسانو سره يې غمشريکي وکړه.
پدې ليدنه کې ولسمشروعده وکړه چې وران کورونه به يې له سره جوړ، د قربانيانو ورثه به حج ته ولېږي او هغو ځوانانو ته چې خپلې ښځې يې له لاسه ورکړي د واده لګښت ورکړي.
خو د سيمې خلک وايي چې له دغو وعدو څخه، د هر وژل شوي پر سر ١٠٠ زره او د هر زخمي پر سر ٥٠ زره افغانۍ مرسته ورسره شوې ده.
محمد حسين: د افغانستان اصلي قدرت بهرنيان په لاس کې لري
٤٠ کلن محمد حسين، چې په بمباريو کې يې د خپلې ښځې او يوه نيم کلن ماشوم په ګډون د کورنۍ ١١ غړي له لاسه ورکړي، ډېر زيات متاثر معلومېږي.
ده وويل : (( بهرنيان د افغانستان اصلي قدرت په لاس کې لري، دولت کمزورى دى  او نشي کولى ظالمانو ته جزا ورکړي، امريکايان هم د خلکو د وژلو پر وړاندې بې پروا دي او يواځې معذرت غواړي...))
حسين ، چې د بمبارۍ په شپه له خپل ورور موسى سره په ايران کې و، وويل چې د موسى کور هم ويجاړ شوى   دى او د کورنۍ ٨ غړي يې وژل شوي دي.
دى وايي چې د دولت له وعدو سره- سره يې تراوسه، کورونه ړنګ پراته دي.
خو حسين وويل چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې يې ګډون کړى و او په راتلونکيو ټاکنو کې به هم برخه اخلي، خو ده په دې اړه څرګندونې ونه کړې .
بي بي خماره: له بهرنيانو څخه نفرت لرم.
بي بي خماره ، چې ٥٠ کلنه ده او يوه ځوانه لور او پنځه لمسي يې له لاسه ورکړي دي، وايي چې تر څو ژوندۍ ده خپل هغه دوستان به هېر نه کړي ، چې بېګناه وژل شوي دي .
دا وايي چې تراوسه يې هم کور وران دى او دولت هېڅ اقدام نه دى کړى .
دغه مور يواځې په دې  پوهېږي ، چې حامد کرزى د هېواد ولسمشر دى، له ټاکنو او د جمهوري رياست د کانديدانو په اړه معلومات نه لري .
دا وايي : (( له بهرنيانو مې بد راځي، د دوى زور تر کرزي ډېر دى، ظالم او خداى نا ترسه دي، بېګناه خلک وژني او څوک يې پوښتنه هم نه کوي .))
محمد نسيم: د خپل ژوند لاره مې ورکه کړې ده.
٢١ کلن محمد نسيم د خپل پلار، مور او دوه مياشتني ورور په ګډون دکورنۍ ١٣ غړي له لاسه ورکړي دي.
دى وايي چې اوس يواځې په دې فکر کوي، چې ولې قاتلانو ته جزا نه ورکول کېږي ؟
دغه ځوان ، چې د خپلې کورنۍد خاطرو  لپاره ژوند کوي، کلى يې پرې ايښى دى او په فراه کې يې له دوستانو سره اوسيږي .
دى په دې اړه چې په ټاکنو کې ګډون کوي که نه ؟ وويل: (( نه د خپل ژوند لاره مې ورکه کړې ده.))
له قاتل څه وغواړم؟
عبدالغفار چې  شاوخوا ٤٠ کاله عمر لري، په ياده شوې بمبارۍ کې يې يوه ښځه او شپږ لوڼې له لاسه ورکړې دي.
دي چې اوس له يوه ٩ کلن زوى سره ژوند کوي وايي چې په تېرو ټاکنو کې يې رايه ورکړې ده، خو دا ځل به رايه ورنه کړي
دى زياتوي: ((مخکې مې سهوه وکړه، رايه مې ورکړه او قتل عام شوو.))
عبدالغفار چې په بزګرۍ بوخت و، اوس يې په وينا ، د دنيا له هر کار څخه زړه تور دى، په دې اړه چې له ولسمشرڅخه  څه غواړي وويل: ((له قاتل څخه به څه وغواړم.))
يوقومي مشر : د خلکو په حق کې جفا شوې ده.
دسيمې يو مخور، حاجي عبدالمنان وايي چې په دې دليل چې قاتلانو او د بمبار عاملينو ته جزا نه ده ورکړل شوې، نو دا له خلکو سره جفا ده.
دغه مخور، چې له نژدې دوستانو څخه يې يو شمېر په بمبار کې وژل شوي، وايي چې په يواځې ډول يې له هغو اتو کسانو سره، چې خپلې ښڅې يې له لاسه ورکړې وې. د واده په لګښتونو کې مرسته کړې ده.
دى وايي چې د هېواد ولسمشر وعده ورکړې ، چې دا کار دولت کوي، خو دا چې په دې وعده يې وفا نه ده کړې،  نو ده پخپله دې کار ته ملا وتړله.
 عبدالمنان وايي چې په ټاکنو کې به ګډون کوي، تر څو د هېواد د سرنوشت په ټاکلو کې برخه واخلي.