د ښایسته سعادت لامع ليکنه
په امریکا کې د جمهوري ریاست انتخابات هم پای ته ورسیدل. د کور دړه به دې هم څوک د رایی په لټه در ونه ټکوي. په دې ځل انتخاباتو کې د بی باورۍ او زیات نږدیوالي ترڅنګ یوه مهمه خبره دا وه، چې بیا د پلویانو ترمنځ ننګونې هم خپل اوج ته ورسیدې. یو لوی علت یی دغې مسلې ته د خبري شبکو ډېره زیاته پاملرنه ګڼل کیږی.
د ښځو ونډه 
په ځانګړې توګه د ښځو لپاره دا ځل د ویاړ خبره دا ده، چې د نارینه و په پرتله د ښځو رایو ورکونکو شمېر زیات ښکاريده. په امریکا کې ښځې د ورځني ژوند د بوختیاو ترڅنګ، چې هم په کور او هم په کار کی خورا فعاله طبقه ګڼل کیږي، نه غواړي چې دا بوختیاوې په ټولنه کې د هغوی د حق د تر لاسه کیدو په لاره کی خنډ وګرځي. دوی په هر حالت کی چې وي، ځان وزګاروي او په سړه هوا کې په اوږدو کتارونو کې دریږي، خو د خپل دغه حق نه ګټه اخلي. ځکه دوی د رایې په ارزښت پوهیږي.
د رضا کارانو هلې ځلې
یوازې د دیموکرات ګوند لپاره په وړیا او خیریه توګه د کار او په مرکزونو کې د مرستې لپاره او حتی د رایې اچونې مرکزونو ته د خلکو د رسولو لپاره ګڼ شمېر رضا کاره وګړو د مرستې مټې نغښتې دي. د دیموکرات ګوند لپاره اوس مهال د دوه نیم ميلیونو نه زیات وګړي د خلکو د رایې اچونې په بهیر کې د اسنانتیاوو د برابرولو لپاره کار کوي. دا روحیه په افغانستان کې نشته او که پیدا هم شي، نو د دواړو خیریه کارکونکو ترمنځ نښتې سل په سلو کی پېښېدونکي دي. ځکه له بده مرغه یو شمېر افغان ځوانان هم د حل وروستۍ لاره جګړه بولي.
د ټولنیزو رسنیو او پرمختللې ټېکنالوجۍ ونډه
د جمهوري ریاست د انتخاباتو د خورا اوج یو بل علت هم د فیسبوک، ټویټر او نورو په شان د ټولنیزو شبکو ښکېلتیا ده. تر څنګ یی د ټېکنالوجۍ په پرمختګ هر وګړی کولای شی، چې هر چیرې وي، خبرونو او په هېواد کې د حالاتو په اړه معلوماتو ته لاره پیدا کړي. د ټېکنالوجۍ په ډګر کی دغه نوي انقلاب، انتخاباتي کمپاین ته نوی روح ور وباښه، چې نه یوازې په دفتر کې چارواکي او په ټولنه کې کاري طبقه ورته لاس رسى لري، بلکې په کور کې د ماشومانو مور او یا نیا هم کولای شي، چې د فیسبوک له لارې د انتخاباتو په سیاسي بهیر، هڅو او حتی تبلیغاتو کې ور دخیل شي:
پایله
د امریکا د جمهوري ریاست ټاکنې به ښایي افغانانو ته جالبې نه وي، خو دا ټولې خبرې چې یادې شوې، هدف مې دا و، چې له دغو ټاکنو باید موږ افغانان څه زده کړو؟
یوه خو د نظم او انتظام خبره ده، هغه ټېکنالوجي او اسانتیاوې چې په امریکا کې دي، په افغانستان کې نشته. نو که د افغانستان په انتخاباتو کې د امریکا په شان انتظام وغواړو، دا به یوه بې ځایه هیله وي.
که له دې ټکي راتېر شو، یو بل داسې ټکی شته، چې په هغه کې افغانان او امریکایان سره پرتله کولای شو او هغه په ټېکنالوجۍ پورې اړه نه لري. دا ټکی ملي احساس او ملي مسوولیت دی. د ملي وجیبې احساس! ما دلته په واشنګټن کې شاوخوا امریکایان ولیدل، چې د لمر څرک تر مخه لا په سړې هوا کې د رایې ورکولو مرکزونو ته دریدلي وو، په اوږدو کتارونو کې. نه چا پیسې ورکولې، نه هم کومه بله مادي مرسته وه. نه څوک پوهیدل چې چا ته یی رایه ورکړه، او له دې مخې، منت ایښودل هم نه وو. دوی وایي: رایه ورکول زما حق دی، زه باید له خپله حقه ګټه واخلم. د امریکا د رایې ورکوونکو شمېر ښایي له سلو میلیونو وګړو واوړي او د رایو توپیرونه ښایي په میلیونو وي، خو یو سړی خپله ورځ په ولاړې د یو مرکز ترشا په سړې هوا کې تيروي، چې فقط خپله یوه رایه استعمال کړي. دغه زیار ته د ښې راتلونکې په لور د یو ګام سرښندنه ویلای شو، چې  که مونږ هر یو په کی مل شو، نو د څاڅکي، څاڅکي په شان به د ښه بدلون داسې لوى سېلاب را وبهوو، چې څوک به یې د مخنیوي توان ونه لري. په پښتو کې یو متل دی چې وایی: د ولس زور د خدای زور!  
افغانانو هم په تېرو ټاکنو کې مېړانه وښوده، د ځینو یې خو ګوتې هم پرې شوې. د دې افغانانو قربانۍ باید له یاده ونه باسو او باید قدر یې وشي. په ورته وخت کې نوی نسل باید داسې وروزل شي، چې رایه ورکول خپل حق وبولي، داسې حق چې پر ځای کول یې ملي وجیبه وي. دا ځان ته حتمي وګرځوي چې باید رایه ورکړي.
ګرانو وطنوالو! ښایي په اخر کې ستاسو د پام وړ کاندید بریالی نه شي، یا هم په نتایجو کې درغلۍ وشي، چې د ناهیلۍ سبب ګڼل کیږي، له دې ټولو سره سره، دومره ویلای شم، چې هغه څوک چې خپله رایه پر چا په پیسو خرڅه نه کړي او د غوره راتلونکې لپاره یی په غوره ډول وکاروي، خپل وجدان او ضمیر ته به سرلوړی وي!