Data Gathered Date: 

Saturday, July 27, 2013 - 09:45

ترينکوټ
زمري ١٨مه ، پژواک خبري اژانس ١٣٨٨
 
 که څه هم د مرکزي ولايت اروزګان اوسېدونکي له ر اتلونکي ولسمشر څخه بېلابېلې غوښتنې لري ، خو د امنيت ټينګښت ، دبېکارۍ له منځه وړل  او د اوبو بندونه جوړول يې د ټولو غوښتنو په سر کې ر اځي.                                                             
د شپږو ولسواليو لرونکى دغه مرکزي ولايت ، چې دکابل سوېل لوېديځ ته په شاوخوا ٦٧٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري ، په ولايتي شوراکې ۹  څوکۍ لري ، چې ٣  يې مېرمنو ته ځانګړې شوې دي .خو ددغه ولايت دټاکنودخپلواک کمېسيون د وروستي لست له مخې، يادې شوې شوراته ۲۶تنو ځانونه کانديد کړي ، چې يواځې دوه يې مېرمنې دي .د سړک دغاړې ماينونه ، راکټي او مخامخ وسلوال بريدونه، د بهرنيو ځواکونو له خوا خپلسري عمليات هغه څه دي ، چې ددغه ولايت د يو شمېرخلکو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړى دى .خو له دې سره – سره بيا هم ددغه ولايت ځينې خلک غواړي ، چې خپلې رايې وکاروي او د خپلې خوښې ولسمشر او د ولايتي شورا غړي وټاکي .
 
د راتلونکيو ټولټاکنو په اړه دغه راپور د ياد شوي ولايت دمرکز او پنځو  ولسواليو له لسو تنو سره ( چې دوه يې مېرمنې دي )  د مرکو په ا ساس په روانه ا ونۍ کې  چمتو شوى دى .
 
د اولادونو مور:  نور جنګ بس ده
 
 د اروزګان د مرکز ( ترينکوټ ) اړوند د طوري کلي اوسېدونکې ٥٥کلنه  خيال بي بي وايي چې جګړې ترې شپږ زامن اخيستى او اوس هيڅوک نه لري .  دغه مېرمن ، چې په وينا يې زامن يې په بېلابېلو رژيمونو کې وژل شوي ، له راتلونکي ولسمشر څخه غواړي، چې خلکو ته امنيت راولي او يوه مړۍ ډوډۍ ورته پيد اکړ ي . بي بي وايي چې په سيمه کې يې  طالبان ډېر شوي او اوس هم له ناامنيو په وېره کې ده . هغه زياتوي : (( ... زه اوس هيڅوک نلرم ، نوپه همدې خاطرمې له جنګه  ډير بد راځي  . ))   خيال بي بي د ولسمشرۍ له موجودو ٣٧ کانديدانو څخه يواځې د حامد کرزي نوم پېژني .
هغې ددې پوښتنې په ځواب کې چې  ولې يې د ولايتي شورا درېيو څوکيو ته يواځې دوه مېرمنو ځانونه کانديد کړي ؟ وويل چې مېرمنې له طالبانو په وېره کې دي . هغې ددې پوښتنې په ځواب کې چې  ولې مېرمنې له طالبانو وېريږي ؟ وويل : (( ته خبريال يې ، ته لس کيلومتره له ښاره وتلای شی ؟ نو موږناقي مه ګډوی تاسې ته هرڅه معلوميږي  چې څه روان دي . ))
 
موټروان : والي او ولسوالان بايد د خلکو په خوښه وټاکل شي
 
 د چورې ولسوالۍ اوسېدونکى دين محمد چې يو موټر چلونکى دى ، وايي چې د موجوده نظام د بدنامۍ يو لامل د خلکو له خوښې پرته د والي او ولسوالانو مقررول دي .  هغه وايي چې که والي او ولسوالان د خلکو په خوښه وټاکل شي، نو خلک حکومت خپل ګني او همکاري ورسره کوي . هغه همدارنګه  په تېرو اوو کلونو کې شوي  کارو نه بې کيفيته بولي او تور لګوي چې  ولسوالان او  امنيه قوماندانان د پروژو له قرارداديانو څخه پيسې اخلي او دکار کيفيت خرابېږي .
 
حاجي محمدولي : ولسمشر د خلکو په  رايو ټاکل کېږي
 
د دهراود ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي محمد ولي په راتلونکيو ټاکنو باوري دى او وايي چې دا به ترسره کېږي او هره يوه رايه به شمارل کېږي . هغه وايي چې که څه هم په تېرو پنځو کلونو کې يې ژوند نه دى ښه شوى، خو په ټاکنو کې ونډ ه اخلي .
 د نوموړي په وينا، دا چې سم کار نه کېږي علت يې دادى چې واليان او ولسوالان په اداري فساد ککړ دي .
ولي ، له راتلونکي ولسمشر څخه د امنيت له ټينګښت وروسته د ښوونځيو ، روغتونونو جوړول او د څښلو د پاکو اوبو د چمتو کولو غوښتنه کوي .
 
يوه مېرمن : ولايتي شورا ته به خپله ملګرې کاميابه کړم
 
د ترينکوټ د طوري کلي اوسېدونکې ۳۵کلنه بوبو وايي چې امنيت له ټولو مهمه اړتيا ده .
 دغه مېرمن چې په وينا يې د ښځو چارو رياست له لارې يې په يوه کورس کې کالي ګنډل زده کړي او د کاليو ګنډلو ماشين او اړين توکي يې ترلاسه کړي ، د طالبانو له ګواښ سره ځان مخ ګڼي .
 بوبو وايي چې طالبانو ورته ګواښ کړى چې کار پرېږدي که نه وبه وژل شي، خو هغه زياتوي چې د کورسرپر ستي ور له غاړې ده او مجبوره ده ، چې کار وکړي .
 هغې زياته کړه : (( اوس هرورځ په دی وېره کې يم چې اوس به مې  په مرمۍ وژني  او اوس به مې وژني . ))
هغه وايي چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هم برخه اخلي او ولايتي شورا کې هم .
 هغې د ولايتي شورا په ټاکنو کې د برخې اخيستنې په اړه وويل  : ((  خپله رايه ځکه کاروم، چی خپله ملګرې  کاميابه کړم ، چی موږته کاروکړي . ))
 
 بزګر : شرعيت دې پلى شي
 
۵۰ کلن محمد قصر د ترينکوټ ښار اوسېدونکی په دې باور دى ، چې ترڅو شرعي احکام نه وي پلي شوي ، هيڅ حکومت  به بريالى نه شي .هغه وايي چې له راتلونکي ولسمشر څخه يې هيله داده، چې  هر مجر م ته د شرعيت له قانون سره سم سزا ور کړي .هغه د بېلګې په توګه وايي چې د غله لاس بايد په عام محضر کې غوڅ شي، ترڅو نورو ته عبرت شي او  غلا ونه کړي . هغه باوري دى ، چې رايې د ولسمشر په ټاکنو کې ار زښت لر ي او له همدې کبله رايه کار وي .
 دى وايي چې په سيمه کې يې  په پنځو کلونو کې کوم کار نه دى شوى ، خو درې کاله وړاندې  يې په کلي کې پر  يوه پله کار پيل شوى وه او ټاکل شوې وه ، چې په يوه کال کې بشپړ شي، خو تراوسه نه دى مکمل شوى .
 
 يو حکومتي کارکونکى : اوبه دې مهار شي
 
د خاص اروزګان ولسوالۍ اوسېدونکى جانان اکا وايي چې د اداري فساد له ورکولو وروسته دوهمه غوښتنه يې د اوبو مهارول دي . هغه وايي چې اروزګان دومره اوبه لري، چې په رودونو کې نه ځايږي ، خو دوى ته يې هيڅ ګټه نشته .
هغه زياته کړه : (( په دغو اوبو زموږ په کلي کې يو څرخ هم نه دى تاو شوى . )) اکا وايي چې حکومت بايد دغو اوبو ته بندونه جوړکړي ، ترڅو د اروزګان کر وندې  او باغونه پرې خړوب شي او خلکو ته برېښنا برابره شي .
اکا وايي چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې رايه ځکه نه کاروي ، چې ولسمشر دده په وينا، خارجيان ټاکي او په ولايتي شورا کې رايه کاروي او هغه کانديد ته به رايه ورکړي، چې پيژني يې .
 
يو ځوان : په حکومتي ادارو کې دې قومي توازن په پام کې ونيول شي .
 
خيبرڅپاند د چنارتو ولسوالی اوسېدونونکی ، چې تر ١٢ ټولګي پورې يې زده کړې کړي ، وايي چې که امنيت وي نو رايه به ورکړي . هغه پرحکومت نيوکه کوي او وايي چې اروزګان ته يې هيڅ پاملرنه، نه  ده کړې . د نوموړي په وينا ، په دغه ولايت کې تر اوسه حتى يو پارک نشته ، چې خلک په کې تفر يح ته راټول شي . دغه ځوان وايي چې له ولسمشر څخه يې  غوښتنه داده چې  ټولو قومونوته بايدپه مناسب ډول په اداروکی برخه ور  کړی .د نوموړي په وينا ، دا اوسنۍ ګډوډۍ هم له همدې کبله ده او که په راتلونکي کې دا کار ونه شي، نو بيا به همدا ګډوډي وي . 
هغه په خپل کلي کې د حکومت شوي کارونه ډېر لږ ګڼي او وايي چې ددوى په کلي کې دوه پولګوټي ، يو څو د لاسي بمبو لرونکې  د اوبو څاګانې جوړې شوې دي .
 
 مدرسې او ښوونځي دې جوړ شي
  
د چهار چينو ولسوالۍ اوسېدونکى انعام الله وايي چې له  راتلونکي ولسمشر څخه يې  هيله داده چی د ښوونی اوروزنی په برخه کی کار وکړي، مدرسی او ښوونځي جوړکړي . د نوموړي په وينا، د ښوونځيو او مدرسو د کموالي له کبله يې په ولايت کې د سواد کچه ډېره ټيټه د ه . هغه په سيمه کې په  نشه د روږدو کسانو ددرملنې په موخه د يوه روغتون د جوړولو غوښتنه هم کوي او وايي چې ډېرى ځوانان په نشو روږدي شوي دي . هغه د رايو د ارزښت په اړه وايي :  (( ولسمشر زموږپه رايو  ټاکل کيږی داکه هرڅوک وايي زه ورسره موافق نه يم چی امريکا زموږلپاره ولسمشرټاکي . ))
 
خبريال :  ولسمشر امريکا ټاکي
 
نعمت الله فريادي په ترينکوټ کې دملي راډيوخبريال وايي چی په کلي کې يې  لومړنۍ ستونزه د امنيت نشتوالى او  د بهرنيانولخواخپلسرې تلاشۍ دي .فريادي وايي  چې اوس يې ژوند ځکه ښه شوى چې کار کوي او پخوا يې يواځې پلار کار کاوه .هغه وايي چې په ټاکنو کې ځکه برخه نه اخلي، چې په باور يې ولسمشر بهرنيان ټاکي، نه د خلکو رايې . هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې که له ولسمشر سره مخ شي ، يواځينۍ غوښتنه به يې ترې څه وي ؟ وويل چې ترې غواړي استعفا وکړي، ځکه چې ولس ترې هيلې لري او رييس جمهور د بهرنيانو د شتون په صورت کې  دغه هيلې نشي پوره کولى او يواځې د يوه سمبول نقش لري . د نوموړي د معلوماتو له مخې،  په موجوده حکومت کې يې  کلي کې   ۸ متره استنادی ديوال او  ۳ پولګوټي جوړي شوي دي .
 
 دولتي مامور : ولسمشر بهرنيان نه ټاکي
 
د مرکز دلرې پراته کلي ګرماوې اوسېدونکى شيرمحمداقبال چې د مخابراتواوتکنالوژی رياست کارکونکی دى  وايي چی د امنيت او بيارغونې نشتوالى يې لومړنۍ ستونزې دي . هغه وايي چې که له ولسمشر سره مخ شي ، نو ورته به ووايي چې له ولس سره د هغه څه په اړه ژمنه وکړي چې پوره کول يې  په وس کې وي . اقبال وايي چې په ټاکنو کې برخه اخلي او دا نه مني چې ولسمشر امر يکا ټاکي .  د هغه په وينا ، که داسې وي، نو کانديدانو به په کمپاين دومره لګښتونه نه کول او يو د بل پر وړاندې به يې مبارزه نه کوله . هغه زياته کړه :((  د دوی ( کانديدانو )  له منډوترړومعلوميږي ،چې  ټاکنې افغانان کوي، نه امريکا دا يو تبليغ دی . ))