Data Gathered Date:
که څه هم د مرکزي ولايت اروزګان اوسېدونکي له ر اتلونکي ولسمشر څخه بېلابېلې غوښتنې لري ، خو د امنيت ټينګښت ، دبېکارۍ له منځه وړل او د اوبو بندونه جوړول يې د ټولو غوښتنو په سر کې ر اځي .
د شپږو ولسواليو لرونکى دغه مرکزي ولايت ، چې دکابل سوېل لوېديځ ته په شاوخوا ٦٧٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري ، په ولايتي شوراکې ۹ څوکۍ لري ، چې ٣ يې مېرمنو ته ځانګړې شوې دي .
خو ددغه ولايت دټاکنودخپلواک کمېسيون د وروستي لست له مخې، يادې شوې شوراته ۲۶تنو ځانونه کانديد کړي ، چې يواځې دوه يې مېرمنې دي .
د سړک دغاړې ماينونه ، راکټي او مخامخ وسلوال بريدونه، د بهرنيو ځواکونو له خوا خپلسري عمليات هغه څه دي ، چې ددغه ولايت د يو شمېرخلکو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړى دى .
خو له دې سره – سره بيا هم ددغه ولايت ځينې خلک غواړي ، چې خپلې رايې وکاروي او د خپلې خوښې ولسمشر او د ولايتي شورا غړي وټاکي .
د راتلونکيو ټولټاکنو په اړه دغه راپور د ياد شوي ولايت دمرکز او پنځو ولسواليو له لسو تنو سره ( چې دوه يې مېرمنې دي ) د مرکو په ا ساس په روانه ا ونۍ کې چمتو شوى دى .
د اولادونو مور: نور جنګ بس ده
د اروزګان د مرکز ( ترينکوټ ) اړوند د طوري کلي اوسېدونکې ٥٥کلنه خيال بي بي وايي چې جګړې ترې شپږ زامن اخيستى او اوس هيڅوک نه لري .
دغه مېرمن ، چې په وينا يې زامن يې په بېلابېلو رژيمونو کې وژل شوي ، له راتلونکي ولسمشر څخه غواړي، چې خلکو ته امنيت راولي او يوه مړۍ ډوډۍ ورته پيد اکړ ي .
بي بي وايي چې په سيمه کې يې طالبان ډېر شوي او اوس هم له ناامنيو په وېره کې ده .
هغه زياتوي : (( ... زه اوس هيڅوک نلرم ، نوپه همدې خاطرمې له جنګه ډير بد راځي . ))
خيال بي بي د ولسمشرۍ له موجودو ٣٧ کانديدانو څخه يواځې د حامد کرزي نوم پېژني .
هغې ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې يې د ولايتي شورا درېيو څوکيو ته يواځې دوه مېرمنو ځانونه کانديد کړي ؟ وويل چې مېرمنې له طالبانو په وېره کې دي .هغې ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې مېرمنې له طالبانو وېريږي ؟ وويل : (( ته خبريال يې ، ته لس کيلومتره له ښاره وتلای شی ؟ نو موږناقي مه ګډوی تاسې ته هرڅه معلوميږي چې څه روان دي . ))
موټروان : والي او ولسوالان بايد د خلکو په خوښه وټاکل شي
د چورې ولسوالۍ اوسېدونکى دين محمد چې يو موټر چلونکى دى ، وايي چې د موجوده نظام د بدنامۍ يو لامل د خلکو له خوښې پرته د والي او ولسوالانو مقررول دي .
هغه وايي چې که والي او ولسوالان د خلکو په خوښه وټاکل شي، نو خلک حکومت خپل ګني او همکاري ورسره کوي .
هغه همدارنګه په تېرو اوو کلونو کې شوي کارو نه بې کيفيته بولي او تور لګوي چې ولسوالان او امنيه قوماندانان د پروژو له قرارداديانو څخه پيسې اخلي او دکار کيفيت خرابېږي .
حاجي محمدولي : ولسمشر د خلکو په رايو ټاکل کېږي
د دهراود ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي محمد ولي په راتلونکيو ټاکنو باوري دى او وايي چې دا به ترسره کېږي او هره يوه رايه به شمارل کېږي .
هغه وايي چې که څه هم په تېرو پنځو کلونو کې يې ژوند نه دى ښه شوى، خو په ټاکنو کې ونډ ه اخلي .
د نوموړي په وينا، دا چې سم کار نه کېږي علت يې دادى چې واليان او ولسوالان په اداري فساد ککړ دي .
ولي ، له راتلونکي ولسمشر څخه د امنيت له ټينګښت وروسته د ښوونځيو ، روغتونونو جوړول او د څښلو د پاکو اوبو د چمتو کولو غوښتنه کوي .
يوه مېرمن : ولايتي شورا ته به خپله ملګرې کاميابه کړم
د ترينکوټ د طوري کلي اوسېدونکې ۳۵کلنه بوبو وايي چې امنيت له ټولو مهمه اړتيا ده .
دغه مېرمن چې په وينا يې د ښځو چارو رياست له لارې يې په يوه کورس کې کالي ګنډل زده کړي او د کاليو ګنډلو ماشين او اړين توکي يې ترلاسه کړي ، د طالبانو له ګواښ سره ځان مخ ګڼي .
بوبو وايي چې طالبانو ورته ګواښ کړى چې کار پرېږدي که نه وبه وژل شي، خو هغه زياتوي چې د کورسرپر ستي ور له غاړې ده او مجبوره ده ، چې کار وکړي . هغې زياته کړه : (( اوس هرورځ په دی وېره کې يم چې اوس به مې په مرمۍ وژني او اوس به مې وژني . ))
هغه وايي چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هم برخه اخلي او ولايتي شورا کې هم .
هغې د ولايتي شورا په ټاکنو کې د برخې اخيستنې په اړه وويل : (( خپله رايه ځکه کاروم، چی خپله ملګرې کاميابه کړم ، چی موږته کاروکړي . ))
بزګر : شرعيت دې پلى شي
۵۰ کلن محمد قصر د ترينکوټ ښار اوسېدونکی په دې باور دى ، چې ترڅو شرعي احکام نه وي پلي شوي ، هيڅ حکومت به بريالى نه شي .
هغه وايي چې له راتلونکي ولسمشر څخه يې هيله داده، چې هر مجر م ته د شرعيت له قانون سره سم سزا ور کړي .
هغه د بېلګې په توګه وايي چې د غله لاس بايد په عام محضر کې غوڅ شي، ترڅو نورو ته عبرت شي او غلا ونه کړي .
هغه باوري دى ، چې رايې د ولسمشر په ټاکنو کې ار زښت لر ي او له همدې کبله رايه کار وي .
دى وايي چې په سيمه کې يې په پنځو کلونو کې کوم کار نه دى شوى ، خو درې کاله وړاندې يې په کلي کې پر يوه پله کار پيل شوى وه او ټاکل شوې وه ، چې په يوه کال کې بشپړ شي، خو تراوسه نه دى مکمل شوى .
يو حکومتي کارکونکى : اوبه دې مهار شي
د خاص اروزګان ولسوالۍ اوسېدونکى جانان اکا وايي چې د اداري فساد له ورکولو وروسته دوهمه غوښتنه يې د اوبو مهارول دي .
هغه وايي چې اروزګان دومره اوبه لري، چې په رودونو کې نه ځايږي ، خو دوى ته يې هيڅ ګټه نشته .
هغه زياته کړه : (( په دغو اوبو زموږ په کلي کې يو څرخ هم نه دى تاو شوى . ))
اکا وايي چې حکومت بايد دغو اوبو ته بندونه جوړکړي ، ترڅو د اروزګان کر وندې او باغونه پرې خړوب شي او خلکو ته برېښنا برابره شي .
اکا وايي چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې رايه ځکه نه کاروي ، چې ولسمشر دده په وينا، خارجيان ټاکي او په ولايتي شورا کې رايه کاروي او هغه کانديد ته به رايه ورکړي، چې پيژني يې .
يو ځوان : په حکومتي ادارو کې دې قومي توازن په پام کې ونيول شي .
خيبرڅپاند د چنارتو ولسوالی اوسېدونونکی ، چې تر ١٢ ټولګي پورې يې زده کړې کړي ، وايي چې که امنيت وي نو رايه به ورکړي .
هغه پرحکومت نيوکه کوي او وايي چې اروزګان ته يې هيڅ پاملرنه، نه ده کړې .
د نوموړي په وينا ، په دغه ولايت کې تر اوسه حتى يو پارک نشته ، چې خلک په کې تفر يح ته راټول شي .
دغه ځوان وايي چې له ولسمشر څخه يې غوښتنه داده چې ټولو قومونوته بايدپه مناسب ډول په اداروکی برخه ور کړی .
د نوموړي په وينا ، دا اوسنۍ ګډوډۍ هم له همدې کبله ده او که په راتلونکي کې دا کار ونه شي، نو بيا به همدا ګډوډي وي .
هغه په خپل کلي کې د حکومت شوي کارونه ډېر لږ ګڼي او وايي چې ددوى په کلي کې دوه پولګوټي ، يو څو د لاسي بمبو لرونکې د اوبو څاګانې جوړې شوې دي .
مدرسې او ښوونځي دې جوړ شي
د چهار چينو ولسوالۍ اوسېدونکى انعام الله وايي چې له راتلونکي ولسمشر څخه يې هيله داده چی د ښوونی اوروزنی په برخه کی کار وکړي، مدرسی او ښوونځي جوړکړي .
د نوموړي په وينا، د ښوونځيو او مدرسو د کموالي له کبله يې په ولايت کې د سواد کچه ډېره ټيټه د ه .
هغه په سيمه کې په نشه د روږدو کسانو ددرملنې په موخه د يوه روغتون د جوړولو غوښتنه هم کوي او وايي چې ډېرى ځوانان په نشو روږدي شوي دي .
هغه د رايو د ارزښت په اړه وايي : (( ولسمشر زموږپه رايو ټاکل کيږی داکه هرڅوک وايي زه ورسره موافق نه يم چی امريکا زموږلپاره ولسمشرټاکي . ))
خبريال : ولسمشر امريکا ټاکي
نعمت الله فريادي په ترينکوټ کې دملي راډيوخبريال وايي چی په کلي کې يې لومړنۍ ستونزه د امنيت نشتوالى او د بهرنيانولخواخپلسرې تلاشۍ دي .
فريادي وايي چې اوس يې ژوند ځکه ښه شوى چې کار کوي او پخوا يې يواځې پلار کار کاوه .
هغه وايي چې په ټاکنو کې ځکه برخه نه اخلي، چې په باور يې ولسمشر بهرنيان ټاکي، نه د خلکو رايې .
هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې که له ولسمشر سره مخ شي ، يواځينۍ غوښتنه به يې ترې څه وي ؟ وويل چې ترې غواړي استعفا وکړي، ځکه چې ولس ترې هيلې لري او رييس جمهور د بهرنيانو د شتون په صورت کې دغه هيلې نشي پوره کولى او يواځې د يوه سمبول نقش لري .
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په موجوده حکومت کې يې کلي کې ۸ متره استنادی ديوال او ۳ پولګوټي جوړي شوي دي .
دولتي مامور : ولسمشر بهرنيان نه ټاکي
د مرکز دلرې پراته کلي ګرماوې اوسېدونکى شيرمحمداقبال چې د مخابراتواوتکنالوژی رياست کارکونکی دى وايي چی د امنيت او بيارغونې نشتوالى يې لومړنۍ ستونزې دي .
هغه وايي چې که له ولسمشر سره مخ شي ، نو ورته به ووايي چې له ولس سره د هغه څه په اړه ژمنه وکړي چې پوره کول يې په وس کې وي .
اقبال وايي چې په ټاکنو کې برخه اخلي او دا نه مني چې ولسمشر امر يکا ټاکي .
د هغه په وينا ، که داسې وي، نو کانديدانو به په کمپاين دومره لګښتونه نه کول او يو د بل پر وړاندې به يې مبارزه نه کوله .
هغه زياته کړه :(( د دوی ( کانديدانو ) له منډوترړومعلوميږي ،چې ټاکنې افغانان کوي، نه امريکا دا يو تبليغ دی . ))