Data Gathered Date: 

Saturday, July 27, 2013 - 09:45

ترينکوټ ( پژواک ٣ چنګاښ ٩٢ ) : د اروزګان ولايت د مرکز او ولسواليو اوسېدونکي له دولت څخه د پوهنې او روغتيا په برخه کې دډېرو کارونو د ترسره کولو غوښتنه کوي.
د ولايت د مرکز ترينکوټ ښار يو تن اوسېدونکى وايي ، چې په ښار کې دولتي روغتون دومره امکانات نه لري ، چې د ناروغانو بشپړه درملنه وکړاى شي.
هغه زياتوي ، چې ډېرى خلک خپل سخت ناروغان، کندهار او يا هم پاکستان ته وړي  ، چې له امله يې بيا بېلابېلو ستونزو سره مخامخ کېږي .
نوموړي له دولت څخه وغوښتل ، چې د مرکزي روغتون لپاره نوي او عصري طبي وسايل راوړي، څو خلک پخپله سيمه کې د خپلو ناروغانو درملنه وکړي.
د مرکز ترينکوټ يو بل اوسېدونکی عبدالباري باور هم پژواک ته دغه ستونزه په ګوته کوي او وايي چې د روغتيايي اسانتياوو دنشتوالي له امله خلک له  ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دى وايي، چې د ولايتي روغتون ترڅنګ په دې ولايت کې خصوصي کلينيکونه هم د نشت برابر دي او حکومت بايد دې برخې ته ډېره پاملرنه وکړي.
خاص اروزګان ولسوالي د مرکز ترينکوټ شمال ختيځ ته په لرې واټن کی پرته هغه لويه ولسوالي ده ، چې اوسېدونکي يې د روغتيايي اسانتياوو له نشتون  څخه سر ټکوي.
ددې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي عبدالعلي پژواک اژانس ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې واځې يو کلينيک شته، چې هلته هم يواځې ډاکټر شته او قابله نه لري.
د هغه په وينا، د ټولې ولسوالۍ لپاره يواځې يو ډاکټر بسنه نه کوي او له روغتيايي مسوولينو غوښتنه کوي ، چې ددې ولسوالۍ لپاره د روغتيايي کارکوونکو شمېره زياته کړي.
د چارچينو ولسوالۍ  اوسېدونکی احمدالله خان هم دغه ستونزه په ګوته کوي او وايي، چې په دې ولسوالۍ کې هم روغتيايي خدمات د نشت برابر دي.
نوموړى زياتوي، چې ډېرى مهال ناروغان مرکز او نورو ولايتونو ته دلېږدېدو پر مهال په لاره کې ساه ورکوي .
نوموړي له چارواکو څخه غوښتنه وکړه، چې دې ستونزې ته دې پاملرنه وکړي  او د روغتيا برخه دې پياوړې کړي .
د دهراوود ولسوالۍ يو اوسېدونکى حسين احمد بيا د نسايي او ولادي په برخه کې ستونزه يادوي او زياتوي چې په دې برخه کې د امکاناتو د نشتوالي له امله ډېرى مهال د ولادت په  وخت کې ميندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
هغه له حکومت څخه غوښته وکړه، چې په هره ولسوالۍ کې دې نسايي او ولادي څانګې فعالې کړي.
ددې ولايت د چنارتو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي صديق الله پژواک ته وويل ،چې  ددې ولسوالۍ د ښوونځيو وضعيت ډېر خراب دى.
د هغه په وينا، په ډېرو سيمو کې  ماشومان هېڅ ښوونځى نه پېژني او په دې برخه کې د پوهنې رياست هېڅ کار نه دى کړى.
نوموړي له حکومت څخه وغوښتل ، چې په دې برخه کې د خلکو ستونزې هوارې کړي او پوهنې ته زياته پاملرنه وکړي.
د ترينکوټ د خانقې د سيمې يوه اوسېدونکي حاجي ميراخان پژواک ته وويل ، چې د پوهنې چارواکي له خپلو دندو ناوړه  ګټه پورته کوي او خلکو ته هېڅ کار نه کوي.
هغه زياته کړه ، چې په دې ولايت کې د معارف په برخه کې لوى تجارت روان دى او د نوي ځوان نسل راتلونکى يې له تباهۍ سره مخ کړى دى.
نوموړي زياته کړه ، چې مسلکي ښوونکي نشته، په ځينو ښوونځيو کې ښوونکي هيڅ موجود نه دي ، خو معاشونه يې اخيستل کېږي .
حاجي ميراخان له حکومت څخه وغوښتل،چې د پوهنې د حالت د سمولو لپاره يو کمېسيون جوړ کړي ، څو دا موضوع سمه وڅېړل شي .