Data Gathered Date: 

Saturday, July 27, 2013 - 09:45

ترينکوټ ( پژواک ٢ چنګاښ ٩٢ ) : د اروزګان ولايت اوسېدونکي وايي، چې مرکزي دولت دوى له پامه غورځولي او د ژوند له لومړنيو اسانتياوو هم بې برخې دي.
د ولايت د مرکز ترينکوټ ښار يو تن اوسېدونکى حاجي بسم الله وايي، چې د ولايت مرکز کې د يو څو مترو سړک له پخولو پرته بل هېڅ کار نه دى شوى.
هغه زياته کړه، کله چې باران وشي او يا هم باد وي، نو ټول ښار له دوړو ، ګرد او خټو څخه ډک وي، چې له امله يې خلکو ته ګڼ شمېر ناروغۍ پيدا کېږي .
نوموړى وايي چې په دې ښار کې هغه لومړنۍ اسانتياوې هم نشته، چې خلک ورته اړتيا لري، تر دې پورې ، چې له نورو ولايتونو څخه راغليو مېلمنو ته د هوټل د نشتوالي له امله دشپې د اوسېدو ځاى نه وي.
د ترينکوټ ښار يوه اوسېدونکي حاجي عبدالقيوم پژواک اژانس ته وويل، چې د ښار په بېلا بېلو سيمو کې ځينې مارکېټونه جوړ شوي ، چې له امله يې د سيمې اوسېدونکو ته سختې ستونزې جوړې شوې دي.
د هغه په وينا، ددې مارکېټونو له امله حتى د ځينو کورنيو اوسېدونکو په ټوله ورځ کې د لمر څرک هم نه دى ليدلى.
د نوموړي په وينا، دغه مارکېټونه د کورونو ترڅنګ ډېر لوړ جوړ شوي، چې له يوې خوا يې د دغو کورونو د لمر مخه نيولې او بلخوا ښځينه هم د خپلو کورونو انګړ ته نه شي راوتلاى.
دى وايي، څو ځلې يې له دولتي چارواکو سره خپلې ستونزې شريکې کړي، خو هېچا تراوسه ورته پام نه دى کړى .
د ترينکوټ  ښار يو بل اوسېدونکى سيد احمد بيا وايي، چې په ښار کې امنيت نشته او په رڼا ورځ نه يواځې خلک ترور کېږي، بلکې پر امنيتي ځواکونو چاودنې او بريدونه هم کېږي.
د هغه په وينا، د ولايت په مرکز کې چې امنيت نه وي، نو د ولسواليو به څه حال وي.
د دهراوود ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى حاجي امان الله وايي ، چې اوسني حکومت دوى ته هغومره کار نه دى کړى، څومره چې دوى ورته اړتيا درلوده.
نوموړى وايي، چې په  ولسوالۍ کې يې تر ټولو ستونزه د ښوونې په برخه کې ده او حکومت دې مهمې برخې هېڅ پاملرنه نه کوي.
امان الله پژواک ته وويل ، چې دلته مسلکي ښوونکي نشته او نه هم ښوونځي ودانۍ لري ، دغه راز درسي کتابونه هم په وخت نه رالېږل کېږي .
د چارچينو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى اسماعيل بيا وايي ، چې د نا امنيو ترڅنګ دوى د ژوند له لومړنيو  اسانتياوو بې برخې دي.
هغه زياته کړه، چې دوى دپوهنې، روغتيا او اوبو په برخو کې ډېرې ستونزې لري او له حکومت څخه يې د ژر تر ژره هواري غوښتنه کوي.
ددې ولايت د چنارتو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي صديق الله پژواک ته وويل ،چې  ددې ولسوالۍ د ښوونځيو وضعيت ډېر خراب دى.
د هغه په وينا، په ډېرو سيمو کې  ماشومان هېڅ ښوونځى نه پېژني او په دې برخه کې د پوهنې رياست هېڅ کار نه دى کړى.
نوموړى وايي ، چې د ځينو ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې شوې دي، خو زده کوونکي پکې نشته او چارواکي ترې خپله ګټه اخلي.
د ولسواليو ترڅنګ د ترينکوټ ځينې اوسېدونکي هم د پوهنې له خراب حالت څخه سر ټکوي.
د ترينکوټ د خانقې د سيمې يوه اوسېدونکي حاجي ميراخان پژواک ته وويل ، چې د پوهنې چارواکي له خپلو دندو ناوړه  ګټه پورته کوي او خلکو ته هېڅ کار نه کوي.
هغه زياته کړه ، چې په دې ولايت کې د معارف په برخه کې لوى تجارت روان دى او د نوي ځوان نسل راتلونکى يې له تباهۍ سره مخ کړى دى.
نوموړي زياته کړه ، چې مسلکي ښوونکي نشته، په ځينو ښوونځيو کې ښوونکي هيڅ موجود نه دي ، خو معاشونه يې اخيستل کېږي .