Data Gathered Date: 

Sunday, June 2, 2013 - 11:00

د خوست يو شمېر خلک امنيت او د سړکونو نشتوالى خپلې مهمې ستونزې ګڼي او له  راتلونکي ولسمشر څخه د همدغو ستونزو هوارى غواړي .
په سوېل کې پروت د ١٢ رسمي ولسواليو او درېيو نورو اداري واحدونو ( چې د ولسواليو معادل ګڼل کېږي )  لر ونکى  دغه ولايت په ولايتي شورا کې  ٩ څوکۍ لري، چې درې يې د مېرمنو او پاتې يې د نرانو دي .
 لاندينى راپور د همدغه ولايت د مرکز ، درېيو ولسواليو له شپږو اوسېدونکيو ( دوه مېرمنې )  او يوه کوچي سره د مرکو په بنسټ ، په تېره يوه او نۍ کې  چمتو شوى دى .
يوه ښاري مېرمن : له امريکايانو په تنګ يوو.
 پنځه ديرش کلنه بي بي اسيا د خوست ښارد متون  اوسېدونکې او د کور مېرمن ده . دغه مېرمن وايي چې ژوند يې  د تېرو پنځو کلونو په پرتله ښه شوى دى او دا ځکه چې اوس يې زوى په يوه موسسه کې کار کوي .
خو هغه په خپل زوى ويريږي، چې څوک يې ونه وژني ، اختطاف يې  نه کړي  او يا يې کورته بمونه ونه غور ځوي .  
  دغه مور په راتلونکيو ټاکنو کې برخه نه اخلي او دا ځکه چې د رايې ورکولو کارت يې نه دى تر لاسه کړى .
 هغه لومړى ستونزه ناامني ګڼي او وايي چې دلته نږدې هره ورځ چاودنې وي او بيا د امر يکايي پوځيانو شتون دويمه ستونزه ګڼي .
 اسما وايي : (( شپه ورځ  جهازونه ټيټ ټيټ ځي او راځي له خوبه مووباسي او ماشومان موترې وېريږي ، توپونه ولي  موږ فكر كوو چې جنګ شو. ))
هغې ددې پوښتنې په ځواب کې چې که له ولسمشرسره مخ شې، نو غوښتنه به دې څه وي ، وويل :
   ((  زه به ورته ووايم چې له دې كافرانو مو خلاص كړه ، په كورونو دې نه راننوځي، وژني مو دې نه، خپل وطن ته دې لاړ شي او داجنګونه ورك كړه . ))
دغه مېرمن وايي چې په موجوده حکومت کې ددوى کلي ته پاکې اوبه چمتو شوې دي .
کوچى : په ټاکنو کې برخه نه اخلم
٤٦ کلن دين  ګل کوچى وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې يې په ژوند کې هيڅ مثبت تغير نه دى راغلى او له همدې امله په ټاکنو کې بر خه نه اخلي .
هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې کوم کانديد يي خوښيږي ؟ وويل : ((  يو يې هم په دوو توتانو نه اخلم .))
 دغه کوچى په ټاکنو کې برخه نه اخلي او د علت په اړه يې  وايي : ((  نه ورك يې كړه ، ټول غله دي جيبونه ډكوي . ))
دغه کوچى وايي چې د مشخص ځاى نه لرل يې ستونزه ده او هم له راتلونکي ولسمشرڅخه غواړي چې ښوونځي ، کلينيک او سړکونو ورته جوړ شي .
نوموړى د ټاکنو په تر سره  کېدو هم باوري نه دى او وايي چې که جګړه همداسې روانه وي، نو خلک به يواځې د خپل سر خير غواړي، په ټاکنو کې به برخه وانه خلي .
هغه وايي چې که راتلونکي ولسمشر سر ه مخ شي، نو ورته وبه ووايي چې که له لاسه يې څه نه وي پوره، نو له څوکۍ دې تېر شي .
بزګر : وطن نيول شوى
   د صبريو ولسوالۍ اوسېدونکى ٣٥ کلن محمد اکرم چې شغل يې بزګري ده ، وايي چې په ژوند کې يې هيڅ مثبت تغير نه دى راغلى.
 هغه په دې باور دى، چې يو کانديد هم پوره اسلاميت او خپلواکي نه لري ، نو ځکه يې يو هم نه خوښېږي .
دغه کروندګر چې د ولسمشرۍ ټول کانديدان غربيان بولي ، د ولايتي شورا او ولسمشرۍ په ټاکنو کې برخې اخيستلو ته زړه نه ښه کوي .
هغه په دې اړه وويل : (( زه پوهيږم چې زما رايه د هېواد په حالاتو كې هيڅ بدلون نه شي راوستى او زما رايه هيڅ ارزښت نه لري . ))
دغه بزګر وايي چې که له ولسمشر سره مخ شي ، نو ورته به ووايي : ((  له دې غلامۍ نه ملنګي هم درته ښه ده،  نوره يې بس كړه. ))
هغه وايي چې د سيمې لومړۍ ستونزه يې ناامني او دويمه يې بېکاري ده .دى ، دا هم وايي چې په روان حکومت کې يې کلي ته هيڅ کار نه دى شوى . 
يو سوداګر: کانديدان پردي دي
د اسماعيل خېلوولسوالۍ اوسېدونکى اته ويشت کلن بصير احمد، چې په سوداګرۍ بوخت دى ، د ولسمشرۍ د څوکۍ په کانديدانو باور نه لري او له همدې امله نه غواړي برخه کې په کې واخلي .
هغه د کانديدانو په اړه وويل : ((  ټول د اروپا ، غرب او ګاونډيانو زامن دي . ))
دغه ځوان چې له دوبۍ او چين څخه برقي توکي واردوي ، وايي  چې د سيمې لومړۍ ستونزه يې ناامني ده او له راتلوونکي ولسمشر څخه يې غوښتنه داده ، چې  روان امنيتي مشکل له مخالفو وسلوالو سره د سولې له لارې هوار کړي .
بصيراحمد وايي چې د ولسمشرۍ له کانديدانو څخه نږدې درېيمه برخه پېژني، خو هغه څه چې دى يې په کانديدانو کې لټوي ، په يوه کې هم نشته .
 د نوموړي په وينا، دده د خوښې کانديد بايد اسلاميت ، افغانيت او خپل هېواد ته درناوى ولري ، خو زياتوي چې په دې کانديدانو کې دغه اوصاف نشته .
دى ، داهم وايي چې  په سيمې کې يواځې د کليو پراختيا وزارت د ملي پيوستون د پروګرام له لارې جنراتوري برېښنا چمتو شوې او نور هيڅ پرمختګ نه دى شوى .
ېو وزګار زلمى : بېکاري لويه ستونزه ده  
د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکى ٢٣کلن محمد ايوب وايي چې که څه هم په تېرو پنځو کلونو کې يې په  ژوند کې کوم بدلون ، نه دى راغلى، خو په ټاکنو کې به برخه اخلي او د خپلې خوښې کانديد ته به رايه ورکوي .
دغه زلمى ، چې له دولسم ټولګي څخه فارغ شوى ،  په وينا يې ترلسو پورې کانديدان پېژني  او زياتوي چې که له ولسمشر سره مخ شي، نو ورته به ووايي چې رايه ورکوونکي هېر نه کړې او کومې ژمنې چې دې کړي ، هغه پوره کړه .
 هغه وايي چې د سيمې ستره ستونزه يې بېکاري ، د پاکو اوبو ، برېښنا او سړکونو نشتوالى دى .
 نوموړى د ټاکنو په کېدو باوري دى، خو وايي چې د لومړنيو ټاکنو په څېر به  په جوش او خروش  نه وي .
خبريال :  پرمختګ شوى دى
 ۳۳ كلن نشان الدين ، چې د اسوشيټيډ پرېس له نړيوال اژانس سره خبريال دى او په خوست ښار کې اوسېږي، وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې ژوند ښه شوى او په سيمه کې پرمختګ شوى دى .
هغه وايي چې په سيمه کې په موجوده حکومت کې سړك پوخ شوى،سر بندونه  او د ښوونځيو ودانۍ او د ولسوالۍ نوې ودانى جوړې شوې دي.
دى دا هم وايي چې پخوا يې شخصي کور او موټر نه درلود، خو اوس دواړه لري . 
نشان الدين په ټاکنو کې برخه اخلي ، خو وايي چې داسې کانديد ته به رايه ورکوي ، چې له غربه نه وي راغلى او لاسونه يې په وينو سره نه وي .
 هغه زياته کړه : (( كه داسې كانديد مې پيدا نه كړ، ښايي يوې ښځې ته ځكه رايه وركړم، چې د يوې مور په توګه يې لاسونه په وينو سره نه دي .))
دغه خبريال د ولسمشرۍ له کانديدانو څخه نيمايي پېژني او د يو شمېر کانديدانو شاليد ورته ښه معلوم دى .
 هغه وايي چې لويه ستونزه يې د برېښنا او پاكو اوبو نشتوالى دى او بله ستونزه د امنيت نشتوالى دى .
 هغه له راتلونکي ولسمشر څخه د خپلې غوښتنې په اړه وويل : (( ولسمشر ته به مې پيغام دا وي ، چې  خپل افغان ځواكونه په پښو ودروي او د پرديو له احتياجه ځان خلاص كړي . ))
 
 مکتبۍ : په ژوند بې باوره يم
 
 د خوست ښار د يوې لېسې د لسم ټولګي زده کونکې سهيلا وايي چې ترټول ستره ستونزه يې ناامني ده .
 هغه وايي : (( چې  له کوره وځم بېرته د ژوندي راتګ تمه نه لرم ، وايم اوس به چاودنه وشي او وبه وژل     شم . ))
دغه نجلۍ وايي چې ټاکنو کې به برخه اخلي او دا ځکه چې رايه ورکول يې خپل حق دى .
سهيلا وايي چې يواځې پلار يې کارکوي او هغه هم يو کوچنى دکان لري، چې عايد يې ډېر لږ دى .
 سهيلا چې په يوه کرايي کور کې اوسېږي وايي چې په ژوند کې يې د تېرو پنځو کلونو په پرتله کوم مثبت تغير نه دى راغلى .
 دغه نجلۍ د ولسمشرۍ له دوه ښځينه کانديدانو څخه يوه هم نه پېژني او له نارينه کانديدانو څخه حامدکرزى ، عبدالله عبدالله او رمضان بشردوست پيژني او هغه يې هم په ټلويزيون کې ليدلي .
 هغه وايي چې که له ولسمشر سره مخ شي، نو ورته به ووايي : (( په هر قيمت چې وي جنګ ختم کړه ! ))