Data Gathered Date: 

Sunday, March 31, 2013 - 15:30

 
د بدخشان يوشمېر خلک د سړکونو، صحي خدمتونو او برېښنا نشتوالی خپلې لويې ستونزې بولي او وايي، چې په ټاکنو کې برخه اخلي، خو له راتلونکي ولسمشر څخه د همدغو ستونزو د ليرې کولو غوښتنه کوي.
بدخشان  شاوخوا ۵۴۰ کيلو متره ليرې  د کابل  په شمال ختيځ کې پروت دی او ۲۸ ولسوالۍ لري.
د بدخشان ولايتي شورا ۱۴ څوکۍ لري، چې ٤ يې ښځو ته ځانګړې شوې دي.
دغه ولايت، چې د لالو معدنونه يې نړيوال شهرت لري، خروشان او کوکچه سيندونه هم په کې دي، چې له اوبو څخه يې  د سرو مينځلو له لارې د سرو زرو  ټوټې هم په لاس راځي.
دغه کړنلاره داسې ده،  چې خلک په مني کې د اوبو د تېزوالي د کمولو لپاره د اوبو  لارې ته تغيير ورکوي، بيا يې اوبه ډولچه کې  را اخلي او د ليمڅي پر سر يې اچوي، چې  د سرو ټوټې ورباندې پاتې کېږي.
بدخشان يو له هغو سړو ولايتونو څخه دی، چې  د ژمي په موسم کې يې د ۱۲ ولسواليو لارې  دواور له امله بندې وي، چې ان له ٦ تر ٩ مياشتو پورې د واورې په کلابندۍ کې وي.
همدا ډول د دغه ولايت ۵ ولسوالۍ تر اوسه مرکز فيض اباد ته سړکونه، نه لري.
د دغه ولايت ډېری خلک پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
دغه ګزارش د زمري په وروستۍ اونۍ کې د راتلونکيو ټاکنو لپاره د ۱۲ تنو د مرکو پر بنسټ برابر شوی، چې ۳ يې ښځې دي او د دغه ولايت د مر کز او ۸ ولسواليو  اوسېدونکي دي.
ښوونکی: د نشه يی توکيو مخه دې ډب کړل شي
فيض محمد، چې ۵۰ کلن دی او د شغنان ولسوالۍ اوسېدونکی دی، په همدې ولسوالۍ کې د ښوونکي دنده لري.
دغه ښوونکی، چې دوه زامن يې په ترياکو روږدي دي، وايي چې په سيمه کې يې نشه يي توکي نه کرل کېږي، خو له دې سيمې څخه قاچاق وړونکي تګ را تګ کوي.
دی وايي چې قاچاق وړونکي له همدې سيمې څخه ګاونډي تاجکستان ته نشه يي توکي وړي او په همدې دليل يې د سيمې ځوانان هم په نشه يي توکيو روږدي کېږي.
ښوونکی وايي چې په راتلونکيو ټاکنو کې ګډون کوي او د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکوي.
فيض محمد په دې اړه چې له راتلونکي ولسمشر څخه څه غواړي؟ وويل: (( د اولادونو د ژوند ساتلو لپاره دې د قاچاق وړونکيو مخه ونيسي او قاچاق وړونکيو ته دې جزا ورکړي.))
د کور مېرمن:  زموږ بنسټيزه ستونزه  د اساسي کلينيک نشتوالی دی
مېرمن نسيمه ۳۰ کلنه ده، چې د درملنې لپاره له ارغستان ولسوالۍ څخه فيض اباد ښار ته راغلې ده.
دا وايي چې په ژمي کې د دغه ولسوالۍ خلک دلارو دبندوالي له امله له کوره نه شي وتلی،  خو په اوړي کې بيا په يوه ورځ کې د خره په واسطه سفر کوي، بيا په موټر کې سپرېږي او ښار ته راځي.
دا د ٢ ماشومانو مور وايي چې د ولادت په خاطر له ولسوالۍ څخه مرکز ته راغلې ده.
دې وويل: (( زموږ په سيمه کې کلينيک نشته، تېر کال مې يو ماشوم له لاسه ورکړ، اوس په مشکل سره دلته راغلې يم.)) دا وايي چې فيض آباد ته ناوخته را رسېدلې ده، عمليات شوه او ماشوم يې له منځه لاړ.
دغه ښځه وايي: ((زه له راتلونکي  ولسمشر څخه غواړم، چې د ميندو او اولادونو د ژوندي ساتلو لپاره موږ ته  کلينيک جوړ کړي او  ښځينه ډاکټرانې را ولېږي. ))
د دغې ښځې په وينا، په سيمه کې يې په نامه کلينيک شته، خو ډاکټر او درمل نه لري او نسايي ولادي څانګه خو له سره  په کې نشته.
دغه ښځه وايي چې د رايې ورکولو کارت لري،  که تر ټاکنو پورې بېرته کور ته وګرځېده او روغتيا يې ښه وه، نو رايه به ورکړي.
سوداګر: د ورېښمو لاره دې خلاصه شي
 ۵۵ کلن حاجي عبد الرووف د فيض اباد ښار د دويمې ناحيې اوسېدونکی دی او  سوداګري کوي.
دی  له  ګاونډيو ولايتونو او کله هم له تاجکستان څخه خوراکي توکي واردوي.
دغه بزګر وايي ولايت يې امنيت لري، خو د سوداګرو د اسانتياوو لپاره هېڅ  خدمت نه دی شوی.
دغه سوداګر وايي چې د ورېښمو لارې د پرانېستلو غوښتونکی دی، چې سوداګر په اسانۍ سره خپل شيان چين او له چين  څخه بدخشان ته يوسي.
دغه سوداګر وايي چې د برخليک دټاکلو په موخه په ټاکنو کې برخه اخلي.
مالدار: په دوه اونيو کې مرکز ته رسېږو
۴۰ کلن غلام محمد، چې د درواز ولسوالۍ اوسېدونکی دی  مالداري کوي، چې په دې عمر کې لا تراوسه پورې د ولايت مرکز ته په موټر کې نه دی راغلی.
دی وايي چې د سړک د نشتوالي له امله، دوی له ۱۵ ورځو وروسته پلي فيض اباد ښار ته رسېږي.
د ده په وينا، له خپلې ولسوالۍ سره سره، ٥ نورې ګاونډې ولسوالۍ موټر نه لري او همدا ډول له ۶ څخه تر ۹ مياشتو پورې د واورو تر کلابندۍ لاندې وي.
د غلام محمد د معلوماتو له مخې، د دوی ډېری ناروغان مرکز ته د وړلو  پر وخت له منځه ځي.
همدا ډول دغه مالدار د خوراکي توکيو د بيو له لوړوالي څخه شکايت کوي. دی وايي چې په ټاکنو کې برخه اخلي او له راتلونکي ولسمشر غواړي، چې  سړک ورته جوړ کړي.
د ولايتي شورا  غړی: د ميندو او ماشومانو مړينه د تشويش وړ ده
د بدخشان ولايت د ولايتي شورا غړی ذبيح الله عتيق، چې د ياوان ولسوالۍاوسېدونکی  دی وايي، چې د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي په ټاکنو کې برخه اخلي.
د ده په وينا، د دغه ولايت په درېيو ولسواليو کې (ياوان، راغستان او کوهستان) د ماشومانو د مړينې پېښې ډېرې دي.
د ده د معلوماتوله مخې، په دې ولسواليو کې د ماشومانو د مړينې کچه د روغتيايي خدمتونو د کموالي له امله، د ډېر تشويش وړ ده.
عتيق وويل چې په دغه ولسواليو کې پوره کلينيکونه نشته، ولسمشر او وزيران ژمنه کوي، خو عملی کوي يې نه.
ده زياته کړه: ((خلک بې باوره شوي دي.))
 ځوان: له بېکارۍ څخه ځورېږم
 احمد الله، چې ۲۵ کاله عمر لري، له دولسم ټولګي څخه فارغ شوی  او د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
د ده په وينا، د کار موندلو لپاره دوه ځلې ايران ته تللی او بېرته  يې را اړولی دی، دی وايي چې  د ده په څېر  په زرګونو ځوانان په فقر او بېکارۍ کې ژوند کوي.
احمد الله  د خلکو د معتاد کېدلو لوی لاملونه بېکاري، قاچاق او نور جنايي جرمونه بولي.
دی وايي چې ۷ کسيز فاميل لري، خو دی په اونۍ کې يوه يا دوې ورځې کار پيدا کولی شي.
احمد الله وايي چې په ټاکنو کې برخه اخلي، په دې امېد چې  حکومت په راتلونکي کې  د ځوانانو د بېکارۍ ستونزې ته پاملرنه وکړي.
ده زياته کړه: ((زه له راتلونکي ولسمشر غواړم، چې د ځوانانو ستونزو ته چې بېکاري ده، په جدي ډول پاملرنه وکړي.))
ملکه: ښځې وېرېږي
د کشم ولسوالۍ اوسېدونکې ملکه، چې ۴۵ کاله عمر لري د کاليو  ګنډلو له لارې خپل ژوند تېروي.
د دې په وينا، مېړه يې معيوب دی او يواځې دا کار کوي.
دغه ښځه له راتلونکي ولسمشر څخه يواځې امنيت غواړي او په دې باور ده، چې له امنيت پرته هېڅ کار امکان نه لري.
دا وايي چې په ټاکنو کې ونډه اخلي خو زياتوي، چې د سيمې ښځې وېرېږي، چې د رايو ورکولو پر ورځ جګړه ونه شي.
د دې په وينا، په خپله سيمه کې يې امنيت شته ، خو کله چې  د امنيت په اړه د ګاونډيو ولايتونو اړوند (کندوز، تخار) اوري، نو وېرېږي چې لمن يې بدخشان ته خوره نه شي.
ملکه وايي چې مخکې يې هم د ولسې جرګې او ولايتي شورا لپاره رايه ورکړې وه ، خو وکيلان يې د خپلو خپلوانو  په غم کې دي او نورو خلکو ته هېڅ پام نه کوي.
سپين ږيری: د خلکو رايې، جمهور رييس نه ټاکي
قربان محمد، چې ۸۰ کاله عمر لري د کران او منجان ولسوالۍ اوسېدونکی دی، دی اوسمهال د قوم د مشر په توګه هلته اوسېږي.
دی وايي چې رايه ورکوي، خو د ولسمشر په ټاکلو کې د رايې د ارزښت  په اړه ډاډه نه دی.
دغه سپين ږيری باوري دی، چې ټاکنې کېږي، خو وايي : ((بهرنيان جمهور رييس ټاکي، زموږ رايه کومه ګټه نه لري.))
قربان محمد په دې اړه چې جمهور رييس څنګه د بهرنيانو په واسطه  ټاکل کېږي؟ وويل: دا خبره د ټولو خلکو په خولو کې ده.
همدا ډول ده وويل چې تل جمهور رييس او حکومت د خدمت ژمنې کوي، خو هېڅ  يې نه پلي کوي.
د سيلاب قربان: په ټاکنو کې برخه نه اخلم
۳۸ کلن سميع الله د کشم ولسوالۍ د ميانشهر کلي اوسېدونکی، چې په روان کال کې يې سيلاب کور وران کړی، وايي چې په ټاکنو کې برخه نه اخلي.
سميع الله په دې اړه زيا ته کړه: (( هغه وعدې چې ولسمشر، ولايتي شورا او د ولسي جرګې استازيو خلکو ته ورکړې دي، چې تاسې ته پيسې درکوو، کورونه مو جوړوو، تر اوسه يې هېڅ کار نه دی کړی.))
دی، چې د ۴ اولادونو پلار دی،اوس په يوه خېمه کې ژوند کوي او وايي، چې که تر ژمي پورې يې د کور جوړلو وس پيدا نه کړ، نو له سړو به مړ شي.
د جرم ولسوالۍ اوسېدونکی: د ټوپکوالو لاسونه دې لنډ شي
محمد ناصر، چې د جرم ولسوالۍ اوسېدونکی دی ۴۶ کاله عمر لري، وايي چې په ټاکنو کې ونډه اخلي او له ولسمشر غواړي، چې کار دې د کار اهل  ته وسپاري.
ده ادعا وکړه چې تر اوسه هم په ادارو کې څوکۍ د داسې کسانو په  لاس  کې دي، چې پخوا يې ټوپک لرل.
دغه سړی وايي چې تر اوسه هم په سيمه کې همدغه وسلوال پر بې وسه کسانو ظلم کوي.
ده زياته کړه: ((زموږ راتلونکی جمهور رييس بايد د ظالم لاس له مظلوم څخه لنډ کړي.))
سپين ږيری: د برېښنا له نعمت څخه محروم يو
۶۰ کلن حاجي محمد حنيف، د فيض اباد ښار په څلورمه ناحيه کې اوسېږي، دې په دې ولايت کې دروانو اوبو په اړه وايي: (( موږ د ډېرو اوبو له لرلو سره سره د برېښنا له نعمت څخه محروم يو.))
د ده په وينا، هر زمامدار خلکو ته وعده ورکوي، خو هېڅ يې نه پلي کوي.
دغه سپين ږيری په ټاکنو کې برخه اخلي او وايي:
(( موږ له راتلونکي جمهور رييس څخه غواړو، چې د برېښنا په توليد کې د افغانستان د سيندونو له اوبو څخه ګټه واخلي او د ګاونډيو هېوادونو برېښنا ته هېڅ اړتيا نه لرو.))
د ښځو چارو رييسه: ښځو ته دې د کار زمينه برابره شي
ذوفنون ناطق، د بدخشان ولايت د ښځو چارو رييسه په ټاکنو باور لري او وايي، چې برخه به په کې اخلي.
خو د ښځو وضعيت د اندېښنې وړ بولي او زياتوي، چې ډېرې ښځې کونډې او کور ته د ډوډۍ راوړونکې دي، خو د کار زمينه ورته برابره نه ده  او په ستونزو کې وخت تېروي.
دا له راتلونکي ولسمشر غواړي، چې  د ښځو بنسټېزو ستونزو ته چې د کار نشتوالی دی، پاملرنه وکړي.