Data Gathered Date: 

Sunday, March 31, 2013 - 15:45

 
د باميان د مرکزي ولايت خلک د امنيت له نشتوالي  څخه سرټکوي، خو د سړکونو نشتوالى او بې وزلي د دغو خلکو لويې ستونزې دي، او له راتلونکي ولسمشر څخه د دغو ستونزو حل غواړي.
دغه مرکزي ولايت ٦ ولسوالۍ او په ولايتي شورا کې ٩ څوکۍ لري.
دغه راپور د دغه ولايت د مرکز او ٤ ولسواليو د  ٩ تنو ( چې ٣ يې مېرمنې دي) اوسېدونکيو د مرکو پربنسټ په روانې اونۍ کې چمتو شوى دى.
بزګر: د سړک نشتوالى زموږ لويه ستونزه ده
٤٢ کلن محمد افضل، چې بزګر دى او د يوې ٧ کسيزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري، د ورس ولسوالۍ د ليګان د سيمې اوسېدونکى دى.
نوموړى وايي، چې د سړک نشتوالى د دغې سيمې لويه ستونزه ده.
د نوموړي په وينا، دوى د پاخه سړک د نشتوالي له امله په دوو ورځو کې له ورس څخه کابل ته رسېږي.
دى وايي، چې د سړک ستونزې د دغه ولسوالۍ د خلکو يو لومړيتوب دى.
د نوموړي په وينا، د ولسمشرۍ له ٤١ کانديدانو څخه يواځې ٣ تنه پېژني.
ده زياته کړه، چې امنيت اوس ښه دى، د طالبانو د امارت پر مهال يې خپل کور او سيمه پريښې وه، خو اوس بېرته خپلې سيمې ته راغلى او ارام ژوند تېروي.
زده کوونکى: د امنيت له برکته زده کړه کوم
علي اکبر، چې ٢٠ کاله عمر لري، د باميانو ښار د دره فولادي د لېسې زده کوونکى دى ، دى وايي چې پلار يې د جګړو له امله نالوستى پاتې دې؛ خو دى د امنيت له برکته زده کړه کوي.
نوموړي زياته کړه: (( اوس چې زه سږکال له دولسم ټولګي څخه فارغېږم، د امنيت له امله ده او امنيت زموږ په ولايت کې د کرزي په واکمنۍ کې ټينګ شوى او موږ راضي يو. ))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، اوسني حکومت د دغه ولايت بيا جوړونې ته پاملرنه نه ده کړې.
نوموړي د بېلګې په توګه د باميان- کابل د سړک يادونه وکړه، چې له ٣ کلونو راهيسې يې د قيرکولو غږ اورېدل کېږي؛ خو دغه کار تراوسه نه دى شوى.
علي اکبر زياته کړه، چې هغه کانديد ته به رايه ورکړي، چې د خلکو د ستونزو د حل په فکر کې وي.
هغه مېرمن چې په سمڅه کې ژوند کوي: لکه څاروي ژوند کوو
٣٥ کلنه مېرمن سکينه، چې د ٤ يتيمانو مور ده او د باميانو په سمڅو کې ژوند کوي، وايي چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې برخه نه اخلي.
نوموړې زياته کړه: (( زما په يوه رايه نه څوک ولسمشر کېږي او نه زه هغوى پېژنم. ))
سکينه وايي چې د ولايتي شورا په ټاکنو کې له دې امله ګډون کوي، چې يو وکيل پېژني او له هغه سره مرسته کوي.
دغه مېرمن وايي: (( زموږ اساسي ستونزه سرپناه ده، موږ لکه حيوانات په سمڅو کې ژوند کوو او څوک موږ ته پاملرنه نه کوي. ))
سکينه، چې له ٦ کلونو راپدېخوا د سرپناه د نشتوالي له امله په سمڅې کې ژوند کوي، وايي چې نه دولت او نه کومې موسسې له هغوى سره مرسته کړې ده.
سر ښوونکې: پرمختګ شوى دى
د باميانو د مرکزي لېسې ښوونکې ٣٢ کلنه ريحانه، چې د ١١ کسيزې کورنۍ غړې ده، وايي چې ټاکنې ښه چانس دى، ترڅو خلک خپل استازي او ولسمشر وټاکي.
نوموړې وايي، چې په تېرو پنځو کلونو کې په بېلا بېلو برخو کې پرمختګ شوى دى.
ريحانې زياته کړه: (( موږ  له کور څخه د وتلو اجازه نه درلوده، اوس په ښوونځي کې دنده لرم او کولى شو زده کوونکيو ته درس ورکړو. ))
د نوموړې په وينا، په باميانو کې امنيت شته او ښوونځي فعال دي، خو يواځنۍ ستونزه د سړک او برېښنا نشتوالى دى.
بېرته راستانه شوې مېرمن: بې وزلو خلکو ته دې پاملرنه وشي
عذرا د کور مېرمنه ده، چې تر شپږم ټولګي ښوونځي ته تللې، له ايران څخه بېرته راستنه شوې او اوس د مرکز د چسپان په سمڅو کې ژوند کوي.
نوموړې د ټاکنو پر اهميت تينګار کوي او وايي، چې خلکو ته بايد په کې ونډه ورکړل شي.
عذرا، چې ٦ کسيزه کورنۍ لري، وايي څرنګه چې د غريبو او سرمايه دارو  خلکو رايه يو ډول اهميت لري، بايد ټول د شرايطو وړ کسان رايه ورکړي.
عذرا وايي چې له راتلونکي ولسمشر څخه غواړي، ترڅو بې وزلو خلکو ته پاملرنه وکړي او هغوى ته د کار زمينه برابره کړي.
ځوان اهنګر: ولسمشر ټاکل شوى دى
٢٧ کلن محمد زمان اهنګر د باميانو د مرکز اوسېدونکى دى او ١٠ کسيزه کورنۍ لري، دغو ټاکنو باندې باور نه لري.
د ده په باور، خلک ساده دي، ولسمشر د امريکا لخوا ټاکل شوى دى.
نوموړي زياته کړه (( زه به د ولسمشرۍ هېڅ کانديد ته رايه ورنکړم، ځکه زموږ په رايه ولسمشر نه ټاکل کېږي.))
د ده په باور، بې وزلي او د سړک نشتوالى د باميان د خلکو لويه ستونزه ده.
نوموړي زياته کړه: (( د خلکو عمومي مشکل سړک دى، چې نه يې جوړوي، نه کرزي جوړ او نه به يې بل ولسمشر جوړ کړي. ))
ځوان: ملي يووالى تر هرڅه مهم دى
د يکاولنګ ولسوالۍ يو ٢٨ کلن ځوان محمد مبارز، چې له دولسم ټولګي څخه فارغ شوى او اوس د دندې په لټه کې دى، وايي چې راتلونکى ولسمشر بايد د ملي يووالي د ټينګښت لپاره کار وکړي.
نوموړي زياته کړه: (( امنيت هغه مهال راتلاى شي، چې قومي او ژبني تعصبات له منځه لاړ شي.))
د نوموړي په باور، هېواد د بياجوړونې پرځاى يو ملي ليدلوري ته اړتيا لري، چې له بده مرغه، نه خلک او نه مشران دې ته پام کوي.
سپين ږيرى: ولسمشر زموږ په درد نه خوري
٥٠ کلن احمد علي، چې مزدور کار دى او يوه ٤ کسيزه کورنۍ لري، د سيغانو د ولسوالۍ اوسېدونکى دى.
نوموړى وايي، چې ښايي رايه ورکړي؛ خو ډاډمن نه دى.
نوموړى زياتوي: (( موږ غريب خلک يو او هر څوک، چې ولسمشر شي، زموږ په درد نه خوري. ))
نابينا: ژوند ښه شوى نه دى
٣٨ کلن عباس علي، چې په دواړو سترګو ړوند دى، د شيبر ولسوالۍ اوسېدونکى دى.
دغه نابينا، چې ٩ کسيزه کورنۍ لري، وايي چې د اوسني حکومت پرمهال يې په ژوند کې کوم بدلون نه دى راغلى او لکه د پخوا په څېر له اقتصادي ستونزو مخ دى.
خو نوموړي زياته کړه چې رايه ورکونه حق ده او دى به له دغه حق څخه ګټه واخلي.
خو دا ړوند وايي چې له راتلونکي ولسمشر څخه د ده يواځينۍ غوښتنه د ملي يووالي او ټولنيز عدالت ټينګښت دى.
باميان، چې د کابل ښار لوېديځ لور ته په ٢٠٠ کيلومترۍ کې پروت ولايت دى، دهغو ولايتونو له ډلې څخه دى، چې په کې زيات شمير تاريخي اثار او سيمې شته دي.
د بودا مشهور بتان هم په همدغه ولايت کې وو، چې د طالبان د امارت پر مهال وران شول.
د امير بند د هېواد له لرغونو ځايونو څخه دى، چې د زرګونو سيلانيانو پاملرنه يې ځانته راجلب کړې ده.
په دغه ولايت کې اوس هم نږدې ٣٠٠ کورنۍ د کورونو د نشتوالي له امله په سمڅو کې ژوند کوي.