Data Gathered Date: 

Sunday, March 31, 2013 - 15:30

 
د بادغيس يو شمېر خلک وايي چې په اوسني حکومت کې يې په سيمه کې ډېر کارونه تر سره شوي دي، خو دوى له فقر او بېکارۍ څخه ځورېږي، دغه خلک په ټاکنو کې برخه اخلي او له راتلونکي ولسمشر څخه د دغو ستونزو د هوارۍ غوښتنه کوي.
بادغيس ولايت ٥ ولسوالۍ لري، ولايتي شورا يې ۹ څوکۍ لري، چې ۳ يې ښځو ته ځانګړې شوې دي.
د ولايتي شورا لپاره ۴۷ تنو خپل ځانونه کانديد کړي، چې له دې ډلې څخه يې ۹ ښځې دي.
دغه ولايت له کابل ښارڅخه، د ۳۴۰ کيلو مترو شاوخوا ليرې پروت دى، ډېرى خلک يې په مالدارۍ او بزګرۍ بوخت دي. پسته، ځيره، پت او د قره قل پوستکي د دغه ولايت  له مهمو محصولاتو او عايداتو څخه بلل کېږي.
دغه ټاکنيز ګزارش د زمري په وروستۍ اونۍ کې د هغو ٦ تنو د مرکو پر بنسټ برابر شوى، چې له هغو څخه يې ۳ ښځې دي او د مرکز او دوه ولسواليو اوسېدونکي دي.
د جوند ولسوالۍ اوسېدونکى: خلکو موټر نه و ليدلى
۳۸ کلن عبد الرزاق د جوند ولسوالۍ اوسېدونکى (چې د ولايت له مرکز څخه ۷۵ کيلو متره واټن لري) د درېيو اولادونو پلار دى.
دى  وايي چې له اوسني حکومت څخه مخکې په جوند ولسوالۍ کې موټر نه و او د ځينو سيمو خلکو موټر نه وو، ليدلى.
دى وايي چې د ملي پيوستون د پروګرام په پلي کولو سره اوس په هر کلي کې سړک، ښوونځى او په څو کليو کې يو روغتيايي کلينيک شته، تر دې مهمه دا چې د جوند ولسوالۍ په مرکز کې ۲۴ ساعته برېښنا شته ده.
ده زياته کړه: ((دغه ټول مثبت بدلونونه دي.))
دى وايي چې مخکې يې رايه ورکړې وه، په راتلونکيو ټاکنو کې به هم رايه ورکوي او دخپلې خوښې کانديد به و ټاکي.
دى وايي چې له بزګرانو سره د اصلاح شوي تخم نشتوالى، د درملو کمښت، د مسلکي ښوونکيو نشتوالى او ناامني لويې او بنسټيزې ستونزې دي.
دغه خلک زياتوي چې له راتلونکي ولسمشر څخه د بېکارۍ د له منځه تلو او د امنيت د تامين غوښتونکي دي.
 د خياطۍ د کورس زده کوونکې: ښځې شکنجه کېږي
۲۸ کلنه پېغله امنه، د بادغيس د مرکز اوسېدونکې ده، دا اوسمهال د خياطۍ په يوه کورس کې پر کار بوخته ده.
دا وايي چې له دې امله يې په ژوند کې مثبت بدلون نه دى راغلى، چې حکومت ورته پام نه دى کړى.
دغه نجلۍ وايي چې تر اوسه هم ښځې د کورني تاوتريخوالي قرباني کېږي او آن ځانونه سوځوي.
دا زياتوي: ((ښځې دي چې له بېکارۍ، فقر او سختې شکنجې له امله، خپل ځانونه سوځوي.))
امنه په ټاکنو کې برخه اخلي او نور هم تشويقوي.
دا وايي چې دوه کاله وړاندې د دغه ولايت د مرکز له خلکو سره د برېښنا او صحي اوبو ژمنه شوې وه، خو تر اوسه دغه ژمنه په سم ډول نه ده تر سره شوې او د دې ښار ټولو اوسېدونکيو ته دغه اسانتياوې نه دي برابرې شوې.
بزګر: بدلونونه رامنځ ته شوي
د مرکز اوسېدونکى ۴۶ کلن فخر الدين، چې ٦ اولادونه لري، بزګري کوي.
دى وايي چې که څه هم په شخصي ژوند کې يې کوم مثبت بدلون نه دى راغلى، خو د ولايت په سطح يې کارونه شوى، چې له هغو څخه يې د دغه ولايت په ليرې سيمو کې د مخابراتي سيسټم فعالېدل، روغتيايي خدمتونه، د ښوونځيو او کلينيکونو جوړېدل دي.
د ده په خبره، په دې وخت کې بزګرانو ته هم مسلکي مهارتونه ښودل شوي، کيمياوي سرې او اصلاح شوي تخمونه ورته ورکړل شوي، چې ٧ کاله وړاندې دغه کارونه هېڅ نه وو.
دي په ټاکنو کې برخه اخلي او وايي: ((زه به هغه څوک و ټاکم، چې وکولى شي چې د بدلون دغه زمينه له موږ څخه وا نخلي.))
مالدار: د پستې ځنګلونه له منځه تللي دي
محمد انور د ابکمري ولسوالۍ اوسېدونکى، چې ۵۱ کاله عمر لري او د ۴ اولادونو څښتن دى پر مالدارۍ بوخت دى.
دى وايي چې په ولسوالۍ کې يې امنيت راغلى دى او خلک له وېرې پرته ژوند کوي.
انور وايي چې مخکې ۱۵۰۰ هکټاره ځمکه د اوبو  د کموالي له امله، نه کرل کېدله، خو اوس د ويالې په جوړولو سره  دغه ځمکه خړوبېږي او په حاصلاتو کې ډېروالى راغلى دى.
خو دى وايي چې په ولايت کې يې د پستې ځنګلونه ډېر سخت زيانمن شوي دي.
د ده دمعلومات پر بنسټ، درې کاله وړاندې دغه ولايت ۹۰ زره هکتاره د پستې ځنګلونه لرل، چې د جګړو او د اوسني دولت د نه پاملرنې له امله، ۴۵ زرو ته را کم شوي دي.
ده زياته کړه: ((دغه طبيعي ځنګل په ټولو افغانانو پورې اړه لري، په تېره د بادغيس تر خلکو پورې، چې په بېرحمۍ سره وهل کېږي اوله راتلونکي ولسمشر هغه که هر څوک وي غواړم، چې دغې ملي پانګې ته ډېره پاملرنه وکړي.))
دشپږو اولادونو مور: په شخصي ژوند کې مې بدلون نه دى راغلى
ګلدسته د شپږو اولادونو مور ده او د مرکز اړوند د فرستان دکلي اوسېدونکې ده.
دا وايي چې په تېرو ٧ کلونو کې يې  په خپل شخصي ژوند او د سيمې د خلکو په ژوند کې کوم مثبت بدلون نه دى راغلى، چې لامل يې د دولت نه پاملرنه ده.
دې وويل: ((همدا اوس ښځې لا څه، چې نارينه هم له بېکارۍ څخه رنځېږي.))
دا وايي چې په دې وخت کې يواځينى بدلون، چې تر سترګو کېږي د وچکالي پاي ته رسېدل دي او حاصلات مو ډېر  شوي دي.
ګلدسته په ټاکنو کې برخه اخلي او له راتلونکي ولسمشر  د کار د زمينې برابرول غواړي.
مېرمن خانه: ډېر کارونه  تر سره شوي دي
حله د ۳ اولادونو مور ده، چې د مرکز په بانمک کلي کې ژوند کوي.
دغه ښځه له بېسوادۍ څخه رنځ وړي، خو وايي چې په اوسني حکومت کې يې د کلي حالت ښه شوى دى.
د دې په وينا، د دغه حکومت په دوران کې د نجونو او هلکانو پر مخ ښوونځي پرانېستل شوي، ودانۍ بيا جوړې شوې او په ځينو کليو کې روغتيايي کلينيکونه او ټولګټې پروژې پلي شوې دي.
دې همدا ډول د سواد د زده کړې د کورسونو جوړول،  مېرمنو ته دګلدوزۍ او خياطۍ زده کړې د اوسني دولت فعاليتونه وبلل .
دغه مېرمن په ټاکنو کې ګډون کوي او د ښځو لپاره د ډېر کار کولو غوښتونکې ده.