Add new comment

Balkh gathering highlights runoff importance

 
مزارشريف (پژواک ٤ غبرګولى ٩٣): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ځينو مدني ټولنو د لسګونو غړو په ګډون د ټاکنو د عامه پوهاوي په اړه غونډه وشوه.
د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي دا غونډه د غبرګولي په ۴مه د مرستې او ګړندۍ پراختيا موسسې له خوا جوړه شوې وه.
د يادې موسسې د څار او ارزونې د څانګې مسوولې زهرا ضيا پژواک خبري اژانس ته وويل، د دوی موخه عامو خلکو ته د ټاکنو د ارزښت په ډاګه کول او په ټاکنو کې برخې اخيستو ته هڅول دي.
نوموړې زياته کړه، چې دوی د ټاکنو د عامه پوهاوي په اړه دغه ډول ناستې د ټاکنو په لومړي دور کې د هېواد په څوارلس ولايتونو کې جوړې کړې وې، چې ښې پايلې يې لرلې.
د هغه په وينا، د ټاکنو په دويم پړاو کې د عامه پوهاوي په اړه يې لومړۍ غونډه په بلخ ولايت کې جوړه کړه.
مېرمن ضيا وويل، چې ځينو ولايتونو ته د نسبي ناامنۍ له امله د ورته غونډو په جوړولو نه توانيږي نو هڅه کوي، چې دغو ولايتونو ته خپل پيغامونه د بروشر، مجلو او ليکلو پيغامونو له لارې ورسوي.
نوموړې زياته کړه، د يادو غونډو له لارې دوی هڅه کوي، چې په ټاکنو کې د مېرمنو ونډه زياته کړي.
د مزارشريف ښار ديني عالم او د يادې ناستې ګډونوال مولوي محمدالله وويل، چې په اسلام کې د ټاکنو ارزښت څرګند دی او مسلمانانو ته په ټاکنو کې د برخې اخيستو لاره هواره ده.
نوموړي زياته کړه، چې که په اسلام کې د ټاکنو لپاره ځای نه وای، نو ممکن نن دومره خلک د ټاکنو د عامه پوهاوي په موخه سره غونډ شوي نه واى.
د يادې ناستې ګډونوالې مېرمن شهلا نوري پژواک ته وويل، چې که د ټاکنو د عامه پوهاوي په اړه ورته ناستې نه وای؛ نو ممکن د وري په ۱۶مه د ټاکنو ګډون کوونکو شمېر په دې اندازه نه وای.
نوموړې زياته کړه، چې د يادو غونډو ګډونوال بايد د ټاکنو په اړه ترلاسه شوي پيغامونه د خپلې سيمې لرې پرتو کليو ته ورسوي او عام خلک په ټاکنو کې برخې اخيستو ته وهڅوي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.