Add new comment

Masses urged to widely participate in runoff

 
ښرنه، ترينکوټ (پژواک،٣غبرګولى٩٣): د پکتيکا او اروزګان مدني ټولنو او چارواکو په دويم پړاو ټاکنو کې د خلکو د پراخې ونډې او څار غوښتنه وکړه.
د پکتيکا يو شمېر مدني ټولنو د غبرګولي په ۳مه په مرکز ښرنه کې د يوې غونډې په ترڅ کې وويل، چې په دويم پړاو ټاکنو کې به د ټاکنو بهير له نږدې څخه وڅاري.
په ياد ولايت کې د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر يعقوب خان منظور پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکنې يوه ملي پروسه ده او مدني ټولنې به يې د ښه ترسره کېدو لپاره څارنه وکړي.
هغه د څارونکوشمېر ونه ښود، خو ويې ويل: ((زموږ لسګونه غړي به په مرکز ښرنه سربېره اورګون او کټواز ولسواليو کې د ټاکنو له مرکزونو څخه د رايې ورکولو په ورځ څارنه وکړي.))
نوموړي وويل، که څه هم په يو شمېر نورو ولايتونوکې د ټاکنو په لومړي پړاو کې درغلۍ وشوې، خو هيله يې وښوده، چې دويم پړا ټاکنې له درغلۍ پرته ترسره شي.
په پکتيکا کې د خوځښت ټولنې مشر بره خان تکړه هم پژواک ته وويل، د دوى د دې اونۍ غونډې موضوع د "راتلونکو ټاکنو څارنه" وه.
د ده په خبره، د پکتيکا وګړي چمتو، چې په دويم پړاو ټاکنو کې هم بشپړه ونډه واخلي.
بره خان له اړوندو چارواکو څخه غوښتنه وکړه، چې په دويم پړاو ټاکنو کې د درغلۍ مخنيوى وکړي.
تر دې مخکې د پکتيکا امنيتي چارواکو، پژواک سره په مرکه کې ويلي وو، چې  د دويم  پړاو ټاکنو لپاره پوره چمتوالى لري.
اخوا د اروزګان د ټاکنو خپلواک کمېسيون بيا د دې ولايت له اوسېدونکو غوښتنه وکړه، چې په دويم پړاو ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي.
د دې کمېسيون رييس عبدالحميد شريفي له پژواک سره په مرکه کې وويل، چې د ولسمشرۍ دويم  پړاو  ټاکنو ته پوره چمتوالي لري.
نوموړي زياتوي، ښايي يوه اونۍ وروسته ټول حساس او غير حساس توکي د دې ولايت مرکز او وروسته بيا اړوندو مرکزونو ته ورسېږي.
شريفي وايي، د دې ولايت ټولو ولسواليو ته د ټاکنيزو توکو په لېږد کې کومه ستونزه نشته او امنيتي ادارو د امنيت له پلوه ډاډ ورکړى دى.
ده د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره له ولسي وګړو، مدني ټولو او څارونکو د مرستې غوښتنه هم وکړه.
د اروزګان له اوسېدونکو په دويم پړاو ټاکنو کې د پراخې ونډې غوښتنه په داسې حال کې کېږي، چې تر ټاکنو مخکې د ورى په ١٣مه د "جنډر" تر لاندې سيمنيار چارواکو ويلي و، چې په دې ولايت کې به د ښځينه رايې ورکوونکو ونډه کمه وي.
هغه مهال د اروزګان د ټاکنو کمېسيون رييس ويلي و، چې په نورو ولايتونو کې تر ٤٠ سلنه مېرمنو د ټاکنو کارتونه ترلاسه کړي، خو  په اروزګان  کې يواځې ۸سلنه ښځې په ټاکنو کې برخه واخلي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.