Add new comment

1,100 voting sites planned in Kandahar

 
 کندهار (پژواک ٢٩ غويى ٩٣): د کندهار ولايت د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، په دويم پړاو ټاکنو کې يې د ټاکنيزو محلونو شمېر زيات کړى او په دغه ولايت کې به د غبرګولي په ٢٤مه د رايې ورکولو يوولس سوه محلونه د خلکو پر مخ پرانيستي وي.
 دغه څرګندونې د ولايت مقام په هغې غونډه کې وشوې، چې د تېرو ټاکنو د ستونزو او نيمګړتياوو د ارزونې په موخه جوړه شوې وه.
 په دې غونډه کې د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا، د دې ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر انجنير عبدالهادي داوري، د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون مشر مړوند وزيري، د ملي امنيت رييس جنرال عيسى محمد، د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي او د ملي اردو او ايساف ځواکونو استازو ګډون کړى وو.
 د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر انجنير عبدالهادي داوري وويل، چې په دويم پړاو ټاکنو کې يې په دغه ولايت کې د رايې ورکولو د محلونو شمېر زيات کړى دى.
 هغه زياته کړه، په تېرو ټاکنو کې د کندهار ولايت په کچه د رايې ورکولو ٩٠٠ محلونه پرانيستي وو، خو دا ځل به ١١٠٠ محلونه پرانيستي وي.
 په تېرو ټاکنو کې د کندهار ولايت په کچه ٢٤٤ ټاکنيز مرکزونه په پام کې نيول شوي وو، چې د ټاکنو په ورځ ٢٣٤ پرانيستي وو او ١٠ د ځينو ستونزو له امله تړلي پاتې شول.
 داوري وويل، د هغوى له دغه اقدام سره به خلک وکولاى شي له ګڼې ګوڼې پرته په ډاډه زړه خپلې رايې وکاروي.
 خو هغه زياته کړه، چې تر ټاکنو مخکې به په اداره کې اصلاحات پلي کوي او د ټاکنو د کمېسيون هغه ٣٠٠ کارکوونکي به له دندو ليرې کوي، چې په درغليو تورن دي.
 ده زياته کړه: ((زموږ هڅه دا ده چې په دويم پړاو ټاکنو کې تېرې نيمګړتياوې او ستونزې تکرار نه شي، موږ خپل هغه ٣٠٠ کارکوونکي له دندو ليرې کوو، چې په تېرو ټاکنو کې په درغليو تورن شوي دي، ترڅو دويم پړاو ټاکنې رڼې او شفافې تر سره شي.))
 نوموړي له امنيتي ځواکونو مننه وکړه، چې په تېرو ټاکنو کې يې په ښه توګه امنيت خوندي کړى وو، خو هيله يې وښودله چې په دويم پړاو ټاکنو کې به هم په ورته توګه امنيت ټينګ وي او خلک به په پراخه کچه په ټاکنو کې برخه اخلي.
 د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا هم له امنيتي ځواکونو وغوښتل، چې د تېر په څېر په دويم پړاو ټاکنو کې هم امنيت خوندي کړي، ترڅو خلک دا ځل هم په پراخه کچه په ټاکنو کې برخه واخلي.
 نوموړي د کندهار له اوسېدونکو غوښتنه وکړه، چې په دويم پړاو ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي او د هېواد برخليک په خپل لاس وټاکي.
 د کندهار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي ډاډ ورکړ، چې امنيتي ځواکونو د دويم پړاو ټاکنو د خونديتوب په موخه امنيتي تدابير پلان کړي او ګواښونه به له منځه وړي.
 هغه وويل، په کندهار کې مېشت ټول امنيتي ارګانونه مسووليت لري، چې په بشپړه توګه د خلکو امنيت وساتي او هغوى ته د هېواد د برخليک ټاکلو په موخه غوره امنيتي فضا برابره کړي.
 د ايساف ځواکونو استازي ډګروال لوګن وويل، چې افغان امينتي ځواکونه د ټاکنو د پروسې د امنيت ساتلو وړتيا لري، خو که اړتيا وليدل شي، نو هغوى به هم د امنيت په خوندي کولو کې مرسته کوي.
 ټاکل شوې دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه تر سره شي، چې دوه مخکښ کانديدان ډاکټر اشرف غني احمدزى او ډاکټر عبدالله عبدالله به په کې سيالي کوي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.