Add new comment

US hopes frontrunners to accept runoff results

 
مزارشريف (پژواک ٢٣ غويى ٩٣): په شمال کې د امريکا د متحدو ايالتونو ملکي استازي هيله ښودلې، چې د ولسمشرۍ ټاکنو دواړه مخکښ کانديدان به د ټاکنو کمېسيونونو پرېکړو درناوی وکړي.
د امريکا ملکي استازي پيټر کاسټنر (Peter Kastner) د غويي په ۲۳مه په مزارشريف کې د خپلې دندې په وروستۍ اونۍ کې د يوې خبري ناستې پر مهال خبريالانو ته وويل، چې په شمال کې يې امنيت وليد او د ټولنې بېلابېل اړخونه يې وليدل، چې د خپل وطن د جوړېدنې په چارو کې يو بل ته سره لاسونه ورکوي.
نوموړي د افغانستان او امريکا تر منځ د اوږدو همکاريو يادونه وکړه.
د هغه په وينا، دوی خپه دي، چې د وروستيو سېلابونو له امله نږدې ۱۰۰زره افغانان زيانمن شول؛ خو خوښ په دې دي، چې د امريکا په ګډون نړيواله ټولنه له افغانستان سره په دې برخه کې مرسته کوي.
پيټر همداراز د ټاکنو لومړي پړاو ته اشاره وکړه، چې امريکا په کې مخامخ رول نه درلود او ټاکنې په پوره توګه د افغانانو له خوا چمتو او د افغانانو له خوا پر مخ يوړل شوې.
خو د هغه په وينا، د امريکا دولت د پردې تر شا هڅې وکړې، چې افغانان خپلواکې او رڼې ټاکنې ولري، چې د ټولو افغانانو د باور وړ وي.
پيټر وويل، چې د مرستو پورته بېلګې د دې ښکارندويي کوي، چې امريکا له افغان دولت او افغانانو سره د اوږدې همکارۍ هوډ لري.
همداراز د امنيت د لېږد مسئلې ته يې اشاره وکړه، چې اوس افغانان د خپلو امنيتي چارو د سمبالنې پوره وړتيا لري.
نوموړي زياته کړه، چې په تېر يو کال کې د شمال امنيت د خرابېدو پر لور نه دی تللی، چې په خورا ډاډمن امنيت کې د ټاکنو ترسره کېدل يې ښه بېلګه ده.
هغه وويل: ((په تېرو ټاکنو کې د افغان دولت وسله والو مخالفينو ميدان وبايله او ګټونکي افغان ځواکونه وو.))
همداراز پيټر د روانو ټاکنو د پروسې په اړه زياته کړه: ((په کابل کې د امريکا سفارت له دواړو مخکښو کانديدانو او کمپاينرانو سره کتنې کړي، چې دوه تعبيره ترې کېدی شي، يا به د سياسي حل پر لور روانېږي او يا به نو د ټاکنو د دويم پړاو پر لور ځي.))
د هغه په وينا، د دوی هيله دا ده، چې ټاکنې په ښه توګه پای ومومي او ټولو افغانانو ته د منلو وي.
پيټر همداراز وويل، د دوی هيله دا ده، چې که ټاکنې دويم پړاو ته ځي، نو دواړه مخکښ کانديدان د ټاکنو د کمېسيونونو د پرېکړو درناوى وکړي ، د ټاکنو لپاره خپل چمتووالی ونيسي او هره پايله چې د دويم پړاو له ټاکنو راوځي بيا يې هم دوی درناوی وکړي.
پيټر له تېر يوه کال راهيسې د شمال لپاره د امريکا د ملکي استازي په توګه په مزارشريف کې دنده ترسره کړه، چې د ده په وينا، روانه اونۍ د نوموړي د دې دندې وروستۍ اونۍ ده.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.